د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۸

خبرونه

له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې

ارشیف
ارشیف

چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.

د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ کیمپ ډیویډ کې دایران د مذاکراتو په اړه د کابینې کمسارې غونډه دایروي

د متحدو ایالاتو ولسشمر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسشمر دونالد ټرمپ

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر، د چهارشنبې په ورځ د خپلې کابینې له غړو سره کمپ ډېوېډ کې یوه کم‌سارې غونډه ترسره کړي.

داغونډه په داسې مهال کیږي چې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په وینا، د ایران اړوند مذاکرات یوې حساسې مرحلې ته نږدې شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې د کمپ ډېوېډ انتخاب، چې د مریلینډ په غرنیو سیمو کې یو لیرې پروت استوګنځی دی او ټرمپ د پخوانیو ولسمشرانو خلاف لږ ورغلی، د خبرو اهمیت په ګوته کوي.

بلخوا د نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران موضوع به د دې غونډې اصلي محور وي او د کابینې ټول غړي به پکې ګډون ولري.

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې له تهران سره د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نږدې ده، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که خبرې ناکامې شي، پر ایران د امریکا بریدونه بېرته پیل کېدای شي.

راشد خان به د هند په وړاندې ټیسټ لوبه کې ګډون ونکړي

د افغانستان او نړۍ د کریکټ ستوری راشد خان ، ارشیف
د افغانستان او نړۍ د کریکټ ستوری راشد خان ، ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری سپین بالر راشد خان به راتلونکې میاشت له هند سره په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي، خو د درې یو ورځنیو لوبو (ODI) لړۍ لپاره په لوبډله کې شامل دی.

۲۷ کلن راشد خان ته سپارښتنه شوې چې د خپل کاري فشار د مدیریت لپاره د اوږدې بڼې (ټېسټ) کرکټ ځکه کم کړي چې د شل اوریزو بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېږي.

مصدوم شوی اوپنر ابراهیم زدران هم ټېسټ لوبه کې ګډون نه شي کولی. دغه ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په نیو چندیګړ کې ترسره کیږي.

حشمت الله شهیدي به د ټېسټ لوبډلې او همدارنګه د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو مشري کوي.

رحمن الله زدران، بلال سمیع او ننګیالی خروټی د لومړي ځل لپاره د ټیست لوبې لپاره غوره شوي دي.

لیګ سپینر قیس احمد هم بیرته لوبډلې ته ستون شوی دی.

افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ټېسټ لوبو رسمي حیثیت ترلاسه کړی، تر اوسه یې یوازې یوه ټېسټ لوبه له هند سره کړې چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې وه.

حامد کرزی یوځل بیا د نجونو په مخ د ښونځیو د پرانیستلو هیله څرګندوي

د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی ، ارشیف
د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی ، ارشیف

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یوځل بیا هیله څرګنده کړې چې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې "ژرترژه "پرانیستل شي او میرمنو او روزلو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.

حامد کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي پیغام کې د هیواد ابادي ، ترقي او هوساینه، تعلیم او دې پورې تړلې چې "هر هیوادوال خپل وطن کې د خاوندتوب احساس وکړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي اوله بهرنیو او کورنیو فشارونو سره سره یې په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه لیدل کیږي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

نن افغانستان او اسلامي نړۍ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

مسجد الحرام کې د حج د مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو یو انځور ، ارشیف
مسجد الحرام کې د حج د مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ نن سهار د ځانګړو امنیتي تدابیرو په ترځ کې د اختر لمونځ ادا شو.

بلخوا سلګونه زره حاجیانو چې پرون یې عرفات کې تیره کړه نن یې د جمرو ویشتلو او قرباني ته مخه کړه.

د افغانستان شاوخوا ۳۰ زره حاجیان دسږني حج مراسمو کې ګډون لري.

سعودي چارواکي وايي سږکال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۱.۵ ملیون کسان دحج لپاره دغه هیواد ورغلي دي.

د سږني حج مراسم منځني ختیځ کې د سولې دهیلو سره وړمه ورځ پیل شول.

په داسې حال کې چې دایران او امریکا ترمینځ کړکیچ دوام لري او د حج له مراسمو مخکې په سعودي عربستان او د خلیج په نورو هیوادونو کې د ایران لخوا په غچ اخیستونکو بریدونو کې ځینې اهداف په نښه شوي دي، سعودي عربستان کې د مقدسو ځایونو دساتنې او د حاجیانو د ډاډمنتیا لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

روانه اوونۍ د مکې معظمې تودوخه ۴۵ درجې سانتي‌ګرادو ته رسېدلې، د سعودي روغتیايي کارکوونکو د حج پر مهال د تودوخې له امله د زیانمنو شويو حاجیانو د درملنې لپاره ګڼو طبي کلینیکونو ته د اکمالاتو رسولو لپاره له ډرون الوتکو هم کار اخیستی دی.

د ایران په اړه د امریکا د کابینې غونډه له سپینې ماڼۍ بهر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۲۷ مه) د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د خپلې کابینې له غړیو سره په کمپ ډیویډ کې غونډه وکړي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د میریلنډ په غرنۍ سیمه کې د جمهوري ریاست استوګنځي ته ولسمشر ټرمپ د مخکنیو ولسمشرانو برخلاف ډیر لږ ځي او دا د دې څرګندونه کوي چې دا خبرې حساسې دي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دې غونډې د اجنډا اصلي موضوع ایران دی او د کابینې ټول غړي به برخه پکې واخلي.

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي و چې له تهران سره د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر موافقه نژدې شوې ده خو که چیرته خبرې اترې ناکامه شي امریکا به یو ځل بیا پر ایران بریدونه پيل کړي.

کمپ ډیویډ ته ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دې دوهمه دوره کې تر دې یو ځل مخکې هغه وخت ورغلی و چې څو ورځې وروسته یې د فبروري په اته ویشتمه امریکایي ځواکونو پر ایران برید وکړ.

طالبانو د افغانستان له زندانونو یوشمیر بندیان خوشي کړل

ارشیف
ارشیف

طالبانو د لوی اختر په مناسبت تر زرو ډیر کسان له زندانونو خوشي کړې دي. د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سترې محکمې له تایید او منظورۍ وروسته یو زر یو سل او یو نوي بندیان د افغانستان د مختلفو ولایتونو له بېلابېلو زندانونو خوشي شوې دي.

په دې بیان کې د خوشي شویو کسانو د جرمونو په اړه څه نه دې ویل شوي.

ازبکستان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه

ارشیف
ارشیف

ازبکستان په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره دوه سوه ټنه بشري مرسته وکړه.

افغانۍ سرې میاشتې د سې شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا مرسته یې دوی ته سپارلې ده او په دې مرسته کې د وریجو، اووړو، بورې او غوړیو په شمول یوشمیر خوراکي مواد شامل دي چې په بلخ ولایت کې به یې پر سیلاب ځپلیو کورنیو وویشي.

د ملګرو ملتو د کډوالو نړیوال سازمان( ای او ایم) د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له لس زره ډیرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوې دي.

ایرلنډ له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ

د ایرلنډ پلازمېنه ډبلین
د ایرلنډ پلازمېنه ډبلین

ایرلنډ له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه. اوچا یا د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سه شنبه( د مې ۲۶ مه) پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې دا بشري مرسته ده چې دوی ته یې سپارلې ده.

اوچا څرګندوي چې پر دې پیسو به په افغانستان کې د یوشمیر اړمنو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.

د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".

د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.

د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG