د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۸

د فرهاد دریا او نغمې د مشهورو اختريز سندرو تر شا کیسه څه ده؟

افغان سندغاړی فرهاد دریا وايي، یو شمیر ملګري او دوستان یې دا سندره ( وطندار ګلم عیدت مبارک!) د اختر د ملي سرود په توګه پېژڼي.

دغه سندره لسیزې مخکې د باران د موسیقۍ د ډلې له خوا ویل شوې وه چې فرهاد دریا یې مشر او اسد بدیع، مختار مجید، جاوید راهي او وحید صابري یې غړي وو.

سیر د دې لپاره چې ما بوخت وساتي تبله وهل یې پیل کړل، همدا د وطندار ګلم د سندرې ریتم یې په تبله کې ووهلو، زه چې د تیاریو چرتونو کې ډوب وم، یو وار د تبلې ضرب زما پام ځانته واړولو، نو یو ناپاڅه مې د وطندار ګلم عیدت مبارک سندره په خوله راغله، نو کمپوز او شعر مې همغلته جوړ کړ
فرهاد دریا

خو دا سندره څنګه جوړه شوه، فرهاد دریا یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" د باران کلونه وو، باران په ورېدو او خپل جوش کې و، له اختر دوه، درې ورځې مخکې، یاد دې ژوندی وي، د مختار مجید لیدو ته د دوی کورته ولاړم، چې اختر ته د باران تیاری ونیسو، ورور یې سیر مجید چې د موسیقي له مینانو څخه و او دی، دا په کور کې و، غږ یې وکړ، چې راشه مختار هم څو دقیقې وروسته راځي، ولاړم، سیر د دې لپاره چې ما بوخت وساتي تبله وهل یې پیل کړل، همدا د وطندار ګلم د سندرې ریتم یې په تبله کې ووهلو، زه چې د تیاریو چرتونو کې ډوب وم، یو وار د تبلې ضرب زما پام ځانته واړولو، نو یو ناپاڅه مې د وطندار ګلم عیدت مبارک سندره په خوله راغله، نو کمپوز او شعر مې همغلته جوړ کړ. "

فرهاد دریا زیاتوي، دا سندره بیا ورسته د ډلې د نورو غړو سره د ناستې په نتیجه کې بشپړه شوه، چې دا دې څو نسله یې اوري او خوښوي یې.

د دې تر څنګ د سندغاړې ښاپیرۍ نغمې اختري سندره ( مبارک دې شه اختر نوي کالي دې مبارک!) چې دا هم لسیزې مخکې ویل شوې، یوه له هغو سندرو ده چې ډیر لیدونکي او اورېدونکي لري.

نغمه د خپلې دې سندرې په اړه وايي:

"بعضی سندرې چې شاعري یې هم ښه وي او کمپوز یې هم ښه وي، موسیقي یې هم ښه وي نو هغه تل پاتې وي، دا سندره ځکه تل پاتې ده چې هم یې شاعري ښه شوی ده، د بابرزي صیب شعر دی، هم یې کمپوز، هم یې موسیقۍ ښه ده او هم یې سندرغاړې ښه ده. "

که څه هم په افغاتستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو او د دوی له خوا د موسیقۍ په خپرولو او اورېدلو له بندیز ورسته، اوس په اخترونو کې دا سندرې اوس له رسنیو نه خپرېږي او خلک یې په ښار او بازار دغه شان ښايي په موټرو او ان کورونو کې هم له اورېدو بې برخې دي، خو له افغانستان بهر لا یې هم ډیری افغانان په ځانګړي ډول د اختر په ورځو له نړیوالو او جلا وطنو رسنیو، او دغه شان د یوټیوب پر مټ ګوري، اوري او خوند ترې اخلي.

XS
SM
MD
LG