د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۸

د افغانستان او هند د ټیستلوبې لومړۍ ورځ

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټیستلوبه د هند په توپ وهنه یا بیټنګ پیل شوې ده.

د دې سیالۍ، چې د هند د چاندي‌ګړ ښار په مهاراجا یاداویندراسینګ لوبغالي کې روانه ده، پچه د هند لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د هند۲ لوبغاړی سوځېدلی خو ۱۸۰ منډې یې کړي دي.

د هند دواړه لوبغاړي محمدسلیم سوځولي دي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب او د ټیستلوبو وړتیا ترلاسه کړې خو په دې موده کې یې ډېرې کمې ټیستلوبې کړي دي.

په دې ټیستلوبه کې، د هند د لوبډلې کیپتاني شوبمن ګیل کوي چې د هند د غوره لیګ په وروستیو سیالیو کې خورا ښه ولوبېد. د افغانستان د لوبډلې کیپتاني حشمت الله شهیدي په غاړه لري.

تر دې وړاندې افغانستان او هند په ۲۰۱۸ کال کې ټیستلوبه کړې وه چې په ډېر توپیر هند ګټلې وه. له ۲۰۱۸ راوروسته هند ۶۷ ټیستلوبې کړي خو افغانستان ټولټال ۱۱ ټیست سیالۍ کړي دي.

د هند په وړاندې په ټیستلوبه کې به د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړی راشد خان نه وي خو له ټیستلوبې وروسته به په درو یو ورځنیو سیالیو کې، چې بله شنبې (د جون ۱۳ مه) د هند په دهرمسالا کې پیلېږي، راشد خان ګډون ولري.

XS
SM
MD
LG