خبرونه
په پکتیا کې د ماین چاودنې دوه ماشومان ووژل
له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي، د پکتیا ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د یوه زاړه ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې رئیس، نثار احمد نجات، ویلي چې دواړه قربانیان ۱۴ کلن وو او د یوې کورنۍ غړي وو.
نجات له خلکو غوښتي چې که ماینونه، ناچاودېدلي مهمات یا نور شکمن توکي وویني، ژر تر ژره دې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د نورو مرګژوبلو مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې داسي سیمو نه نژدې اوسي چې ماینونه او ناچاودلي مهمات پکې شته.
د څو لسیزو له جګړو پاتې ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګژوبلې مهم عامل ګڼل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د لبنان په جنوب د اسرائیلو نوی برید
دلبنان په جنوب کې خلکو ته دتخلیې له خبرداري وروسته داسراییلو هوايی ځواکونو د جمعې په ورځ په سیمه کې یو کلی باندی برید وکړ.
دغه برید په داسې حال کیږي چې د لبنان د حزب الله مشر داسراییلو او لبنان د حکومت ترمینځ مشروط اوربند رد کړی دی.
نعیم قاسم دیوه جامع اوربند او دلبنان د جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او داسراییلو په شمال باندې یې دبریدونو ګواښ هم کړی دی.
متحد ایالات دلبنان حزب الله گوند یو ترهه ګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه یې یواځي پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.
متحد عربي امارات د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په تامین ټینګار کوي
ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازولۍ د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په تامین ټینګار کړی دی.
د استازولۍ مرستیالې غسق شاهین د یوناما د مرستیالې جورجیت ګانون سره د لیدنې په مهال د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقوقو د ساتنې په اهمیت ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو کې د متحدو عربی اماراتو استازولۍ د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې میرمن شاهین زده کړو ته دښځو او نجونو د لاسرسي له لارې د عامه ژوند په چارو کې د ښځو په بشپړ، برابر او واقعي مشارکت ټینګار کړی دی.
دغه لیدنه دیوناما دماموریت دتمدید لپاره دامنیت شورا له غونډې مخکې ترسره کیږي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دروانې جون میاشتې په شپاړسمه دیوناما دماموریت دتمدید لپاره غونډه وکړي.
د امریکا د استازو جرګې له څو میاشتو ځنډاو اختلافاتو وروسته اوکراین ته د پراخې مرستې لایحه تصویب کړه
د متحدو ایالاتو د استازو جرګې د دواړو ګوندونو د همکارۍ په یوه نادره بیلګه کې او د ولسمشر ټرمپ دادارې په تګلارې د نیوکې په توګه، اوکراین سره د مرستو او پر روسیې د بندیزونو یوه پراخه لایحه تصویب کړه.
په رای اخیستنه کې د استازو د جرګې ۱۸ جمهوري غوښتونکي غړي ډیموکراټانو سره یوځای شول او هغه قانون یې تصویب کړ چې د جمهوري غوښتونکو مشرتابه هڅه کوله جرګې ته د بحث او رای اخیستنې لپاره وړاندې نه شي.
د « اوکراین د ملاتړ قانون « چې د استازو په جرګه کې یې له څو میاشتو راهیسې مقاومت کیده ، په ۲۲۶ موافقو او ۱۹۵ مخالفو رایو تصویب شو.
ددغه قانون تصویب څرګندوي چې د ځینو جمهوري غوښتونکو ترمنځ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ د چلند او پالیسۍ په هکله اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
دغه لایحه چې د پنجشنبې په ورځ تصویب شوه اوکراین ته څه دپاسه ۱ ملیارډ ډالر مرسته ، د پوځي تمویل لپاره ۸ ملیارډ ډالر پورونه ، د بیارغونې دهلوځلو ملاتړ ، او بالتیک سیمه کې متحدینو سره مرسته مني او د روسیې د انرژۍ ،کانونو، حکومتي او مالي سکتورونو باندې نوي بندیزونه لګوي.
ملګري ملتونه :وچکالي او د اوبو کمی په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښ دی
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دفتر افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره وايي د اوبو کمی او وچکالي په افغانستان کې ترټولو پراخ ګواښ دی.
یوناما د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل رپوټ کې وايي چې د افغانستان نیمايي برخه خلک د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي په کرنه باندې چې په کلیوالي سیمو کې دژوندانه د ملاتیر ګڼل کیږي سخت اغیز کوي.
یوناما زیاتوي چې کندهار، هلمند، نیمروز ، زابل او ارزګان ولایتونه له وچکالي ډیر زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي دوامدارې وچکالۍ ، د ورښتونو کموالي او د ځمکې لاندې اوبو ناسم استخراج ، د اوبو سیستم د له مینځه تلو ترکچې رسولی دی.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې افغانستان له هغو لسو هیوادونو څخه یو دی چې د اقلیمي بدلون څخه تر نورو ډیر زیمانمن شوي دي اودغه هیواد د اقلیمي بدلون اغیزو سره دمقابلې لپاره ډیر کم امکانات لري.
اوکراین او مولدوا به له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو خبرې پیل کړي
وروسته لدې چې د اوکراین او هنګري دیپلوماتان د هنګري اقلیت د حقوقو په اړه یوې موافقې ته ورسیدل ، اوکراین او مولدوا ته بلاخره لاره اواره شوه چې دروانې میاشتې پای کې اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو خبرې پیل کړي.
د هنګري پخواني حکومت په تیرو دوو کلونو کې ددغو خبرو مخه نیولې وه.
دا خبر دقبرس لخوا چې اوسمهال د اروپا دشورا شپږ میاشتنی دوره ای ریاست یې په غاړه دی اعلان شو.
قبرس وویل چې نن یې د اوکراین او مولدوا د غړیتوب د مذاکراتو د لومړۍ مرحلې د رسمي پرانیستلو لپاره امادګي پیل کړه.
اوکراین او مولدوا چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب لپاره غبرګې هلې ځلې کوي هیله لري چې اتحادیې سره دیوځای کیدو ټول شپږ مراحل سملاسي پیل شي خو بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل چې احتمال شته چې یواځې د لومړۍ مرحلې مذاکرات په جون میاشت کې او پاته نور دروان ۲۰۲۶ کال وروسته میاشتو کې پیل شي.
د اروپايي اتحادیې دغړیتوب د پراختیا برخه کې د ټولو ۲۷ غړو هیوادونو اجماع ضروري ده.
اوکراین او مولدوا په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب لپاره کاندید شوي.
ولسمشر ټرمپ د استازو جرګې هغه رایه چې حربي صلاحیتونه یې محدودي وغندله
ولسمشر ټرمپ، د امریکا د استازو جرګې هغه رایه وغندله چې د ولسمشر حربي صلاحیتونه محدودوي او دا اقدام یې «بېمعنا» او «غیر وطنپال» وباله.
استازو جرګې،د څلورو جمهوري غوښتونکوغړو په ملاتړ چې له ډیموکراتانو سره یوځای شول، دغې طرحې ته چې تر ډېره سمبولیکه بڼه لري رایه ورکړه.
ولسشمر دونالد ټرمپ په غبرګون کې وویل چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره نهايي خبرې اترې روانې دي، او استازي پوهېږي چې مذاکرات په کوم پړاو کې دي.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیل» کې ولیکل: «څوک به داسې غیر وطنپال کار وکړي؟»
د امریکا ولسمشر د استازو د جرګې په هغو غړو چې ددغې طرحې ملاتړ یې کړی سخته نیوکه وکړه.
د استازو په جرګه کې دغه طرحه په ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو تصویب شوه.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندی د مبارزې او چمتوالی ادارې وویل چې د جمعې په ورځ پنجشیر، خوست ، بغلان ، تخار، بدخشان ، ننګرهار ، کونړ او نورستان کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی.
د باران کچه له ۵ تر ۲۰ ملي مترو اټکل شوې.
سږنیو طبیعي پیښو لکه بارانونو، تلندو ، برښنا او سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
رسمي ارقام ښيي چې د وري میاشتې له شپږمې راهیسې د طبیعي پیښو له امله افغانستان کې څه دپاسه ۳۶۰ کسان مړه شوي دي.
ریچارد بینت افغاني الاصلې ډنمارکۍ سیاستوالې سمیرا نوا ته مبارکي وویله
د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، افغاني الاصلې ډنمارکۍ سیاستوالې سمیرا نوا ته د دغه هیواد د چاپیریال ، انرژۍ او عامه خدماتو د وزیرې په توګه د ټاکل کیدو تبریکي وویله.
ریچارد بینت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه ټاکنه په عامه ژوند کې د ښځو د برابر ګډون اهمیت او هغه ګټې په ګوته کوي چې ټولنې یې دټولشموله مشرتابه څخه ترلاسه کولی شي.
ریچارد بینیت زیاتوي چې د سمیرا نوا ټاکنه د نورو لپاره الهام بښونکې ده.
نوموړې افغاني اصله ډنمارکۍ سیاستواله په داسې حال د ډنمارک وزیره ټاکل کیږي چې دننه په افغانستان د طالبانو حکومت تقریبا ۵ کاله کیږي چې د نجونو او ښځو په تحصیلاتو بندیز لګولی دی او په عامه ژوند کې یې ددوی مشارکت ډیر محدود کړی دی.
۳۸ کلنه سمیرا نوا چې کورنۍ یې کلونه پخوا ډنمارک کې پناه اخیستې ددغه هیواد په البورګ ښار کې زیږیدلې.
هغه د ۲۰۱۹ کال راهیسې د پارلمان غړې وه او دچاپیریال او انرژۍ په برخه کې د خپل ګوند له فعالو غړو څخه ګڼل کیږي.
سمیرا نوا د کوپنهاګن پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې زده کړې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ډیپلوماټانو ته سپارل شوي دي
په کویټ کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ډیپلوماټانو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې نن پنجشنبې ازادي راډیو ته د دې خبر پخلی وکړ خو په دې اړه یې نورجزیات ورنکړل.
د افغانستان خصوصي رسنۍ طلوع نیوز ویلي چې شفیق خطیب چې په بهرنیو چارو وزارت کې د قونسلګرۍ او د پولو د چارو د ریس په توګه دنده ترسره کوله، د دې سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
تردې مخکې د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د خلیج اکثرو هیوادونو د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو د حکومت ډیپلوماتانو ته سپارلې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څه موده وړاندې د هغو هیوادونو شمیر له څلویښتو زیات وباله چې دوی ورسره ډیپلوټیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبه سیالې ډلې ته وبایلله
د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبله د کوک ټاپوګانو ډلې ته صفر یو وبایلله.
دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اوکلند ښار کې ترسره شوه.
دا د "افغان وومن یونایټډ" لوبډلې لومړۍ سیالي وه چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون FIFA له خوا تر رسمي پېژندنې وروسته ترسره شوه.
فیفا په دې وروستیو کې د خپلو مقرراتو په تعدیل سره دې لوبډلې ته، چې له افغان کډوالو لوبغاړو څخه جوړه شوې، اجازه ورکړې چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د دې لوبډلې غړي هغه افغان نجونې دي چې د اسټرالیا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوالې دي. دغو لوبغاړو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو پرورزشونو بندیز لګول شوی او ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو او سیالیو څخه محرومې شوې دي.