د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

خبرونه

یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول

ارشیف. پخوانی تصویر
ارشیف. پخوانی تصویر

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.

د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".

د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".

محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.

له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.

لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.

د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي

په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.

دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".

تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.

تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.

د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.

 د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه

افغان ښځینه کرکټ لوبډله
افغان ښځینه کرکټ لوبډله

د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.

د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.

خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.

د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.

دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.

طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".

د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".

د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.

د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.

دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.

د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.

د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو اداره: له هرمز تنګي ۱۱۵ کښتۍ او ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) ویلي، د سې‌شنبې له ورځې راهیسې تر اوسه ۱۱۵ بېړۍ او شاوخوا ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي وتلي دي.

د دې ادارې سرمنشي، ارسینیو دومینګز، ویلي چې دا بهیر د ملګرو ملتونو د خوندي تګ‌راتګ د پروګرام په چوکاټ کې پیل شوی و، خو د عمان په خلیج کې پر یوې کښتۍ له برید وروسته، د شاوخوا ۶۰۰ کښتیو او ۱۱ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو عملیات په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران پر یادې کښتۍ د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی او زیان یې وراړولی دی.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، د بېړیو د خوندي تګ رسمي عملیات د عمان او ایران د ساحلونو ترڅنګ له دوو ځانګړو لارو ترسره کېږي.

سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړې

د امریکا له لوري د ایران په جنوب کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې تر برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، که امریکا بیا بریدونه وکړي، د سپاه غبرګون به «لا پراخ» وي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) یا نورو خپلواکو سرچینو د سپاه دا ادعا تر اوسه تایید یا رد کړې نه ده.

سپاه پاسداران ویلي، له دې وړاندې د دې ځواک د قوماندانانو په نوم خپرې شوې څرګندونې او خبرپاڼې ناسمې وې او یوازې همدا رسمي خبرپاڼه د دوی دریځ څرګندوي.

جي‌ډي ونس ایران ته د تاوتریخوالي د پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې متحد ایالتونه به هر ډول «تاوتریخوالي ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي».

ونس ویلي، که ایران د اوربند د تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه کومه ستونزه یا اندېښنه لري، «کولای شي ټېلفون وکړي او خبرې وکړي.»

هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: «ایران اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ هم ورته ژمن یو. که هغوی د تفاهم‌لیک د پلي کېدو په اړه اختلاف لري، یوازې دې ټېلفون وکړي. خو که تاوتریخوالی وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.»

د امریکا پوځ پر یوې بېړۍ د ایران د برید په ځواب کې ایراني هدفونه بمباري کړل

د امریکا پوځ تایید کړې چې په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپوري سوداګریزې بېړۍ د ایران د ادعا شوې ډرون برید په ځواب کې یې د ایران دننه ځینې پوځي هدفونه په نخښه کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي جنګي الوتکو د ایران د جنوبي سواحلو په اوږدو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې او راداري تأسیسات بمباري کړي دي.

د «اېور لاولي» په نوم سوداګریزه بېړۍ، چې د سنګاپور بیرغ پرې رپېده، د پنجشنبې په ورځ له هرمز تنګي تر تېرېدو وروسته د عمان د سواحلو ترڅنګ د یوه توغندي یا الوتکې له برید سره مخامخ شوه. امریکا ادعا کوي چې دا برید د ایران له لوري د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله شوی و.

سینټکام دغه برید «بې‌دلیله دښمنانه اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دا د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند د هوکړې سرغړونه ده او د نړۍ په یوه مهم سوداګریز سمندري مسیر کې یې د بېړیو د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده.

تر دې برید لږ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی و چې په هرمز تنګي کې یې د تېرېدونکو بېړیو پر لور لږ تر لږه څلور بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې توغولې دي. هغه ویلي و چې امریکايي ځواکونو له دغو څخه درې الوتکې نسکورې کړې دي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي و چې د ایران دغه اقدام د اوربند د هوکړې «احمقانه سرغړونه» ده او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا به ډېر ژر ځواب ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG