د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۷

کرکټ؛ هند په ۱۷۰ منډو افغانستان ته ماتې ورکړه

د هند د کرکټ ملي لوبډلې پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۱۷۰ منډو ماتې ورکړه.

هند لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې ډېر لوړ هدف، یعني ۴۰۳ منډې وټاکه.

افغان لوبغاړو په مقابل کې ټولټال ۲۳۲ منډې وکړای شوې.

په دې سیالي کې چې د افغانستان او هند د درو یو وځینو سیالیو د لوبلړۍ دوهمه وه، ننګیالي خروټي د هند ۴ او راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

خو د هند لپاره شبمن ګیل ۱۵۴ او ایشان کیشن ۱۲۵ منډې وکړې.

د افغان توپ وهونکو په منځ کې تر ټولو ډېرې منډې رحمت شاه وکړې. ده په ۸۹ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

XS
SM
MD
LG