خبرونه
د لبنان او اسراییلو استازي دامریکا په منځګړیتوب بیا خبرو ته سره کیني
دامریکا متحدو ایالاتو تایید کړه چې دلبنان او اسراییلواستازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوځل بیا خبرو ته سره کیني.
رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو سفیران د خپلو هیوادونو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې سره ګوري.
دمتحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددغو خبرو د لومړي پړاو کوربه وو چې له لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره په مخاخ توګه وشوې.
د بهرنیو چارو دوزارت ویاند رویترز خبري اژانس ته ویلي :«مونږ ددواړو هیوادونو ترمینځ د حسن نیت په اساس دمخامخ خبرو لپاره تسهیلاتو برابرولو ته ادامه ورکوو.»
اوسمهال د لبنان او اسراییلو ترمینځ لس ورځنۍ اوربند دوام لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر نن پنجشنبې بیا تهران ته ځي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر نن پنجشنبې بیا تهران ته ځي.
دا د ایران او امریکا ترمنځ یوه جوړجاړي ته د رسیدو د هڅو په ترڅ کې تهران ته د هغه دوهم سفردی چې نوموړی به یې په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره سلاو مشورې ترسره کړي.
د ایران رسمي خبري آژانسونو دغه خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور کړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره تهران ته ورسېد.
محسن نقوي، چې د ثورد میاشتې په ۲۶مه ایران ته تللی او د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو، له څلورو ورځو وروسته یو ځل بیا تهران ته ستون شو.
دغه سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې وویل چې له ایران سره خبرې اترې "وروستي پړاو" ته رسېدلې او زیاته یې کړه که ایران د هوکړې سند لاسلیک نه کړي، متحده ایالات به پوځي بریدونه بېرته پیل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بیاځلي ایران ته د دې لپاره راغلی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ "د پیغامونو تبادله اسانه کړي."
له پولیو پاک افغانستان: د پولیو ضد کمپاین نن وروستۍ ورځ ده؛ ماشومان باید د پولیو په وړاندې خوندي شي
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د کمپاین په وروستۍ ورځ د پولیو د له مینځه وړلو نړیوال بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، موږ د ټولو هغو میندو او پلرونو څخه مننه کوو چې په روان کمپاین کې یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی او زیاتوي کمپاین نن هم دوام لري ترڅو ماشومان د پولیو څخه خوندي پاتې شي. د دې بنسټ په خبره د پولیو په دغه کمپاین کې به چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې پيل شوی، له پنځو کلونو کم عمره ۸،۳ ملیونه ماشومان واکسین شي.
پولیو یا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: له افغانستانه ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول
د طالبانو د حکومت د حج اواوقافو وزارت سعودي عربستان ته د ټولو حاجیانو د انتقال د بهیر د بشپړولو خبرورکوي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې له افغانستانه ټول حاجیان د آریانا افغان او کام آیر هوايي شرکتونو په وسیله په څه کم یونیم سل الوتنوکې مدینې منورې او جدې ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې په لومړي پړاو کې مدینې منورې ته ۱۴۹۸۴ او په دوهم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه جدې ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره سږکال ټولټال دیرش زره حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره ټول انتقال شوي حاجیان د دوی د هستوګنې لپاره په ځانګړیو معیاري او عصري ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.
ټرمپ: د ایران ځواب ته څو ورځې نور صبرکوم خو ځوابونه یې باید "سلو په سلو کې سم"وي
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، دی چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن وروستي وړاندیز ته د ایران د ځواب لپاره “څو ورځې” انتظار وباسي، خو خبرداری یې ورکړ چې که تهران “سم ځوابونه” ور نه کړي، وضعیت ښايي ډېر ژر خراب شي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ساحلي ګارډ اکاډمۍ د محصلینوفراغت غونډې ته له وینا وروسته خبریالانوته وکړې او ویې ویل، که د ایران ځواب سم نه وي، نو شخړې به ډیرژر زیاتې شي او زیاته یې کړه: "موږ د مخکې تګ لپاره چمتو یو. موږ باید سل په سلو کې سم او ښه ځوابونه ترلاسه کړو."
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۲۰مه وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیرمحسن نقوي بېرته تهران ته ستون شوی ترڅو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره اسانتیا رامنځه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ګواښ کړی چې که امریکا پر ایران بریدونه بیا پیل کړي، نو "سیمه ییزه جګړه" به "له سیمې هاخوا" وغځوي.
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د معلومېدو غوښتنه وکړه
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د روښانتیا غوښتنه کړې
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له چارواکو سره یې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
د کونسلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار له پاکستانه غوښتي چې د دغو افغانانو د تعقیب لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي او د نیول شویو کسانو معلومات له افغان کونسلګرۍ سره شریک کړي.
هغه همداراز د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او ورته قونسلي خدمات وړاندې کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په هلمند کې د ناچاودېدلې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې د ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، ماشومانو له پخوانیو جګړو پاتې د توپ مرمۍ موندلې او کور ته یې وړې وه، چې وروسته په اور کې وچاودېده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ۳ او ۱۰ کلن وو، او مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له جدي ګواښ سره مخامخ دی، چې ماشومان یې تر ټولو ډېر قربانیان بلل کېږي.
پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو مالي ملاتړ
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او نړیوال بانک ویلي چې پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته مالي مرستې ورکوي.
دغه مرستې، چې پرون (چهارشنبې) اعلان شوې، د هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د تخمونو د تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابینو، پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، له دغو پنځو شرکتونو څخه درې د ښځو لهخوا اداره کېږي، او تمه ده چې دا پروژې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې، کرنیزو بازارونو او اقتصادي ودې سبب شي.
روسیې او چین ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی
روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کړي.
دا اعلامیه په بیجینګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي ترهګري له منځه یوسي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو او سیمې د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
روسیې او چین همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه به خپلې دوهاړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د دوامدار امنیت او ثبات ملاتړ کوي.
قرغیزستان د روسیې پر ضد د بندیزونو د مخنیوي په تړاو د لسګونو شرکتونو فعالیت ځنډولی
قرغیزستان د هغو شرکتونو پر ضد پراخ اقدامات پیل کړي چې ګومان کېږي د روسیې پر ضد د لوېدیځ له بندیزونو څخه د خلاصون په هلوځلو کې ښکېل دي.
د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د عدلیې وزارت ویلي چې د ۵۰ شرکتونو فعالیتونه به وځنډول شي. د قرغیزستان د عدلیې وزارت دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د لوېدیځو شریکانو له خوا پر دغو شرکتونو شک څرګند شو.
د قرغیزستان د صدراعظم مرستیال دانیار امانګلدییف ویلي، متحده ایالات او بریتانیا د ۵۱ شرکتونو په اړه اندېښنې شریکې کړې وې، او حکومت تر پلټنو وروسته د ۵۰ شرکتونو جوازونه ځنډولي دي.
هغه زیاته کړې چې ښايي د دغو شرکتونو په فعالیتونو کې مشکوکې چارې موجودې وي، او حکومت به یې په محکمه کې د ثابتولو هڅه وکړي.
قرغیزستان له اوږدې مودې راهیسې د روسیې پر ضد د لوېدیځو بندیزونو د مخنیوي له مهمو لارو ګڼل کېږي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې، چې پر روسیې بندیزونه ولګېدل، قرغیزستان ته د ځینو توکو صادرات په بېساري ډول زیات شوي او وروسته بېرته روسیې ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د نړیوال بانک په تمویل افغانستان کې د یوې نوښتګرې پروژې د پیل خبر ورکوي
ټاکل شوې چې پنځه افغان کرنیز تجارتي شرکتونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له خوا د نړیوال بانک په تمویل د یوې نوښتګرې پروژې لومړنۍ ګډې مالي مرستې ترلاسه کړي.
دغه پروژه د افغانستان د کرنې اقتصاد د بیا راژوندي کولو، د خصوصي سکتور په مشرۍ ودې، د کارموندنې دزیاتوالي او د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا په هدف ترسره کیږي.
دغه شرکتونه چې درې یې د ښځو په مشري دی ، هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو کې د تخمونو تولید، زعفرانو، لبنیاتو، د سویابین پروسس او دخوراکي توکو په تولید کې فعالیت کوي.
د فاو خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو پانګونو کې په کاپیسا کې د سویابینو د تېلو د تصفیې کرښه، په تخار کې د لمریزې برېښنا پر بنسټ د لبنیاتو چارې، او په کندوز کې د زعفرانو د پروسس وسایل شامل دي.
تمه کېږي چې دا پانګونې به د تولید، پروسس، انتقال او بازارموندنې په برخو کې مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي.