خبرونه
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په یو کال کې تر ۶۵۰ زره ډېر افغاني پاسپورټونه وېشل شوي
د طالبانو حکومت وايي، په تېر یو کال کې په ټول افغانستان کې تر ۶۵۰ زره ډېر عادي پاسپورټونه وېشل شوي او تر ۱۶ زره د زیاتو بهرنیو وګړو ویزې تمدید شوې دي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیخ الله مجاهد پرون وویل، د احصایې او معلوماتو ادارې نژدې ۲ میلیونه برېښنايي او شاوخوا ۱ میلیون کاغذي تذکرې وېشلې دي. همداراز د پاسپورټ د غوښتنلیک فورمه له ۹ پاڼو یوې پاڼې ته راکمه شوې ده.
دا څرګندونې په داسي حال کې شوي چې لا هم ډېر افغانان په ځانګړي ډول د برېښنايي تذکرو په ترلاسه کولو کې د ستونزو او ځنډ خبره کوي.
ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره نوي شرطونه کېښودل
ایراني چارواکو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره نوي او پراخ شرطونه مطرح کړي دي. د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه به هرمزتنګی خلاص نه شي چې امریکا خپل دریځ او چلند بدل نه کړي.
ایران د جګړې او بریدونو د پای ته رسېدو، د امریکا د پوځي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د جګړې د زیانونو د بشپړ جبران، د بندیزونو د لغوه کېدو او د د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران او مسقط په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د مسیر او حقوقي مدیریت په اړه هوکړې ته ډېر نژدې شوي دي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه لومړی د یوه موقتي مسیر پر جوړولو خبرې کوي چې وروسته به د دایمي مسیر لپاره بنسټ وګرځي.
سعودي د ارامکو په تاسیساتو کې لګېدلی اور مړ کړ
د سعودي عربستان د جیزان په سیمه کې د ارامکو د تېلو په تاسیساتو کې لګېدلی اور د یکشنبې په ورځ ووژل شو او د پېښې له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
یمني حوثیانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې تاسیسات یې د بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړي دي. جیزان د یمن پولې ته نژدې موقعیت لري او حوثیانو ته نژدې دی.
د جیزان د تېلو چاڼځای هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ زره بېرله اوومه تېل پروسس کوي او پټرول او ډیزل تولیدوي.
د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه سیالي کې مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلنډ لوبډلې نن په بلفاست کې په درېیمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.
دواړه لوبډلې ۵ یو ورځینۍ مسابقې کوي. د دوی ترمنځ لومړۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې لغوه شوه خو د جمعې په ورځ دوهمه سیالي د افغانستان لوبډلې د ۹۲ منډو په لوړ توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره راشد خان د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ وکړې.
د آیرلنډ په کوربه توب د دې سیالیو درېیمه نن د افغانستان په وخت د ماسپښین په پنځلس باندې دوه بجې پیلېږي.
په هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په لګښت د سمنټو فابریکه جوړېږي
په هرات کې پرون (یکشنبه) د خصوصي سیکتور له لوري د ۱۴۳ میلیون ډالرو په لګښت د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.
فابریکه به د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې جوړه شي او ټاکل شوې چې په دوو کلونو کې بشپړه شي.
دا فابریکه به هره ورځ شاوخوا ۳ زره ټنه سمنټ تولید کړي او نژدې ۵ زره کسانو ته به د کار مستقیم او غیرمستقیم زمینه برابره کړي. چارواکي وايي، د دې پروژې موخه د سمنټو د کورني تولید زیاتول او پر وارداتي سمنټو د افغانستان د اتکا کمول دي.
په غزني کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې ۲ ماشومان وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي
په غزني ولایت کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې ۲ ماشومان وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،"پېښه پرون شنبې د څلورمې حوزه اړونده په نوغي کلي کې شوې ده".
د خبرپاڼې پر اساس، ماشومانو له یوې پخوانۍ مرمۍ سره لوبې کولی چې پرې وچاودیده.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دوو ماشومانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د ټپي ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه جزییات ورکړل شوي نه دي.
د ماشومانو د ساتنې صندوق یونیسف د روان کال د حمل د میاشتې په یو راپور کې ویلي و،" په تیر یو کال کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودانې له کبله ۳۳۸ ماشومانو وژل شوي دي".
ماینونه او ناچاودي مهمات د افغانستان د کلونو جګړو میراث دی چې لا هم هر کال د لسهاوو کسانو ژوند اخلي.
ترکیه: د مکې دفاعي تړون د ایران خلاف نه دی
ترکیه وايي، د مکې دفاعي تړون د ایران خلاف نه دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ وویل،" د ترکیې، پاکستان او سعودي ترمنځ لاسلیک شوی دفاعي تړون که څه د ناټو تړون ته ورته دی خو د ایران خلاف نه دی".
د هغه په وینا، دا تړون د هیڅ هېواد خلاف نه دی او یوازینۍ موخه يې د دغو درېیو هېوادونو د امنیت خوندي کول دي.
سعودي، ترکیې او پاکستان د تیرې جمعې په ورځ په مکه ښار کې یو دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د تړون له مخې،" له دې درېیو هېوادونو پر هر یو يې برید، پر درې واړو برید ګڼل کیږي".
دا درې هېوادونه په داسې حال کې دفاعي تړون لاسلیکوي چې په منځني خیتځ کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له کبله وضعیت ترینګلی دی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۹ خصوصي پوهنتونونو فعالیت وځنډاوه
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۹ خصوصي پوهنتونونو فعالیت وځنډاوه.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغو پوهنتونونو فعالیت د "خیالي محصلینو" او اداري سرغړونو له کبله ځنډول شوی دی.
دغه وزارت نن یکشنبې پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، په جوزجان کې د "برلاس" په بلخ کې د "راه سعادت" او "ترکستان" په بدخشان کې د "برنا" او "ازهر" په فاریاب کې د "رشاد" او په کابل کې د "پیام" پوهنتونونو فعالیتونه د یو کال لپاره ځنډول شوي دي.
وړاندې راغلي، په کندوز کې د "کهندژ" او په تخار کې د "خانه دانش" پوهنتونونو د فعالیت جواز لغوه شوی دی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، دغو پوهنتونونو د زده کړو امکانات نه درلودل او هغه نصاب په کې تدریس کیده چې د لوړو زده کړو وزارت نه وو تایید کړی.
تراوسه د دغو پوهنتونونو مسوولینو د طالبانو د پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونه او موسسې په افغانستان کې په رسمي ډول فعالیت لري.
د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ټیمونو ترمنځ دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ په بلفاست کې ترسره شي.
دا لوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ د قیقو پیل شي.
د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې او دوهمه لوبه یې د جمعې په ورځ ترسره شوه.
افغانستان دا لوبه د ۹۲ منډو په توپیر وګتله. ابراهیم ځدراڼ او راشدخان په دې لوبه کې ښه وځلیدل. ابراهم ځدراڼ ۸۲ منډې وکړې او راشد خان شپږ ویکټې واخیستې.
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ به د اګسټ تر۱۵ دوام وکړي.
ایران وایي، د هرمز تنګي بیرته پرانیستل په امریکا پورې تړلي دي
ایران د شنبې په ورځ وویل، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د کشتیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د یوه نوي میکانیزم پر سر هوکړه، لازماً په دې معنا نه ده چې دغه لاره به بېرته پرانیستل کیږي.
د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یوه ویاند وویل، مخکې له دې چې هرمزتنګی پرانستل شي متحده ایالات باید د ایران غوښتنې ومني.
هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې له عمان سره له روانو خبرو ځان لرې وساتي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې واشنګټن په دغو خبرو اترو کې ښکېل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې تهران او مسقط د یوې هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.
عراقچي وویل، د خبرو هدف دادی چې له هرمز تنګي څخه د کشتیو د تېرېدو یوه نوې، لنډمهاله لاره رامنځته شي.