د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۴

افغانستان

په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت په اړه په اوتاوا کې د یادڅلي د جوړیدو کارونه ځنډیلي

په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي.

د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي.

د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی و، په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید. په دې موده کې د کاناډا ۱۵۸ پوځیان وژل شوي او له دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ریچارد لیندسي :د نجونو د حقوقو څخه د نارینه‌وو ملاتړ مهم دی

ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي وايي د ښځو او نجونو د زده‌کړې د حق په ملاتړ د نارینه‌وو درېدل د افغانستان د ټولو وګړو د پرمختګ لپاره مهم دي.

ښاغلي لیندسي د پنجشنبې په ورځ ( غویي په ۱۷مه)، د مطیع‌الله ویسا لخوا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د ګټلو په مناسبت، په اېکسپاڼه لیکلي چې دا بریا ښيي چې د افغانستان نارینه د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي.

مطیع‌الله ویسا د چهارشنبې په ورځ د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د نږدې ۱۹ زره ځوانانو په رایو د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

دا جایزه د فرانسې د نورماندي سیمې او د نړیوالو بشري حقونو او سولې انسټیټیوټ له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

طالبانو واک ته له ستنیدو وروسته، تقریبا پنځه کاله کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونواو ښځو پر مخ تړلي.

سوداګره میرمن لیلما بدخشان کې په ډزو ووژل شوه

په بدخشان کې د وژل شوې سوداګرې میرمنې لیلما انځور چې ازادي راډیو ترلاسه کړی
په بدخشان کې د وژل شوې سوداګرې میرمنې لیلما انځور چې ازادي راډیو ترلاسه کړی

یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمه‌ییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسله‌وال کس له خوا وژل شوې ده.

د جنازې په ویډیو کې سیمه‌ییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.

دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړه، خوماشوم یې ژوندی پاته شوی.

د سرچینې په وینا، لیلما په دې بازار کې د یوه رستورانت مدیره او د خیاطۍ د یوه ورکشاپ مسؤله وه چې د آغاخان دفتر له خوا جوړ شوی و.

تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی.

د یوناما د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې د دغو افغانانو شمیر چې دا اونۍ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي، ۴۹۱ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا دغه افغانان چې کورنۍ او یوازې کسان پکې شامل دي، په هغه هیواد کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي و. وزارت همدارنګه ویلي چې دوی د نوم لیکنې د پروسې له بشپړیدو او د مرستو له ترلاسه کیدو وروسته بیرته خپلو اصلي سیمو ته واستول شول.

د راپورونو له مخې تیره اونۍ هم له پنځه سوو زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او بیرته افغانستان ته ستانه شوي و.

د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه

له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.

د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.

په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتین‌کول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.

راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.

د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې

لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف
لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .

د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.

د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.

دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.

د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي

د ازبکستان پلازمېنه- تاشکند
د ازبکستان پلازمېنه- تاشکند

ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.

د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.

د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.

د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي

هرات. ارشیف- 06.08.2022
هرات. ارشیف- 06.08.2022

په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.

دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.

د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.

په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

بدخشان- ارشیف
بدخشان- ارشیف

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.

د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".

دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.

دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG