افغانستان
حشمت الله شهیدي وايي تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په کابل او ننګرهار کې تمریني کمپونه او سیالۍ کوي.
د کرکټ د ملي ټيم مشر روزونکي ریچارډ پایبس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا تمرینونه نږدې راتلونکي کې له هند سره د یوې ټیسټ او دریو یو ورځنیو لوبو د ښه چمتووالي لپاره کېږي.
ښاغلي پایبس وویل په اوسنیو تمرینو او سیالیو کې به د ټیم ټاکونکې ډله او لوبډلمشران لوبغاړي وڅاري او تر ټولو تکړه لوبغاړي به د هند لپاره انتخاب کړي.
د افغانستان د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کپټان حشمت الله شهیدي وویل لومړۍ اوونۍ په کابل او بیا وروسته ننګرهار کې لوبې او تمرینونه کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغو تمرینونو کې به په نیمګړتیاوو باندې ډېر کار وشي.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د جون په شپږمه له هند سره ټیسټ لوبه پیل کړي. د جون په ۱۴مه، ۱۷مه او ۲۰مه به درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما؛ په هرات ولایت کې پر ملکیانو د ډزو په پېښه کې یولس کسان وژل شوي
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما تایید کړه چې تېره جمعه په په هرات کې یوولس تنه ملکیان په ډزو سره وژل شوي.
یوناما یکشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي "د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي شعیه ګانو د وسله والو په ډزو کې یوولس کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي".
په اعلامیه کې راغلي،"په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې جورجیټ ګاګنون ویلي،"موږ د دغې وحشتناکې غمیزې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته روغتیا هیله کوو".
ګاګنون د طالبانو له حکومته د دې پېښې په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
تراوسه د دغه برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.
برلین میشتې افغانان "پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي" په نوم یو ملي کمپاین پیلوي
په جرمني کې شمیر افغانان "پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي" په نوم یو ملي کمپاین پیلوي.
پرون شنبې د (حمل۲۲مه) په پلازمینه برلین کې د ملي مرکې په نوم د یو بنسټ له خوا یوه غونډه رابلل شوې وه چې په کې د برلین میشتو علمي، سیاسي او ټولنیزو فعالانو ګډون کړی وو.
د غونډې د کډونوالو په ټکو، د ناستې اجندا ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د افغانانو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځته کول وو.
کډونوالو یو ځل په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغان نجونو د زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دغه بندیز د افغان نجونو پر وړاندې "ظلم" او د افغانستان د ملي ګټو خلاف بللی دی.
په پرونۍ ناسته کې برلین میشتو افغانانو پریکړه چې د افغان نجونو د غږ پورته کولو په موخه "پریږدئ افغانې نجونې زده کړې وکړي" ملي کمپاین پیل کړي.
د ملي مرکې په نوم په برلین کې د میشتو افغانانو بنسټ له دې مخکې هم د طالبانو له خوا پر افغانو نجونو د زده کړو د بندیز په اړه ورته ناسته جوړه کړې وه.
هالنډ میشتي افغانان؛ پاکستان دې د عامو افغانانو وژنه ودروي
هالنډ میشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او په کې د ملکیانو مرګژوبله غندلی ده.
په لسهاوو کسان پرون شنبې د (حمل۲۲مه) د هالنډ په امسټردام ښار کې راټول شوي وو او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو او د دوی په ټکو "د بشري جنایت" پر وړاندې اقدام وکړي.
د لاریون کوونکو په خبره،"د عام افغانانو په نښه کول له بشري نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده".
لاریون کوونکو د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ او پر عام افغانانو په بریدونو کې ښکیل پاکستاني چارواکي د عدالت محکمې ته راکش کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه او تاواتریخوالی روان دی.
د طالبانو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
پاکستان بیا ادعا لري چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کوي.
په یوه ورځ کې نژدې څلور زره افغان کډواله له پاکستان او ایرانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي
پرون شنبې نژدې څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د طالبانو د حکومت عالي کمیسیون د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) وویل،"۶۹۶ کورنۍ چې ۳۸۵۹ کسان کیږي د تورخم او سپین بولدک له لارې راغلي دي".
د دغه کمیسیون په ټکو، ۴۳ نور افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي.
له ایران او پاکستانه په وروستیو کې د افغان کډوال اخراج د پخوا پرتله زیات شوی دی.
په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله په تیرو درې اونیو کې ۱۷۹کسان مړه شوي دي
په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله په تیرو درې اونیو کې ۱۷۹کسان مړه شوي دي.
پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د روانې حمل میاشتې له ۶ مې تر مې ۲۲نیټې د بارانونو، سیلابونو، زلزلې او نورو طبیعي پېښو له کبله په ټول افغانستان کې ۱۷۹کسان مړه او ۲۳۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼه په یو ویډيو پیغام کې ویلي چې د دغو شمیرو سربیره ۹ نور کسان نادرکه دي.
دغې ادارې وړاندې ویلي چې وروښتو او سیلابونو په ټول افغانستان کې ۱۲۷۷ کورونه په کامله او ۵۷۷۰ کورونه په جزيي توګه ویجاړ کړي دي.
ملګرو ملتونو پرون په یو راپور کې ویلي وو چې وروښتونو په افغانستان کې ۷۳زره خلک زیانمن کړي دي.
په غرني کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي.
د دغه ولایت د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی.
بل پلو، پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) ویلي و،"په تیرو دوو ورځو کې د وروښتونو، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو له کبله ۲۲کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې (اوچا) د شنبې په ورځ وویل،"د افغانستان په ډيرو ولایتونو کې د وروستو وروښتونو او درنو بارانونو او سیلابونو له کبله ۷۳زره خلک زیانمن شوي دي".
د دې ادارې په ټکو،"دغو سیلابونو کې لږترلږه ۹۳ کسان مړه شوي، ۱۸۱ ټپیان او څلور نور ورک دي".
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډلې له تاجکستانه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې د شنبې په ورځ له تاجیکستان څخه ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ لوبه وه.
دغه لوبه د شنبې په ورځ د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پیل شوه چې د افغانستان په ماتې پایته ورسیده.
افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.
له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.
د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسینو کمپاین پیلږي
تمه ده د دوشنبې په ورځ د (حمل ۲۴مه) په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځینی کمپاین پیل شي.
د نړیوالو ادارو په ملاتړ په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱۲میلیونو او شپږ سوه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
له پولیو پاک افغانستان سازمان ويلي، په بامیان او دایکندي ولایتونو کې دا کمپاین د سړې هوا له کبله ځنډلی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي له منځه تللې نه ده.
په تیر ۲۰۲۵کال کې د پولیو نهې پېښې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې وې.
پولیو ساري ناروغي دي چې یوازې واکسین يې مخه نیولی شي.
د پولیو ویروس د دایمي فلج سبب ګرځي.
کابل ښاروالي د نوي کال په ترڅ کې د خپلو پروژو اعلان وکړ
کابل ښاروالي په روان څوارلس سوه پنځم کال کې د دوه سوه درې دیرش نویو پروژو د پلي کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رییس انجنیر محمد قاسم افغان نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې پر دې پروژو به څه باندې نهه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.
بل لور ته د کابل ښاروالي کلتوري سلاکار او استازي نعمت اله بارکزي خبرې غونډې ته وویل چې پروسږکال دوه سوه اته پنځوس پراختیایي پروژې ترکار لاندې وې چې د ډیرو چارې بشپړې شوې دي او ځیني یې لاهم تر کار لاندې دي.
د کابل ښاروالي د پروسږکال او سږکال په پروژو کې تر ډیره سړکونه او پلونه شامل دي.
د کابل ښاروالي د چارواکو په وینا په تیرو څلورو کلونو کې دوی د ښار څلور سوه پنځوس کیلومتره سړکونه جوړ کړې دي.