د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۱

یوناما: افغان ښځو او نجونو ته باید د مساوي فرصتونو زمینه برابره شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د جون د ۲۴ مې په دیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالې همکارۍ، سولې او پرېکړو په برخو کې د ښځو پر رول ټینګار کړی او د افغان ښځو او نجونو لپاره یې د برابر فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښځینه ډیپلوماتې یوازې د نړیوالو چارو ګډونوالې نه دي، بلکې مشرانې، منځګړې او د برابرۍ ملاتړې هم دي چې ونډه یې د لا ټول‌ګډونه پالیسیو او بنسټونو په جوړولو کې مهم رول لري. دې ماموریت ټینګار کړی چې د ښځو ماناداره ګډون د دوامدارې سولې، ثبات او پراختیا لپاره لازم دی.

یوناما همداراز د دې خبرې پر اهمیت ټینګار کړی چې افغان ښځې باید زده‌کړو، د رهبرۍ مقامونو او د عامه خدمتونو فرصتونو ته لاسرسی ولري. د دې ادارې په وینا، په ټولنیز او عامه ژوند کې د ښځو ګډون د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان ښځې لا هم د زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون له پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي.

د غزني ولایت اوسېدونکې فتانه، چې د طب پوهنځي د درېیم سمیستر له ایګزیټ ازموینې بې برخې شوې، وايي، هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړي اوس نه یوازې له زده کړو بلکې له کار او خلکو ته له خدمت کولو هم محرومې شوي دي:

«ستونزه دا ده چې د افغانستان راتلونکی به د ښځو له زده کړو او کاره پرته حرنګه شي، موږ ډېرې خواشیني او نهیلي یوو، کلونه مو زحمتونه وایستل اخر یې هم په کور کښېنولو او لا مو هم برخلیک نه دی معلوم.»

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی او پر نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو دوام د هېواد د روغتیايي سکتور لپاره د ضروري بشري ځواکونو د برابرولو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) یوې چارواکې، اولګا چرفکو، بامیان ولایت ته له سفر وروسته ویلي چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو ځایناستی موندل کابو ناممکن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) یوې چارواکې، اولګا چرفکو، ویلي چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو ځایناستی موندل کابو ناممکن شوي دي.

هغې زیاته کړه، هر کله چې یوه ښځینه ډاکټره خپله دنده پرېږدي، د هغې لپاره د بدیل کس پیدا کول له سختو ستونزو سره مل وي. د ښځینه ډاکټرانو کمښت افغان ښځو او نجونو ته د حیاتي روغتیايي خدمتونو برابرول په جدي ډول محدود کړي، چې پکې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پاملرنه، د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه او نور روغتیايي خدمات شامل دي.

یوې پخوانۍ زده کوونکې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د افغانستان راتلونکې ته د نجونو د زده کړو د محدودیت د زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

«د زده کړو ستونزه نه یوازې د نن ستونزه ده، دا به د راتلونکو کلونو لپاره درانه او نه جبرانېدونکي زیانونه ولري، هره ورځ چې یوه زده کوونکې یا محصله له زده کړو لیرې پاتې کېږي، هېواد مو له علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره فاصله پیدا کوي، د دې پرېکړې تاوان به په ټوله کې راتلونکی نسل او افغانستان پرې کوي، ځکه هېڅ هېواد د نجونو او ښځو له زده کړو پرته پرمختګ نشي کولای.»

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې تګلارې پلې کړې چې د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند په ډېرو برخو کې یې د ښځو حضور په څرګند ډول محدود کړی دی.

ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د ښځو د ګډون محدودول اقتصادي پراختیا زیانمنوي، بنسټونه کمزوري کوي او د اوږدمهاله ثبات فرصتونه راکموي. د ملګرو ملتونو په څو راپورونو کې له عامه ژوند څخه د ښځو ایستل په افغانستان کې د بشري حقونو له تر ټولو جدي اندېښنو څخه بلل شوي دي.

په ډیپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ هر کال د جون پر ۲۴مه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دیپلوماسۍ، د سولې په خبرو اترو، د شخړو په حل او نړیوالو پرېکړو کې د ښځو د ونډې د درناوي لپاره رامنځته شوې ده. د دې نوښت موخه په ټوله نړۍ کې د رهبرۍ په کچو او د بهرنۍ پالیسۍ په بنسټونو کې د ښځو د استازیتوب پیاوړتیا ده.

یوناما ویلي، د ښځو بشپړ او ماناداره ګډون نه یوازې یو بنسټیز حق دی، بلکې د داسې ټولنو د جوړولو لپاره هم اساسي شرط ګڼل کېږي چې پیاوړې، سوله‌ییزې او ټول‌ګډونه وي.

XS
SM
MD
LG