د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۷

افغانستان

څه باندې ۱۸۰۰ افغان کډوال په یوه ورځ کې له پاکستانه اخراج شوي

څه باندې ۱۸۰۰ افغان کډوال په یوه ورځ کې له پاکستانه اخراج شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" د جمعې په ورځ ۱۸۲۶افغان کډوال د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي".

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روانې جولای میاشتې له لسمې وروسته د هغوو افغانانو نیول پیلوي چې ویزې خلاصې شوي وي.

پاکستان له مودو راهیسې افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي چارواکي کابل ته تللي

د ملګرو ملتونو چارواکي کابل کې
د ملګرو ملتونو چارواکي کابل کې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر برهم صالح، او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو، د یکشنبې په ورځ، کابل ته تللي څو د افغان راستنیدونکو وضعیت، د هغوی اړتیاوې او د بشري مرستو پرمختګ وارزوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو وزارت، کابل ته د ملګرو ملتونو د دوو لوړپوړو چارواکو د راتګ انځورونه خپاره کړي، او اعلان یې کړی چې هغوی د روغتیا، بشري مرستو او د کارموندنې په برخو کې د افغان راستنیدونکو لپاره په دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان اتباع هیواد ته راستانه شوي دي.

د دې خلکو ډیری برخه له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه په زور ایستل شوي. اکثر راستانه شوي افغانان د سرپناه، کارموندنې او اساسي خدماتو د نشتوالي په څیر ستونزو سره مخ دي.

اوچا: ملکیان باید د جګړې بیه ور نه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي،"ملکیان باید د جګړې بیه ور نه کړي".

اوچا نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي،" شخړې د ملکیانو د ژوند چارو د ګډوډولو سربیره د ویرې او رواني روغتیايي ستونزو سبب ګرځي".

د اوچا په ټکو، د جګړو او شخړو تر ټولو لوی زیان ماشومانو ته رسیږي.

د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ اوسیدنکو اوچا ته ویلي،" د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ارامه خوب نه لري او حتی د لوړ غږ له اوریدو ویره لري".

پاکستان د تیرې یکشنبې په ورځ پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د یوناما د شمیرو له مخې، په دې بریدونو کې ۲۸ملکیان ووژل شول او ۴۹نور ټپیان شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: ډیرژر به په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغیو د درملنې یو روغتون پرانستل شي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریس شهاب الدین دلاور وایي چې ډیرژر به په کابل کې د دې ادارې د زړه ناروغیو د درملنې یو مجهزروغتون پرانستل شي. هغه دا خبره د شنبې په ورځ د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه روغتون به په کال کې د شاوخوا دوه زره د زړه سوري ناروغو ماشومانو د درملنې ظرفیت ولري او درملنه به یې په وړیا توګه کیږي. نوموړي په دې اړه چې دغه نوی روغتون به کله پرانستل کیږي نورجزیات ندي ورکړي خو تردې مخکې د افغاني سرې میاشتې له خوا ډیر په زړه سوري ناروغ ماشومان د کابل څوروغتونونو ته د درملنې لپاره ورپیژندل شوي او درملنه یې شوې ده. د دې ترڅنګ ډیرماشومان چې په دې او نورو ناروغیو اخته وو، بهر ته، په ځانګړي توګه جرمني ته لیږل شوې چې د جرمني «د سولې کلي» بنسټ یې وړیا درملنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان او بنګله دیش د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډیرظرفیتونه لري

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ډیرظرفیتونه لري چې باید د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، دغه څرګندونې امیرخان متقي په تهران کې د بنګله دیش د پارلمان له ریس حافظ‌الدين احمد سره په کتنه کې کړي دي. د بیان له مخې په دې ناسته کې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې وشوې.

د ښاغلي بلخي په خبره د بنګلديش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې تاریخي وبللې او د افغانستان له اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت وباله.

د راپورونو له مخې له کله چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په ټپه دریدلې، د طالبانو حکومت په سیمه کې د بنګله دیش په ګډون نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره هڅې زیاتې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال راهیسې د بنګله دیش او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د طالبانو څو سوداګریزو پلاوو له بنګله دیش څخه کتنې ترسره کړي دي.

سپین‌غر پرانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Afghanistan Cricket Board
Afghanistan Cricket Board

سپین‌غر پرانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د شپږیزې لیګ په روان یولسم پړاو کې سپین‌غر لوبډله وتوانیده د راشدخان پر مټ خپله دویمه لوبه وګټي.

سپین‌غر پرانګانو په نننۍ لوبه کې د شپږو ویکټو په زیان بست ساتونکو ۲۲۰ منډې هدف وټاکه.

که څه هم د بست ساتونکو لوبډلمشر ابراهیم ځدران ۵۹ منډې وکړې او نیمه سلیزه يې جوړه کړه خو په لوی توپیر يې سپین‌غر پرانګانو ته لوبه وبایلله.

دغه لوبه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کریکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

بله لوبه د امو نهنګانو او مېس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ده چې له غرمې وروسته ۲بجې پیلږي.

راشدخان کابل ته ستون شو څو په شپږیزه لیګ کې د سپين‌غر زمریان لوبډلې لپاره ولوبیږي

د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری راشد خان کابل ته ستون شو.

راشد خان د جمعې په ورځ کابل ته ورسید او تمه ده په شپږیزه لیګ کې د سپين‌غر زمریان لوبډلې لپاره ولوبېږي.

سپين‌غر زمریان له بست ساتونکي لوبډلې سره لوبه لري.

راشد خان شاوخوا دوه کاله وروسته کابل ته ستنېږي.

د راشد خان په ګډون د ملي لوبډلې ګڼ نور لوبغاړي له نړیوالو سیالیو وروسته اوس په کورني کرېکټ لوبو کې د ګډون لپاره په افغانستان کې دي.

د شپږیزې سږني لیګ پنځمه لوبه د مېس عینک اتلان او د بند امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ وشوه چې د بند امیر ښارمارانو د اتو ویکټو په توپیر له مېس عینک اتلانو ماتې وخوړه.

افغان او ایراني سوداګرو په کابل کې د سوداګرۍ درې ټرونونه لاسلیک کړي

افغان او ایراني سوداګرو په کابل کې د سوداګرۍ درې ټرونونه لاسلیک کړي.

دغه خبره په کابل د ایران سفارت د جمعې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکې وه.

وړاندې راغلي،" په کابل کې د ایران سفارت په بلنه له ۲۰۰ ډیرو افغان او ایراني سوداګرو، اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګوالو په یوه غونډه کې برخه اخیستې وه".

د سفارت په ټکو، په غونډه د دواړو لوړو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د دې هوکړه لیکونو لاسلیک په داسې حال کې دی چې له میاشتو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د کابل- جلال اباد په لویه لاره ترافیکي پیښه کې ۴ کسه مړه او ۸ تنه نورټپیان شوي

د کابل- جلال اباد په لویه لاره ترافیکي پیښه کې لږترلږه ۴ کسه مړه او ۸ تنه نورټپیان شوي او لس کسه نور لادرکه دي.

له پاکستان څخه د ستنو شویو کډوالو موټر سیند ته لویدلی دی.

د لغمان امنیه قومانداني وايي موټر کې ۲۲ کسه ستانه شوي کډوال سپاره وو او تیره شپه د سرخکانو ولسوالۍ مربوطاتو کې سیند ته لویدلی دی.

چارواکي زیاتوي چې د لادرکه شویو کسانو د میندلواو ژغورنې لپاره عملیات روان دي.

د پیښې علت سملاسي نه دی معلوم شوی. خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د لارو د خرابوالي ، د موتر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه رعایت کولو څخه رامینځ ته کیږي.

اروپايي اتحادیه افغانستان کې دمیندو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي

ارشیف
ارشیف

د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو څانګه (ECHO)افغانستان کې دمیندو وضعیت بحراني او د اندیښنې وړ بولي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې د نجونو او ښځو په طبي زدکړو بندیز او روغتیايي خدماتو ته د ښځو دلاسرسي محدودیت وضعیت نورهم خراب کړی او د زیږون په مهال د میندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

تردې مخکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او په هرو ۱۰۰ زرو ولادتونو کې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګول شوی دی.

د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره د طالبانو د حکومت په دغې پالیسۍ کې د بدلون نښې نه ترسترګو کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG