خبرونه
قزاقستان افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو طبي پلاوی واستاوه
قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هممهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.
د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".
د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".
محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.
له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.
لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.
د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي
په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.
دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.
تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.
د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.
خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.
د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.
دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.
طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".
د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".
د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.
د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.
یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.
د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.
د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو اداره: له هرمز تنګي ۱۱۵ کښتۍ او ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي ایستل شوي
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) ویلي، د سېشنبې له ورځې راهیسې تر اوسه ۱۱۵ بېړۍ او شاوخوا ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي وتلي دي.
د دې ادارې سرمنشي، ارسینیو دومینګز، ویلي چې دا بهیر د ملګرو ملتونو د خوندي تګراتګ د پروګرام په چوکاټ کې پیل شوی و، خو د عمان په خلیج کې پر یوې کښتۍ له برید وروسته، د شاوخوا ۶۰۰ کښتیو او ۱۱ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو عملیات په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران پر یادې کښتۍ د بېپیلوټه الوتکې برید کړی او زیان یې وراړولی دی.
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، د بېړیو د خوندي تګ رسمي عملیات د عمان او ایران د ساحلونو ترڅنګ له دوو ځانګړو لارو ترسره کېږي.
سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړې
د امریکا له لوري د ایران په جنوب کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې تر برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، که امریکا بیا بریدونه وکړي، د سپاه غبرګون به «لا پراخ» وي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) یا نورو خپلواکو سرچینو د سپاه دا ادعا تر اوسه تایید یا رد کړې نه ده.
سپاه پاسداران ویلي، له دې وړاندې د دې ځواک د قوماندانانو په نوم خپرې شوې څرګندونې او خبرپاڼې ناسمې وې او یوازې همدا رسمي خبرپاڼه د دوی دریځ څرګندوي.
جيډي ونس ایران ته د تاوتریخوالي د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې متحد ایالتونه به هر ډول «تاوتریخوالي ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي».
ونس ویلي، که ایران د اوربند د تفاهملیک د عملي کېدو په اړه کومه ستونزه یا اندېښنه لري، «کولای شي ټېلفون وکړي او خبرې وکړي.»
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: «ایران اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ هم ورته ژمن یو. که هغوی د تفاهملیک د پلي کېدو په اړه اختلاف لري، یوازې دې ټېلفون وکړي. خو که تاوتریخوالی وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.»
د امریکا پوځ پر یوې بېړۍ د ایران د برید په ځواب کې ایراني هدفونه بمباري کړل
د امریکا پوځ تایید کړې چې په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپوري سوداګریزې بېړۍ د ایران د ادعا شوې ډرون برید په ځواب کې یې د ایران دننه ځینې پوځي هدفونه په نخښه کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي جنګي الوتکو د ایران د جنوبي سواحلو په اوږدو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمې او راداري تأسیسات بمباري کړي دي.
د «اېور لاولي» په نوم سوداګریزه بېړۍ، چې د سنګاپور بیرغ پرې رپېده، د پنجشنبې په ورځ له هرمز تنګي تر تېرېدو وروسته د عمان د سواحلو ترڅنګ د یوه توغندي یا الوتکې له برید سره مخامخ شوه. امریکا ادعا کوي چې دا برید د ایران له لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله شوی و.
سینټکام دغه برید «بېدلیله دښمنانه اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دا د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند د هوکړې سرغړونه ده او د نړۍ په یوه مهم سوداګریز سمندري مسیر کې یې د بېړیو د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده.
تر دې برید لږ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی و چې په هرمز تنګي کې یې د تېرېدونکو بېړیو پر لور لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې توغولې دي. هغه ویلي و چې امریکايي ځواکونو له دغو څخه درې الوتکې نسکورې کړې دي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي و چې د ایران دغه اقدام د اوربند د هوکړې «احمقانه سرغړونه» ده او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا به ډېر ژر ځواب ورکړي.