د افغانستان د فوټبال له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله به د جمعې په ورځ (د ثور میاشتې په ۲۵مه) د کوربه هېواد تاجکستان پر وړاندې لوبه وکړي.
دا به د منځنۍ اسیا د «کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه وي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې خپلې دوې لوبې پر ازبکستان او ترکمنستان بایللې دي.
د افغانستان وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ (د ثور میاشتې په ۲۷مه) د قرغیزستان پر وړاندې وي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ګډون لري.