د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۳

خبرونه

ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

په هرات کې سیل-ارشیف
په هرات کې سیل-ارشیف

د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.

د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.

د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې

د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.

بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.

د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.

ایران ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وایي. د اپریل ۱۷ مه-۲۰۲۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وایي. د اپریل ۱۷ مه-۲۰۲۶

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرته تر چهارشنبې له ایران سره موافقې ته ونه رسیږي، نو اوربند به تمدید نه کړي. ډونالډ ټرمپ د شنبې سهار وختي دا هم وویل چې د ایران د بندرونو محاصره به هم روانه وي.

ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې په دې حالت کې بیا له بده مرغه مجبوریږو چې بیرته بمبارۍ پیل کړو.

د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه

ارشیف- تاشقرغان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۳ مې زلزله
ارشیف- تاشقرغان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۳ مې زلزله

د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.

تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.

لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ

سمرقند
سمرقند

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي.

د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.

د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ.

په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده.

دغه پلاوی د کورنیو چارو د وزارت له نشه اي موادو سره د مبارزې د مرستیال عبدالرحمان منیر په مشرۍ نن ازبکستان ته ولاړ.

په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی

طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي.

د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.

له افغانستانه د امریکا د راوتلو د بهیر ارزونې بشپړې شوې

له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو بهیر
له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو بهیر

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د راوتلو د ارزونې په لړ کې یې له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي بهیر بشپړ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند شان پرنیل چې دا ارزونې مخته وړي ویلي دا څېړنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پيل شوي او تمه کېږي چې په معاصر تاریخ کې د امریکا د پوځي عملیاتو نه وروسته تر ټولو جامع ارزونې وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا د راوتلو په بهیر چې په نتیجه کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ کلکه نیوکې کوي او دا بهیر یو شرموونکی او ګډوډ راوتل بولي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغان ملکیان ووژل.

دا پېښه د دې لامل شوه چې د امریکا حکومت د دې پېښې او په ټولو کې د راوتلو د ماموریت په اړه پراخې ارزونې پیل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنیل په خپله ایکس پاڼه په یوه مفصل بیان کې ویلي چې تمه ده د ارزونو وړاندیزونه په راتلونکو میاشتو کې دفاع وزیر پیټ هګسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغو ارزونو هدف دا دی چې په پریکړو کې ناکامۍ په ګوته شي او په دې برلاسي شو چې امریکا بیا د داسې غمیزې له تکراره بچ کړو.

قزاقستان پلان لريله افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي

له منځنۍ اسیا سره تجارت
له منځنۍ اسیا سره تجارت

قزاقستان پلان لري چې له افغانستان سره خپله سوداګري په کال کې له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف یوې قزاقۍ راډیو [راډیو جیبک جولي] ته ویلي چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

توکوموف زیاتوي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یوې باثباته کچې ته رسیدلې، مګر لاهم د قزاقستان صادراتو ته ډیره لیوالتیا لري.

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول یو لوی هدف دی او د ټرانزیټي لارو له پراختیا پرته به ناممکن وي.

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې اوس مهال قزاقستان په عمده توګه افغانستان ته غلې دانې، اوړه او کرنیزې محصولات صادروي، پداسې حال کې چې له افغانستان څخه یوازې غالۍ او کرنیزې محصولات واردوي.

له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم وروسته تر هغه زیات شوی چې له پاکستان سره لارې وتړل شوې او د طالبانو حکومت له سوداګرو وغوښتل چې بدیلې لارې ولټوي.

تاجکستان وایي، پوله کې یې ( دوه افغان قاچاق وړونکي) وژلي دي

د تاجکستان-افغانستان پوله، ارشیف
د تاجکستان-افغانستان پوله، ارشیف

د تاجکستان حکومت وایي، له افغانستان سره په پوله کې دوه قاچاق وړونکي وژل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د عامه اړیکو مرکز نن جمعه ( د حمل ۲۸مه) ویلي چې دغو قاچاق وړونکو هڅه کوله چې د ختلان ولایت فرخار ولسوالۍ ته د افغانستان له خاورې دننه شي.
وړاندې راغلي چې دغه کسان له پولیسو سره په شخړه اوښتي چې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې له تیارې څخه په استفادې تښتیدلی دی.

خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د پیښې ځای کې دوه میله کلاشینکوفونه او ۲۵ بستې نشه یي توکي پاته دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لبنان له جګړو یوشمېر بې ځایه شوي نن بیرته خپلو مېنو ته ستنېږي

لبنان کې یو نړیدلی کور
لبنان کې یو نړیدلی کور

په لبنان کې د جګړو له کبله یو شمېر بېځایه شوي نن جمعه ( د حمل ۲۸مه) بیرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د لبنان او اسراییل ترمنځ لس ورځنی اوربند نافذ شوی او ډېر خلک د ویرې له کبله خپلو مېنو ته زړه نه ښه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې خبر ورکړ.

ټرمپ وویل چې د " معنا لرونکو خبرو" لپاره به د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او د لبنان ولسمشر جوزف عون سپینې ماڼۍ ته وغواړي.

لبنان په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له جوړښته را په دې خوا له اسراییل سره په جګړه کې ښکېل دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG