خبرونه
ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»
نوموړي د ایران چارواکي «بېباوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بېپیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ډنمارک صدراعظمه: ګرینلنډ ټاپو د پلور لپاره ندی
د ډنمارک صدراعظمې مېټې فریدریکسن د ګرینلنډ ټاپو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه یوځل بیا پرخپل کلک دریځ ټینګار وکړاو ویې ویل چې دا ټاپو د پلور لپاره ندی.
ولسمشرټرمپ د سې شنبې په ورځ په استانبول کې بیا ټینګار وکړ چې ګرینلنډ "باید د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک"، او ویې ویل چې دغه پراخه قطبي سیمه د چین او روسیې د بېړیو له خوا محاصره ده.
د ډنمارک صدراعظمې چې د ناتو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته تللې، ټینګار وکړ چې دا په یخ پوښل شوی ټاپو، چې د ډنمارک د سلطنت له خوا اداره کېږي، "د پلور لپاره نه دی."
هغې زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې ټول، د ټولو متحدینو په ګډون، د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته درناوی وکړي. موږ یو خپلواک هېواد یو او اړتیا ده چې هرڅوک زموږ ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی وکړي."
د فبرورۍ په میاشت کې، ډنمارک او متحده ایالاتو د یوه احتمالي راتلونکي تړون په اړه خبرې پیل کړې، چې موخه یې په شمالي قطب کې د امنیت ډاډمن کول دي؛ دا کار به د متحده ایالاتو او د قطبي متحدینو له خوا د ګډو اقداماتو له لارې ترسره کېږي. خوله دې سره سره متحدینو په ګرینلنډ کې خپل حضور زیات کړی دی.
پاکستاني چارواکي: له یوې بوینګ باروړونکې الوتکې سره د ټرافیکو د کنټرول اړیکه پرې شوې
د پاکستان د هوايي چلند چارواکو ویلي چې د یوې پاکستانۍ بوینګ ۷۳۷ بار وړونکې الوتکې، چې پنځه کسیزه عمله یې لرله، د سې شنبې په شپه د هوايي ترافیکو د کنټرول له مرکز سره اړیکه پرې شوه. د رویترز د راپورله مځې دغې الوتکې چې د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، له دې مخکې راپور ورکړی و چې د مسیریابۍ یا نویګېشن په سیسټم کې یې ستونزه پیدا شوې ده.
د الوتنې لومړنیو معلوماتو له مخې، د K2 Airways شرکت اړوند دغه ۲۷ کلنه بدله شوې بار وړونکې الوتکه چې د متحده عربي اماراتو له شارجې څخه د کراچۍ پرلور روانه وه، ښايي د دې ښار جنوب لوېدیځ لوري ته په سمندر کې لوېدلې وي. د الوتنو د څارنې د خدمتونو ادارې Flightradar24 د معلوماتو له مخې، دغې الوتکې تر وروستي چټک ښکته کېدو مخکې په لوړه ارتفاع کې څو ناڅاپي بدلونونه کړي وو.
که په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې راپورونه تایید شي، نو دا به له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې د الوتکې د لویدو وروستۍ خونړۍ پیښه وي. په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه ایربس A320 الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر ځغاست لیکې ته تر رسېدو مخکې ولوېده، چې ۹۷ کسان پکې مړه شول.
د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د اوږدمهال حل لارو لپاره د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګارکوي
د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي وایي، په افغانستان کې د خصوصي سکټور له ملاتړڅخه هدف دادی چې ستونزو ته اوږد مهاله حل لارې وموندل شي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنر برهم صالح د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د ملګروملتونو له ملاتړڅخه د برخمنو خصوصي سکټور له پروژو څخه د کتنې په مهال فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، دا مهمه ده چې موږ دلته حضورولرو څو د مېشتېدو، ټولنیز ادغام، بقا، او له بقا ورهاخوا د معیشت او دوامدارو حللارو په برخه کې مرسته وکړو.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو چې له هغه سره ملګری و، دې آژانس ته وویل چې د دواړو ادارو له خوا له سوداګریزو شرکتونو سره همکاري کولای شي د اوږدمهاله حللارو د موندلو لپاره د پیل یوه ښه زمینه برابره کړي.
هغه وویل: "هغه تګلاره چې موږ دلته غوره کړې، په حقیقت کې دا ده چې سمدستي د اوږدمهاله لیدلوري پر بنسټ عمل وکړو او یوازې په لنډمهالو او بیړنیو اړتیاوو بسنه ونه کړو."
د ملګرملتونو دغه جګپوړي چارواکي له بیړنیو بشري مرستو ورهاخوا د افغانستان د ځان بساینې په هدف له خصوصي سکتورڅخه د ملاتړخبره داسې مهال کوي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پای غونډې مراسمو کې ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې په ګڼو سکټورونو کې ځان بسیانې ته رسیدلی دی. د هغه په خبره وروستیو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د تولیدي توکو شمیر له ۵۰۰ څخه دوه زره بیلابیله ډولو ته لوړشوی. خو د دغو پرمختګونو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې له سختو بشري ناورینونو سره مخامخ دي.
اوچا له ترټولو زیانګالو افغانانو سره د ۳۵ ملیون ډالرو د یوه پروګرام د پیلیدو خبر ورکوي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا په افغانستان کې د ترټولو زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره د ژوند ژغورنې د یوه پروګرام د پیلیدو خبر ورکوي. اوچا د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغه پروګرام د تمویل لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لوري ۳۵ ملیونه ډالره بیلې شوې چې د خپلو شریکانو، غیردولتي موسسو له لارې به د ژوند ژغورنې بیړنیو اړتیاووته د رسیدګي پرچارو لګیږي. د اوچا په خبره دا پیسې د بېړنیو مرستو د همغږي کوونکي، "په یو وخت کې یوژوند" د نوښت یوه برخه ده او هدف یې دادی چې تر ټولو زیانګالو خلکو ته د بشري اصولو پر بنسټ، حساب ورکوونکې او اغېزمنه مرسته ورسوي.
په افغانستان کې د ترټولو زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره دغه پروګرام داسې مهال پیلیږي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یوان ډي پي مشر افغانستان ته دسفر په ترڅ کې وویل چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه چې ټولټال نژدې ۲۹ ملیونه کیږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.
ایمانویل مکرون: سوریه باید د بې ثباتۍ ښکار نشي
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې سوریه باید د بې ثباتۍ ښکارنه شي. نوموړي دغه څرګندونې د سوریې له پلازمیني دمشق څخه د رسمي کتنې په ترڅ کې وروسته له هغې وکړي چې په دې ښارکې د هغه هوټل په مخکې چې ده پکې شپه تیره کړې وه، دوه بمي چاودنې وشوې.
دغو غبرګو چاودنو سوریې ته له ۲۰۲۴ کال راهیسې چې احمد الشرع د ولسمشرپه توګه ټاکل شوی، د اروپایي ټولنې د یوه غړي هیواد د لومړني ولسمشر رسمي سفر ترسیوری لاندې راوست.
دا په داسې حال کې چې ولسمشر احمد الشرع هڅه کوي له څه باندې یوې لسیزې جګړو وروسته په نړیوال ډګر کې د سوریې انځور بېرته ورغوي.
دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې به لا پیاوړې کړي او په دواړو هېوادونو کې به نوي سفیران وټاکل شي.
مکرون په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ باید "اجازه ور نه کړو چې دا ډول بریدونه مو بې ثباته کړي." نوموړي یو ځل بیا له دمشق سره د پاریس پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د مکرون "زړورتیا" وستایله چې له دغو چاودونو سره سره یې خپل سفرته دوام ورکړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد جاوید نیازي د خوشې کیدو خبر ورکوي
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد نیازي د خوشې کیدو خبرورکوي. دې مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې یوې باخبره سرچینې ورته ویلي چې نوموړی د سې شنبې د ورځې په سهار د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست له زندانه خوشې شو. د بیان له مخې هغه شاوخوا دوه میاشتې له طالبانو سره بندي و خو په خبره یې پیګرد خبري آژانس لاهم د طالبانو له خوا تړلی دی. دې مرکزد ښاغلي نيازي د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې د ۶۳ ورځو لپاره نيول او له ازادۍ محرومول یې د بشري او مسلکي حقونو ښکاره نقض و اوهغه يې غندلي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه په کابل کې د پیګرد پردفتر چاپه ووهله، له خبريالانو سره يې سخت او تاوتريخجن چلند وکړ، د اژانس وسايل يې ضبط کړل او له ځان سره يې يوړل.
تر اوسه پورې د نيازي پر ضد د لګېدلو تورونو جزئيات او د هغه د خوشې کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه د طالبانو له استخباراتو غوښتي چې نور بنديان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هم خوشې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د نورو محدوديتونو او فشارونو تر څنګ، وخت ناوخت د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو نيول کیدو اندیښنې راپورته کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري هند ته تللی
د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ نن سه شنبې هند ته تللی دی.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیستوال دغه خبر ورکړی او ویلي دي" نوی ډیلي د افغانستان او هند ترمنځ د روغونکو خبرو اترو لپاره بې صبرانه په تمه دی".
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دغه سفر موخه د دواړو خواوو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د همکاریو پراختیا یاده کړې ده.
دمشق کې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له سفر سره همهاله څو چاودنې شوي
د سوریې پلازمینه دمشق کې، د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له سفر سره همهاله، څو چاودنې شوي.
الیزه ماڼۍ ویلي،"د مکرون امنیت تامین دی".
په رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د دمشق په مرکز کې له څو سیمو لوګي پورته کیږي او د پېښې له ځایه امبولانسونه روغتونونو ته روان دي.
عیني شاهدانو خبري اژانسونو ته ویلي، د دوو چاودونو غږونه يې اوریدلي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي په حواله ویلي،"دوه بمي چاودنې د فورسیزنز هوټل ته نژدې شوي دي".
دا هغه هوټل دی چې امانویل مکرون په کې میلمه و.
تراوسه د دغو چاودونو له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د فرانسې حکومت اعلان کړی چې د چاودونو پرمهال مکرون په هوټل کې نه و.
د سوریې ټلویزیون د امانویل مکرون او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ګډ انځورنه خپاره کړې دي.
مکرون د ترکیې په پلازمینه انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په سفر و.
هغه په سوریه کې د احمدالشرع د لیدو په موخه لنډه دمه وکړه.
سوریه اوسمهال د لویدیځ له مهمو متحدانو ده.
په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي.
یو سمیه ییز لوړپوړی چارواکي عبدالقدوس فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،"د پولیسو پر هغې پوستې چې د "منګي" بند د پروژې امنیت يې تامینوه وسله وال برید شوی چې نهه پولیس په کې وژل شوي او یو شمیر نور نادرکه دي".
د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند شاهد ریند د پېښې په تایید سره ویلي،" لوړپوړي افسران په وژل شویو کسانو کې شامل دي".
هغه د برید مسولیت پر اسلام پالو ډلو اچولی دی.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی .
شاپورځدراڼ ومړ
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی ستوری لوبغاړی شاپورځدراڼ ومړ.
د کرکټ بورډ مطبوعاتو څانګې ازادي راډیو ته تایید کړه چې شاپور ځدراڼ تر اوږدې ناروغۍ وروسته په هند کې تېره شپه ساه ورکړې.
شاپورځدراڼ په هند کې تر درملنې لاندې و خو په دې وروستیو کې یې د وضعیت د خرابېدو راپورونه خپاره شوي و.
شاپورځدراڼ شاوخوا ۳۹ کلن وو.
ده د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۷ شل اووریزې نړیوالې لوبې کړې وې چې په دواړو فارمټونو کې یې شاوخوا ۸۰ ویکټې اخیستې وې.
په دې سربېره یې په کورنیو او نورو تجارتي لوبو کې هم برخه اخیستې ده.