د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۹

طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کښت پر سر په شخړه کې د ۲ تنو وژل کېدا تایید کړه

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو تایید کړې چې د دوی د ځواکونو او د سیمې د خلکو ترمنځ د کوکنارد د کښت پر سر په نښته کې دوه تنه، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

د طالبانو د ځايي چارواکو او سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دغه نښته د جمعې په ورځ د غويي په ۱۸مه د ارګو ولسوالۍ په آتن‌جلو سیمه کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو نښتو په لومړۍ ورځ یو ماشوم وژل شوی و او نن، د شنبې په ورځ، د نښتو په دوام کې یو بل کس هم وژل شوی دی.

د هغه په وینا، نښته هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو ځواکونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره سیمې ته تللي وو، خو د سیمې خلکو او بزګرانو هڅه وکړه چې د دوی مخه ونیسي.

کامګار ویلي: «امنیتي ځواکونه هڅه کوي هغه کسان وپېژني چې په دغو ګډوډیو کې یې پر خلکو مستقیم ډزې کړي او د دغو دوو کسانو د وژل کېدو سبب شوي، څو قانون ته وسپارل شي.»

د طالبانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند: «امنیتي ځواکونه هڅه کوي هغه کسان وپېژني چې په دغو ګډوډیو کې یې پر خلکو مستقیم ډزې کړي

هغه زیاته کړه چې د اعتراضونو او نښتو په دوهمه ورځ، د سیمې خلکو د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره د فیض‌آباد ـ کشم لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، خو ادعا یې وکړه چې اوس دا لاره د دیني عالمانو او د سیمې د مخورو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوې او نښتې پای ته رسېدلې دي.

د ارګو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم ازادي راډیو ته ویلي چې د نښتو په لومړۍ ورځ د طالبانو په ډزو یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

دغه کس، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

«حکومتي ځواکونه د تریاکو (کوکنارو) د له منځه وړلو لپاره راغلي وو، څو کسان ټپیان شول او یو کس ووژل شو، او اعتراضونه لا هم دوام لري.»

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د معترضانو نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه شوه.

تر دې مخکې هم د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې ځايي خلکو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره نښتې کړې وې.

په وروستي مورد کې، د تېر کال د سرطان په میاشت کې د خاش ولسوالي اوسېدونکي له طالبانو سره ښکېل شوي وو.

هغه مهال د طالبانو ځايي چارواکو پرته له دې چې کره شمېرې وړاندې کړي، د مرګ‌ژوبلې پېښېدل تایید کړي وو، خو غیررسمي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې لږ تر لږه ۱۵ ځايي اوسېدونکي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي وو.

ازادي راډیو نه شي کولای دغه شمېرې په خپلواکه توګه تایید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د تېر کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي په بدخشان ولایت کې د نشه‌یي موادو، په ځانګړي ډول د کوکنارو د کښت او کانونو له لارې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې په یوه فرمان کې د کوکنارو کر، د تریاکو تولید او قاچاق ناقانونه اعلان کړل او بندیز یې پرې ولګاوه.

د افغانستان د کوکنارو د کر تازه شمېرې نه دي خپرې شوې، خو د ملګرو ملتونو د نشه‌یي موادو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) وروستۍ سروې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کښت د وړم کال (۲۰۲۴) پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG