د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۲

ټرمپ: له ایران سره موافقې ته خورا نژدې یوو

د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر له ایران سره د سولې خبرو ته هیلمن دی او وایي، په لنډو ورځو کې به خبرې پیل شي او موافقه به وشي. ډونالډ ټرمپ په ورته وخت کې خبرداری ورکړ، که روغه جوړه ونه شي، جګړه به پيل شي.

د امریکا ولسمشر وایي، متحده ایالتونه او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته "ډیر نژدې" دي او راتلونکې اونۍ د امریکا او ایران پلاوي کولی شي چې د خبرو دوهم پړاو پيل کړي.

ډونالډ ټرمپ د اپریل په ۱۶مه د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل، موږ به وګورو چې څه پیښیږي. خو زه فکر کوم چې موږ له ایران سره یوې موافقې ته ډیر نژدې یو، ټرمپ زیاته کړه، ډیر ښه چانس شته چې موږ یوه موافقه وکړو.

وروسته په لاس ویګاس کې په یوه غونډه کې، ټرمپ په یو ډول خپله خبره تکرار کړه او څرګنده یې کړه چې جګړه باید ډیره ژر ختمه شي.

ټرمپ د فبروري په ۲۸مه په ایران باندې د امریکا او اسراییل له هوایي بریدونو سره د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې د احتمالي عناصرو په اړه ډیر تفصیل ورنه کړ، خو ویې ویل چې ایران موافقه کړې چې غني شوي یورانیم وروسپاري.

ولسمشر ټرمپ بیا وویل، فکر نه کوي چې دې ته به ضرورت وي چې د دوو اونیو اوربند چې د اپریل په ۲۲ مه پای ته رسیږي، تمدید شي، خو که موافقه ونه شي جګړه به بیا پيل شي.

بل لور ته ټرمپ په تروت شوسل کې ولیکل چې اسراییل او لبنان د اپریل په شپاړسمه موافقه وکړه چې لس ورځی اوربند وکړي. د ولسمشر ټرمپ په وینا اوس دا اوربند له حزب اله سره ارتباط لري.

حزب اله یوه پوځي- سیاسي ډله ده چې د لبنان د جنوب ډیره برخه یې په واک کې ده. حزب اله د متحده ایالتونو له لورې یو ترهګر سازمان بلل کیږي خو اروپایي اتحادیه یوازې د هغې پوځي څانګه د ترهګرو په لست کې شامله کړې ده.

ټرمپ وویل چې تمه لري د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د لبنان ولسمشر جوزف عون په یوه یا دوه اونیو کې په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

د اسراییل صدراعظم نتنیاهو په یوه ویډیویي بیان کې وویل چې له لس ورځني اروبند سره یې موافقه کړې او اوس له لبنان سره تر لسیزو شخړو وروسته د یوه تاریخي تړون د لاسلیکولو فرصت برابر شوی دی.

د 'تلپاتې سولې' په لټه کې

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، امریکا هیله لري چې دا اوربند به د لبنان او اسراییل ترمنځ د خبرو اترو په ګړندۍ کولو کې مرسته وکړي او په یو ډول دا هیله شته چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک شي. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې د لبنان او اسراییل دا لس ورځنی اوربند د دواړو لوریو له موافقې سره سم تمدیدیدلی شي.

د ایران پرضد د امریکا او اسراییل د جګړې له پيلیدو دوې ورځې وروسته اسراییل په لبنان کې د ایران پلوه وسله والې ډلې، حزب اله پرضد هغه وخت بریدونه پيل کړل چې دې ډلې د تهران په ملاتړ پر اسراییل توغندي وویشتل. له ایران سره د امریکا د دوو اونیو اوربند په لبنان کې پلی نه شو.

ایراني چارواکو بیا بیا په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده. پاکستان چې د سولې د خبرو کوربه دی، ویلي دي چې په لبنان کې سوله د ایران او امریکا د خبرو لپاره مهمه ده.

د ایران حکومت د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اونیو اوربند یوه برخه وه.

له ایران سره ښه اړیکي

ټرمپ ټینګار وکړ چې تهران غواړي روغه جوړه وکړي. د امریکا ولسمشر بیا وویل چې اوس له ایران سره ښه اړیکي لرو او پر دې باور هم سخته دی. د ټرمپ په وینا دا د شاوخوا څلورو اونیو بمباریو او سخت بندیز نتیجه ده.

امریکا د اپریل له ۱۳ مې راهیسې د ایران بندرونو ته د کښتیو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د اسراییل او لبنان د اروبند په تړاو د حزب اله دریځ مهم دی. رویټرز اژانس د حزب اله د یوه وکیل حسن فضل اله په وینا ویلي دي چې په لبنان کې د ایران سفیر دوی ته خبر ورکړی دی چې د اپریل له شپاړسمې د یوې اونۍ په مخه اوربند دی.

فضل اله بیا د اوربند د رعایتیدو په اړه وویل چې هر څه د اسراییلو د دښمنۍ له بندولو سره ارتباط لري.

د ټرمپ د اوربند اعلان په واشنګټن کې د اسراییل او لبنان د سفیرانو له لیدنې دوه ورځې وروسته وشو، چې د دواړو حکومتونو ترمنځ د دریو لسیزو څخه په زیات وخت کې د لوړې کچې لومړۍ لویه غونډه وه. غونډه د دواړو خواوو په موافقه سره پای ته ورسیده چې په دوه اړخیزه توګه په موافقه شوي وخت او ځای کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.

د لبنان د روغتیايي چارواکو په وینا، د نوي جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې له ۲۱۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او له یو ملیون څخه ډیر بې ځایه شوي دي. اسراییل وايي چې د حزب الله بریدونو دوه اسراییلي ملکي وګړي وژلي دي، په داسې حال کې چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې په لبنان کې ۱۳ اسراییلي سرتیري وژل شوي دي.


د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو احتمالي

د ایران او امریکا د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو د اپریل په ۱۱-۱۲ په اسلام اباد کې ترسره شو او پرته له کومې موافقې پای ته ورسید. سپینې ماڼۍ د اپریل په ۱۵مه وویل چې احتمال لري دوهم پړاو به بیا په پاکستان کې ترسره شي.

د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان یو پوځي پلاوی د اپریل په ۱۵مه د واشنګټن له نوي پیغام سره تهران ته ورسید، چې د سولې دوهم پړاو خبرو ته لار هواره شي.

په دې لړ کې د امریکا دفاع وزیر پیت هیګسټ د اپریل په ۱۶ مه خبریالانو ته وویل چې واشنګټن به "ډاډ ترلاسه کړي چې ایران به هیڅکله اټومي وسله ونه لري" او په تهران یې غږ وکړ چې "یو داسې تړون وکړئ چې په وس کې مو وي.

د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ډان کین وویل چې امریکایي ځواکونه "په یوه شیبه کې" د پوځي عملیاتو بیا پیلولو لپاره چمتو دي.

XS
SM
MD
LG