خبرونه
سيایناین: ټپي مجتبي خامنهيي د جګړې د ستراتیژۍ په ټاکلو کې مرسته کوي
سياېناېن تلویزیوني چاینل د امریکا د استخباراتي ارزونې پر بنسټ، راپور ورکړی چې مجتبی خامنهيي د اسراییل په برید کې سخت ټپي شوی، خو لا هم د جګړې د ستراتیژۍ په ټاکلو کې له جګپوړو چارواکو سره همکاري کوي.
د سياېناېن دا راپور، چې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۹مه خپور شوی، د هغو امریکايي چارواکو له معلوماتو جوړ شوی چې د ایران د نوي مشرتابه په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو له ارزونو خبر دي.
د دې استخباراتي ارزونې له مخې، که څه هم تر اوسه لا روښانه نه ده چې په اوسني حکومت کې وروستۍ پرېکړه د چا لهخوا کېږي، خو مجتبی خامنهيي له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو په مدیریت کې «احتمالاً رول لري او مرسته ورسره کوي.»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سینټکام: د ایران د بندرونو د محاصرې له پیل راهیسې یې د ۵۸ سوداګریزو کشتیو مخه نیولې ده
د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سینټکام وايي چې د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د پيل راهیسې یې تر اوسه ۵۸ سوداګریزې بېړۍ دې ته اړې کړې چې خپله لاره بدله کړي.
سینټکام د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د وري له ۲۴مې نېټې راهیسې تر اوسه څلور ایراني بېړۍ "غیرفعالې کړې څو د ایران بندرونو ته د هغوی د ننوتلو یا وتلو مخه ونیسي".
د ایران سمندري محاصره په داسې حال کې دوام لري چې ایران لا هم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی. د امریکايي چارواکو په وینا ټاکل شوې وه چې دغه ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپارل شي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا "د ازادۍ پروژه" عملي کړي.
بنو کې موټر بم او ډله ییز برید ۱۴ پولیس وژلي دي
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم او ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوه مسول سجاد خان په حواله دغه ارقام خپاره کړي.
راپورونه وایي برید پرون شنبه د پولیسو د مرکز مخته په موټربم سره پيل شو او وروسته یوه ډله نور وسله وال د پولیسو مرکز ته دننه شول.
برید کې د لږ تر لږه ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
د اتحاد المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې دوې ورځې پرله پسې د ورښتونو او سیلونو اټکل شوې
ټاکل شوې ده چې یکشنبه او دوشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
دا وړاندوینه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ وکړه.
د دې بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د ورښتونو امکانات شته.
په ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.
کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمیت پیژندنې هڅې کوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پر کلیو بانډو د پاکستان له خوا پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او داسې ښکاري چې د دې فشارونو هدف دا دی چې سیمه ییز خلک وهڅوي چې د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو د حل لپاره اړوندو پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي.
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا هم ولیکل چې د وضعیت په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو شمیر قومي مشرانو ترمنځ د "سولې تړون" په نوم اسناد لاسلیک شول، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې تړون تایید او هرکلی وکړ.
کرزی وایي چې دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې د مشروعیت لپاره یوه هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد یو عمل دی.
د نورستان او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو د وري په څلرویشتمه جرګه وکړه، بیا دوې اونۍ وروسته د کونړ او د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه وکړه. په دې جرګو کې پریکړه وشوه چې په سیمه کې به اوربند وي او د افغانستان او پاکستان ځواکونه به سرغړونه نه کوي.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم عمره لوبډله تاجکستان ته ولاړه
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د شنبې په ورځ په فیسبوک کې ولیکل چې دا لوبډله به د مرکزي اسیا « کافا» د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ کلنو کم عمره اتلولۍ په سیالیو کې برخه واخلي.
دغه سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې پکې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان سره وکړي.
بریتانیا د هرمز تنګي د پرانیستو هڅې کوي
برتانیا اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې د بار وړلو د حفاظت لپاره له هر بل نړیوال ماموریت مخکې به منځني ختیځ ته یوه جنګي بېړۍ واستوي.
د برتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند د شنبې په ورځ (د می ۱۹مه) فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ( ایچ- ایم- ایس ډراګن) جنګي بیړۍ ځای پرځای کول د څو هیوادونو د ایتلافي پلان برخه ده چې مشري یې بریتانیا او فرانسه په مشترک ډول کوي.
د اپریل په میاشت کې په لندن کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې چې له ۴۴ څخه زیاتو هیوادونو پکې ګډون کړی و، د فرانسې او بریتانیا په مشرۍ ایتلاف جوړ شو او پر دې بحث وشو چې څرنګه په هرمز تنګي کې کښتۍ ازادانه تګ راتګ کولی شي او دې ته زمینه برابریدلی شي.
د فبروري په اته ویشتمه پر ایران د امریکا او اسراییل له برید څخه مخکې د ټولې نړۍ له پنځو یوه برخه تیل د هرمز تنګي له لارې تیریدل، خو په وروستیو میاشتو کې له دې لارې د تیلو صادرات په بېسارې ډول کم شوې دي.
په اوکراین کې دوه تنه جګړه ځپلي څاروي ژغوري
پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې، په اودیسا ښار کې دوه وترنران لیونید ستودیانوف او والنتانیا ستودیانوف خپل ژوند د جګړې له امله د ټپي شویو او پریښودل شویو څارویو ژغورنې ته وقف کړ.
لیونید او والنتینا د ازادي راډيو اوکرایني څانګې ته وویل چې د جګړې په پيل کې دوی ټي شوي او پریښودل شوي څاروي خپل کلینیک ته راوړل خو ډیر ژر د جګړې لومړۍ کرښې ته د څارویو د ژغورنې لپاره ولاړل.
دې جوړې د هغو بیزوګانو او زمریانو په ګډون چې په ژوبڼ کې ژغورل شوي وو، درملنه کړې او د ډیرو نورو څارویو غم یې خوړلی دی. همداراز یې هغه مرغان چې د سمندرغاړي په تیلو لړلو خټو کې بند پاتې و، ژغورلي دي. دوی له اوکراین څخه بهر د سلګونو څارویو لپاره نوي کورونه هم موندلي دي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین بشپړ یرغل پيل کړ چې د دې جګړې له امله هم ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، هم ډیر مالي زیانونه اوښتي او هم د جګړو په سیمو کې د څارویو او مرغانو ژوند یې سخت اغیزمن کړی دی.
ټرمپ: که د ایران له لوري کوم مثبت اقدام ونه شي، ښايي «د ازادۍ پروژه» بیا پيل کړي
ټرمپ: که د ایران له لوري کوم مثبت اقدام ونه شي، ښايي «د ازادۍ پروژه» بیا پيل کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ښايي تر شپې پورې د ایران له لوري د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي و چې واشنګټن تمه لري ایران به د جمعې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب وسپاري.
روبیو ویلي و: «وګورو چې په دې ځواب کې څه شامل دي. زموږ هیله دا ده چې داسې څه وي چې موږ یوې جدي مذاکراتي پروسې ته داخل کړي.»
خو د شنبې تر غرمې پورې لا هم د امریکا د وړاندیز او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ایران د رسمي ځواب خبر نه و خپور شوی.
ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي و: «داسي ښکاري چې نن شپه به یو لیک ترلاسه کړم، وګورو چې څه پېښېږي.»
د امریکا ولسمشر، چې د سپینې ماڼۍ په انګړ کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، ګواښ وکړ چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا «د ازادۍ پروژه» عملي کړي.
د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې ۴ افغانان بریالي شوي
د درو ښځو په ګډون ۴ افغانان د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې بریالي شوي دي.
د کارګر ګوند غړي پیمانه اسد، رابعه نسیمي او شهیره کریمي د لندن او عبدال بوستاني د ګلاسګو د سیمهییزې شورا په ټاکنو کې بریالي شوي دي.
د لندن د سیمه ییزې شورا انتخابات د پنجشنبې په ورځ وشول.
پیمانه اسد له هغو رایه ورکوونکو مننه کړې چې د درېیم ځل لپاره یې بیا هغې ته رایه ورکړه.
هغې د دغو ټاکنو د ستونزو په اړه لیکلي: «ځینو خلکو به راته ویل چې زه ریښتینې مسلمانه نه یم، ځکه چې د دوو دولتونو پر حللارې باور لرم. ما ته به یې صهیونیسته ویل، او ځکه چې پلار مې د افغانستان پښتون دی، طالبان به یې راته ویل. همداراز، د بهرني سیاست په اړه د خبرو کولو له امله به یې د چوپولو لپاره د مرګ ګواښونه راته استول.»
مېرمن اسد ټینګار کړی: «ما دا ټول بریدونه وزغمل او د درېیم ځل بریا مې ترلاسه کړه. ان تر دې چې د تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په سر کې راغلم.»
د بریتانیا د پنجشنبې ورځې د ټاکنو پایلې ښيي چې د صدراعظم کییر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند، د انګلستان په سیمهییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز په رایهاچونو کې له پراخې ماتې سره مخ شوی دی.
په مقابل کې، د «ریفرم یوکې»، د سکاټلنډ ملي ګوند، د وېلز «پلاید کامري» ګوند او زرغون ګوند په یو شمېر حوزو کې پرمختګ کړی دی.
دا ټاکنې د انګلستان د ۱۳۶ سیمهییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز د سیمهییزو پارلمانونو لپاره ترسره شوې وې، او د ۲۰۲۹ کال تر عمومي ټاکنو مخکې د کارګر حکومت لپاره د عامه افکارو تر ټولو مهمه ازموینه بلل کېږي.