خبرونه
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادو استازیو پر اقلیمي بدلون خبرې وکړې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د « غرونه او اقلیمي بدلونونه» په نوم غونډه کې د اقلیمي بدلون اغیزې وارزول شوې، همداراز د اوبو او طبیعي سرچینو د ګډ مدیریت پر مساله بحث وشو او ټینګار وشو چې سیمه ییزه همکاري پياوړې شي.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده
د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادو او یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د استانې په غونډه کې د افغانستان په څېر غرنیو سیمو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وشوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.
د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".
د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.
د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.
طالبانو د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان ازاد کړل
د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان راخوشي کړي.
د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند نسیم لالهاند نن سه شنبې رسنیو ته په غږیز پیغام کې ویلي" د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان راخوشي شول".
د دې ادارې په خبره، دغه کسان د یو شفاف بهیر له مخې راخوشي شوي څو وکولی شي د اختر خوشالۍ له خپلو کورنیو سره ولمانځي.
روبیو: ایران سره هوکړې ته رسیدل ممکن "څو ورځې" ونیسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، ایران سره هوکړه ته رسیدل ممکن "څو ورځې" ونیسي.
هغه نن سه شنبې وویل،" یوه قوي اجماع او د هوکړې لومړنۍ مسوده شتون لري، د هوکړو په اړه ډیر وختونه داسې کیږي چې د یوې جملې یا کلمې په اړه اختلافات ممکن څو ورځې وخت ونیسي څو هوکړه وشي، نو باید د دې توپیرونو د حل لپاره کار وکړو، کیدای شي یو ښه هوکړه ولرو یا يې ونه لرو".
تمه وه په همدې روانه اونۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه وشي.
د ایران او امریکا ترمنځ د سولې مذاکرات په داسې حال کې روان دي چې امریکايي ځواکونو پرون دوشنبې د ایران په جنوب کې پر یو شمیر کښتو بریدونه وکړل.
ستنګام ویلي، "په بریدونو کې هغه کښتۍ په نښه شوي چې هڅه يې کوله په هرمز تنګي کې ماینونه وکري".
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات پر غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا چهارشنبې د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه
د خبریالانو د ملاتړ یو سازمان افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه څرګندوي.
دافغانستان د رسنیو دملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې احمد جاوید نیازی ، منصور نیازی او عمران دانش چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوي له خپلو ترټولو ابتدايي حقوقو څخه هم محروم دي.
امسو د سرچینو په حواله زیاتوي چې دغه خبریالان د مدافع وکیل د استخدام او د خپلو کورنیو له غړو سره د لیدو کتو حق نه لري.
یاد سازمان وايي چې ۵ کسه نور خبریالان او درسنیو فعالان چې لدوی مخکې نیول شوي دي هغو هم د سخت فشار لاندې دي.
د طالبانو حکومت ددغو خبریالانو د نیولو په هکله رسما څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په خبریالانو باندې محدودیت او فشارونه زیات شوي دي او دخبریالانو دنیول کیدو پرله پسې پیښو اندیښنو ته لمن وهلې.
د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو او سیلابونو په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي
د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو او سیلابونو په نتیجه کې ۱۱ کسه مړه او ګن نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې اداره وايي دغه کسان پنجشیر، بغلان ، تخار او پکتیا ولایتونو کې د ورښتونو ، سیلابونو او تلندې او بریښنا له کبله مړه او ۱۵ نورتپيان شوي دي.
دیادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې رامینځ ته شوې او برسیره پردې ۱۰۷ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۰ کورونه په جزئي توګه ویجاړ شوي او ۲۷۸ جریبه کرنیزه ځمکه هم له مینځه تللې ده .
نوموړی زیاتوي چې په مجموع کې په دغو ولایتونو کې ۲۴۱ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې داقلیمي بدلون څخه ترټولو زیات اغیزمن شوي دي چې نتایج یې کله ناکله خلکوته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د رسمي شمیرو په اساس، د وري له شپږمې را هیسې څه دپاسه ۳۶۰ تنه د طبیعي پیښو له امله افغانستان کې مړه شوي دي.
افغان فوټبالره خالده پوپل دنړۍ د فوټبال د وتلیو ۱۶ څیرو په لیست کې شامله شوه
ملګرو ملتونو افغان فوټبالره خالده پوپل دنړۍ د فوټبال د ۱۶ وتلیو څیرو په لیست کې شامله کړه.
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په تبعید کې د افغان ښځو د فوټبال د ټیم دغه غړې او د فوټبال نور ۱۵ لوبغاړي او روزونکي د "اهدافو لپاره د فوټبال" ترعنوان لاندې لیست کې شامل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي دغه کسان دثبات، جنسیتي برابري، شمولیت او بشري حقوقو لپاره د غیررسمي سفیرانو رول لوبوي.
دغه لیست د مې په ۲۵ مه د فوټبال د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان شو.
خالده پوپل دافغانستان دښځینه فوټبال د پیژندل شویو لوبغاړو څخه ده چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم یې تاسیس کړی دی.
خو واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ښځې له ګڼو ورزشونو او فوټبال څخه منع شوي دي.
خو له ګڼو هلوځلو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا)، د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې ومنله چې افغان ښځې په تبعید کې خپل ټیم جوړ او په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
ولسمشر ټرمپ ایران سره خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ او دسیمې له هیوادونو وغوښتل چې د "ابراهیم" تړون سره یوځای شي
د متحدوایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل تازه پیغام کې ایران سره په خبرو اترو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او په مذاکراتو کې دخیلو ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې ایران سره له محتملې هوکړې وروسته سملاسي د "ابراهیم" په نامه تړون سره یوځای شي.
د ابراهیم تړون یا ابراهیمي تړونونه هغه پلان و چې ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې د اسرائیلو او عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کیدو لپاره وړاندې کړی وو او وتوانید چې څو هیوادونه لکه متحد عربي امارات او بحرین دغه پلان ته وهڅوي.
اوس د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره هوکړه له همدغه پلان سره تړلی بللی او له نورو عربي هیوادونو او ترکيې څخه په ټکو یې «اجباري غوښتنه» کړې چې ژرترژره دغه پلان سره یوځای شي.
ان تردې چې له دغه پلان سره یې دایران دیوځای کیدو نظر هم وړاندې کړی دی.
خو تراوسه نه اسراییلو دې پیغام ته غبرګون ښودلی او نه هم هغو هیوادونو چې په دغه پیغام کې یې نومونه اخیستل شوي دي.
اکسیوس خبري سایټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ ددغو هیوادنو مشرانو سره په ټلفوني خبرو کې دا نظر په ناڅاپی توګه وړاندې کړ تردې چې دهیوادونو مشران د اوږدې شیبې لپاره چپ پاته شوي اوڅه یې نه دي ویلي.
سعودي عربستان، متحد عربي امارات، پاکستان، ترکیه، مصر، اردن او بحرین هغه هیوادونه دي چې مشرانو یا لوړ رتبه چارواکو یې په دغه تلفوني خبرو کې برخه اخیستلې.
په بلوجستان کې پر ریلګاډي د برید د قربانیانو شمیرله دیرشو اوښتی
د پاکستان په بلوچستان کې پریوه ریلګاډي د تیرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیرله دیرشو اوښتی.
پرون یکشنبې د دې ایالت په مرکز کویټه کې له چاودیدونکو موادو ډک موټر له یوه مسافروړونکي ریلګاډي سره ټکروکړچې د چاودنې په نتیجه کې یې د ریلګاډي د انجن په ګډون څو واګونونه له پټلۍ بې لاره او دوه واګونونه چپه شول.
چارواکو مخکې په دې پيښه کې چې مسولیت یې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي اخیستی، د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویاوو نورو د ټپي کیدو خبره کړې وه.
د دې ایالت دوو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د معلوماتو د شریکولو صلاحیت نه درلود او د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د دوشنبې په ورځ وویل چې د وژل شویو شمېر له ۳۰ څخه اوښتی دی.
دغه موټربم چاودنه پر هغه ریلګاډي شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي یې لیږدول.
د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه په دې برید کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دا برید د هغو پرله پسې حملو وروستۍ بېلګه ده چې پر اورګاډو، امنیتي ځواکونو او بنسټیزو تاسیساتو ترسره شوي دي.
په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد شوې دي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د سلګونو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له بیلابیلو زندانونو آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستانه شوې دي. د دې وزارت په خبره دغه افغانان د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او بندیان شوي وچې ۲۹۶ یې د تورخم او ۷۷ تنه یې د سپین بولدک له لارو هیوادته ستانه شوي دي. د دې وزارت په خبره له دوی سره لازمې بشري مرستې شوي او خپلو اصلي مینو ته استول شوي دي. که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.