خبرونه
رومانیا، روسیه په جدي تاو تریخوالي تورنه کړه
رومانیا پر روسیې تور لګولی چې د اوکراین پولې ته نژدې یې د رومانیا په خاوره کې پر یوې جګې ودانۍ ډرون لګیدلی دی.
رومانیا دې پېښې ته د«غیرمسوولانه تاوتریخوالي» نوم ورکړی دی.
د رومانیا دفاع وزارت نن ( د مې ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره شپه ډرون د دانیوب سیند پر غاړه د ګالاټي په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ ولګېد.
د رومانیا د چارواکو په وینا ودانۍ له خلکو تشه شوې ده او لږ تر لږه دوه تنه برسیرن ټپيان شوې دي.
روسیې تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان سوداګر له ازبکستانه دوا واردوي
افغان سوداګرو د ازبکستان د دوا جوړولو له پنځو شرکتونو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن وویل چې د دې تړونونو له عملي کیدو سره به د افغانستان د دوا تر پنځه ویشت فیصده پورې اړتیا پوره شي.
افغانستان تر ډيره دارو درمل له بهره واردوي او د پروسږکال اکتوبر میاشتې راوروسته چې له پاکستان سره تجارتي لارې بندې شوې دي، د وارداتو اړتیا زیاته شوې ده.
ناټو: د روسیې چلند په یوه خطر بدل شوی
د ناټو عمومي منشي نن وویل چې د روسیې بې پروا چلند د ټولو لپاره خطر دی.
مارک روټه نن وروسته تر دې دا خبره وکړه چې له اوکراین سره نژدې د رومانیا پر یوه ښار تیره شپه د روسیې له لورې یو ډرون ولګید.
مارک روټه څرګنده کړه چې ناټو د خپلو متحدینو د خاورې د هر اینچ دفاع ته چمتو ده.
تر دې څرګندونو مخکې د رومانیا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره شپه د روسیې یو ډرون د دانیوب سیند پر غاړه د ګالاټي په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ ولګېد.
د رومانیا د چارواکو په وینا دا ودانۍ له خلکو تشه شوې ده او لږ تر لږه دوه تنه برسیرن ټپيان شوې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر: له ایران سره هوکړې ته نژدې شوي یوو
د امریکا مرستیال ولسمشر وايي چې واشنګټن تر اوسه له ایران سره وروستۍ موافقې ته نه دي رسیدلي، خو دواړه خواوې ورته نژدې دي.
جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
« زه دا تضمین نشم کولی چې موږ به یوې موافقې ته ورسیږو، خو زه اوس مهال مثبت احساس کوم»
د هغو سرچینو په وینا چې له اکسیوس او رویټرز سره یې خبرې کړې، متحده ایالات او ایران د پنجشنبې په ورځ یوې موافقې ته ورسیدل چې اوربند وغځوي او په هرمز تنګي کې د بار وړلو محدودیتونه لرې کړي.
ښاغلي ونس وویل چې له تهران سره په خبرو اترو کې د اختلاف څو ټکي وو چې په هغوی کې د ایران د غني شویو یورانیمو او د یورانیمو د زیرمه کولو مساله هم شامله وه.
د امریکا مرستیال ولسشمر بیا وویل، دا تر اوسه څرګنده نه ده چې ولسشمر به کله دا متن لاسلیکوي او تر دې دمه په متن کې ځیني بدلونونه پکار دي.
ښاغلي ونس زیاته کړه چې متحده ایالتونه دا دریځ لري چې د تهران اټومي پروګرام په بشپړ ډول شاته وغورځي.
د اسیا له ۲۰ کلنو د کم عمره فوټبال جام مقدماتي سیالۍ مشخصې شوې
د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د دوه زره اووه ویشتم کال د اسیایي جام په مقدماتي سیالیو کې له اردن، بحرین او تاجکستان سره په یوه ګروپ کې یو ځای شوې ده.
د دې لوبو ګروپونه د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې د یوې غونډې په ترڅ کې مشخص شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې دی چې د دې ګروپ لوبې د روان کال د اګست له شپږ ویشتمې د سپتمبر تر شپږمې په بحرین کې ترسره کیږي.
دغهراز، د دغو سیالیو په( الف) ګروپ کې جنوبي کوریا، قرغیزستان، فیلپین او لبنان، په( ب) ګروپ کې اوزبکستان، سوریه، هند او بنګلهدېش، په( سي) ګروپ کې ایران، ویتنام، شمالي کوریا او فلسطین شامل دي.
په ( اي) ګروپ کې سعودي عربستان، قطر، عمان او هانګ کانګ، په( ایف) ګروپ کې عراق، ټایلنډ، متحده عربي امارات او ترکمنستان، په (جي) ګروپ کې جاپان، یمن، کمبودیا او کویت، په ( ایچ) ګروپ کې استرالیا، اندونیزیا، مالیزیا او لاوس سره یوځای شوي دي.
کابل کې یو شیعه روحاني مشر په طالبانو نیوکه کوي
د افغانستان د شیعیانو یو روحاني مشر پرطالبانو نیوکه کوي او وايي چې: «د اسلامي امارت غوږونه کاڼه دي.»
ایتالله واعظزاده بهسودي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اختر د لمانځه په خطبه کې وويل چې په وروستيو کلونو کې پر شيعه ګانو مذهبي او ټولنيز فشارونه زيات شوي دي.
بهسودي زیاتوي چې د شيعه علماوو ۲۰۰ مخيز ليک د طالبانو مشر ته لېږل شوی، خو تر اوسه بېځوابه پاتې دی، او د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم له دوی سره ليدنې ته نه حاضرېږي.
هغه زیاتوي: «ملاقاتونه نه ترسره کېږي او ليکونو ته هم ځواب نه ورکول کېږي.»
هغه وايي چې دا یې وروستۍ غوښتنه ده، څو مذهبي فشارونه پای ته ورسېږي او د نجونو او ښځو د زده کړو زمينه برابره شي.
دغه ديني عالم پر طالبانو نيوکه کې وویل چې د علماوو درناوی نه کیږي او ځينې علماء احضارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي ازاديو د محدوديتونو په اړه نيوکې زياتې شوې دي، او مذهبي اقليتونه، په ځانګړي ډول شيعه ګان، له لا زياتو فشارونو سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه د ايتالله بهسودي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د نازک اوربند او دیپلوماتیکو هلو ځلو په سیورې کې فارس خلیج کې دامریکا او ایران تازه بریدونه
ایران او متحده ایالاتو د نازک اوربند او د جګړې د پایته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو هلوځلو په ترځ کې د فارس خلیج په سیمه کې یو ځل بیا تازه بریدونه ترسره کړل.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي چې د مې د ۲۸ په سهار یې کویټ کې د امریکا پر یوه هوايي اډه وروسته له هغې برید کړی چې امریکايي ځواکونو د ایران په جنوب کې د بندر عباس هوايي ډګر ته نږدې یو ځای په نښه کړ.
د پاسدارانو اعلامیه وايي چې د دوی غچ اخیستونکی برید د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۰ بجو ترسره شو، او هغه اډه یې په نښه کړه چې د دوی په وینا د بندر عباس هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د هوايي برید سرچینه وه. اعلامیه زیاتوي چې امریکايي ځواکونو د “هوايي توغندیزو وسایلو” په کارولو برید کړی و.
پاسدارځواکونو دغه عملیات “یو جدي خبرداری” بللی او زیاته کړې یې ده چې که پر ایران نور بریدونه وشي نو ددوی غبرګون به “لا ډېر پرېکنده وي.”
تردې مخکې سیمه کې دامریکايي ځواکونو قوماندانۍ (سنتکام) ویلي وو چې ددوی قواوو هرمز تنګي ته نږدې څلور هغه ایراني ډرونونه وویشتل چې ګواښ یې جوړ کړی وو او مخکې لدې چې پنځم ډرون وولي بندرعباس ته نږدې یې د ډرنونو د توغولو یوه دستګاه هم په نښه کړه.
امريکايي ځواکونو وویل چې دغه اقدامات “ سنجول شوي، بشپړ دفاعي، او د اوربند د ساتلو لپاره ترسره شوي” دي.
کییف له واشنګټن څخه د نورو پیټریوټ دفاعي سیستمونو غوښتنه کوي
داوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي په یوه بېساري او مستقیمه غوښتنه کې له ولسمشر ټرمپ او د امریکا کانګرس څخه غوښتي چې اوکراین د «پیټریوټ» دافع هوا نورو سیستمونو ته ځکه بیړنۍ اړتیا لري چې روسیې پر اوکرایني ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه زیات کړي دي.
زېلېنسکي په خپل پنځه مخیز لیک کې چې سپینې ماڼۍ او کانګرس ته استول شوی، ویلي چې د اوکراین د ملکي وګړو د ساتنې امکانات اوس تر ډېره امریکايي«پیټریوټ» سیستمونو پورې تړلي دي.
زیلنسکي وايي چې بالستیک توغندي د روسیې په لاس کې د جګړې د برلاسي پاتې وسله ده.
په واشنګټن کې د اوکراین سفیرې اولها ستیفانیشنا د چهارشنبې په ورځ د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل چې د کییف د پیغام موخه دا وه چې بدلېدونکو ډیپلوماټیکو څرګندونو د جګړې پر اصلي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راوستی.
هغې وویل: "واقعیت دا ده چې پر ځمکه وضعیت کې کوم بدلون نه دی رامینځ ته شوی. خلک مري."
زېلېنسکي په هغه لیک کې چې متن یې ازادي راډیو ترلاسه کړی، لیکلي چې د جګړې په ترڅ کې، چې "د ډېرو خلکو د ژوند برخلیک" پکې ټاکل کېږي، د پېټریوټ دفاعي سیستمونه لا هم "د روسیې د هر ډول بالستیک توغندیو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه دفاع" ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت لا هم اوکراین ته له لویو مستقیمو پوځي مرستو ډډه کوي، او پر ځای یې یو میکانیزم څخه کار اخلي چې له مخې یې د ناټو متحدین د اوکراین لپاره د امریکا پوځي سیستمونه پېري.
مسکو د کابل او اسلام اباد د لانجې د حل لپاره لیوالتیا څرګندوي
د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الیکسندر وینیډیکټوف ويلي مسکو دافغانستان او پاکستان دسرحدي وضعیت په حل کې علاقمندي لري او چمتو ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
وینیډیکټوف د چهارشنبې په ورځ د روسې پلازمینه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ازاد سجاد خان ته ویلي :" موږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي وضعیت عادي کېدو ته علاقمندي لرو، او هیله لرو چې دواړه خواوې به وکولای شي خبرې اترې بېرته پیل کړي او خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. که تاسو مناسب وګڼئ، موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. "
د انترفکس خبري اژانس په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې پاکستاني چارواکي ددغه وړاندیز په ځواب کې څه ویلي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ لارې او ګودرونه د اکتوبر میاشتې له نښتو راهیسې تړل شوي دي او سوداګري یو مخ بنده ده چې د دواړو هیوادونو ولسونو او سوداګرو ته یې لوی زیانونه ارولي دي.
سره لدې چې د وضعیت د حل لپاره په قطر، سعودي عربستان ، ترکیې او چین کې خبرې شوي خو تراوسه کومه ټاکلې نتیجه نه ده ورکړې.
افغاني سره میاشت زرګونو کورنیو ته د قرباني د غوښې د ویش خبر ورکوي
افغاني سره میاشت کابل ، پروان او میدان ورګ ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو ته د قرباني د غوښې د ویش خبر ورکوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنجشنبې په خبرپاڼه کې وویل چې دقرباني ۱۱ ټڼه غوښه پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ویشل شوې.
خبر زیاتوي چې دغه غوښه د ترکیې د سرې میاشتې لخوا چمتو شوې وه او هرې کورنۍ ته ۵ کیلو غوښه ورکړل شوې.
کابل کې ۶۰۰ کورنیو ، پروان کې ۸۰۰ کورنیو او میدان وردګ کې هم ۸۰۰ کورنیو ته د لوی اختر په مناسبت دغه خوراکي مرسته ویشل شوې ده.