افغانستان
غزني کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي
د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن شنبه دغه خبر خپور کړی دی، خو د پیښې د کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
وړاندې راغلي چې دغو ماشومانو پر یوې ناچاودې وسیلې لوبې کولې چې تر چاودنې وروسته یې دوتنه ځای په ځای ووژل شول او دوه ټپيانو وروسته روغتون کې سا ورکړه.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې لا هم د تېرو جګړو د مهال ماینونه او ناچاوده توکي پاته دي چې وخت ناوخت د ملکیانو ژوند ګواښي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پېښور په جرګه کې د کابل-اسلام اباد پر سولې خبرې کیږي
ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوې جرګې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغې جوړې پر لارو چارو خبرې وشي.
د پاکستان جیو تلویزیون پرون( د مارچ ۲۸ مه) د دې جرګې د جوړیدو خبر ورکړ.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې د پاکستان پوځ د روژې میاشتې له پیله د غضب للحق په نوم د افغانستان دننه عملیات کوي او تور پورې کوي چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډلې ملاتړ کوي. افغان طالبان دا تور ردوي او وایي چې د دوی حکومت د هیڅ ګاونډي هیواد په چارو کې مداخله نه کوي.
د خبر له مخې د سې شنبې د ورځې په جرګه کې سیاسي مشرانو، قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې استازیو، سوداګرو او د رسنیو استازیو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
په بادغیس کې سیلونو د پنځو تنو ژوند اخیستی
په بادغیس کې د ورښتونو له امله پنځه تنه مړه شوې دي. په دغهَ ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند صدیق اله صدیقي وایي چې د سیلونو له امله درې تنو د قادس ولسوالي په « شش مني ها» کلي کې او دوو تنو د یوې درې کلنې نجلۍ په شمول د دره بوم په ولسوالي کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي چې د سیلونو له امله د دغو ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه اوښتې دي او یوشمیر زراعتي مځکې تخریب شوې دي.
د بارانونو له امله د هرات-کندهار لویه لار هم پرون د لنډ وخت لپاره بنده شوه.
د طالبانو حکومت پاکستان تورنوي چې پر کونړ یې تازه سلګونه توغندي توغولي دي
په کونړ کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي ادعا کوي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له لوري نژدې ۵۰۰ توغندي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو لګیدلي دي.
کونړ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن شنبه ( د حمل ۷مه) کورنیو رسنیو ته ویلي چې دغه توغندي پر مرکز اسعد اباد او دغه راز ناړۍ، شلتن، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو لګیدلي دي.
خبر کې راغلي چې دغو بریدونو ملکیانو ته د سر او مال زیان اړولی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني لوري که څه هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزیر یې خواجه اصف ویلي چې پر افغانستان به د دوی بریدونه تر هغو دوام ولري چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.
دافغانستان او ازبکستان د تجارتي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت او ازبکستان د دواړو هیوادونو د سوداګري شورا د تاسیس هوکړه لاسلیک کړه.
دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ وویل چې دغه هوکړه د پنجشنبې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان اوازبکستان د سوداګرۍ د شورا په لومړنۍ غونډه کې لاسلیک شوه.
د افغانستان او ازبکستان چارواکي ددغې شورا تاسیس د دواړو هیوادونو داقتصادي همکاریو لورته یو مهم ګام ګڼي او هیله څرګندوي چې ددوی ترمینځ د تجارتې تبادلې اندازه راتلونکو کلونو کې له ۱.۶۸ ملیارډو ډالرو څخه ۵ ملیارډو ډالرو ته لوړه شي.
تر دې مخکې ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ددواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري او ترانزیتي اړیکو د پراختیا خبر ورکړی وو.
دخونې چارواکو ویلي وو چې داموالو په لیږد او ترانزیت کې اسانتیاوو او دغه راز د ګمرکي موانعو لیرې کولو د تجارتي تبادلې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
ازبکستان په تیرې لیندۍ میاشتې کې افغانستان سره خپله پوله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تړل شوې وه رسما بیا پرانیسته .
اسلام کلا بندر ته دبهرنیو ترانزیتي وسایطو پرته له ویزې تګ راتګ
هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي سرله نن شنبې د اسلام کلا بندر ته دبهرنیو ترانزیتي وسایطو پرته له ویزې او روډ پاس تګ راتګ ، پیلیږي.
اعلامیه وايي د جمعې په ورځ هغې غونډه کې چې د هرات د والي مولانا اسلامجار ترڅنګ دبهرنیو چارواو ټولګټو وزارتونو استازو او د غه راز د اسلام کلا د کمیساري ، ګمرک او ترانسپورت چارواکو برخه درلوده په دې اړه د کابینې د پریکړې د تطبیق په هکله خبرې وشوې.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي دغه پریکړه څه دپاسه زرو کسانو ته د ورځني کار زمینه برابروي او د کرایو ،ترانسپورتي لګښتونو او داجناسو د بیو په راټیټولو کې به هم رول ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.
د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:
«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»
د دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ — د خوړو تالار، د استوګنې ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو، او یوه د ساتنې خونه — په نښه شوې دي.
تر دې وړاندې ملګروملتو او د بخښنې نړیوال سازمان هم دا برید پر روغتیايي مرکز بللی و.
م.م. وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې له پاکستانه ۱۶۰ زره افغان کډوال ایستل شوي
ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې تر ۱۶۰ زره ډېر کډوال له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. دې ادارې ویلي چې دې بهیر پر بشري مرستو فشار زیات کړی دی.
د یونیسف د شمېرو له مخې، د تورخم بندر بیا پرانیستل دا احتمال زیاتوي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر لا چټک شي. اټکل کېږي چې لا به هم شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي او ښايي د لا ډېرو کسانو د ستنېدو امکان هم موجود وي.
مرستندوی بنسټونه وايي چې دا بهیر هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره روان دی. دا نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د خلکو د بېځایه کېدو، د ملکي تلفاتو او د مهمو زیربناوو د زیان سبب شوې دي.
یونیسف دا وضعیت «بحراني او په چټک ډول د بدلېدو په حال کې» بللی دی.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هلې ځلې یې تېزې کړي او تراوسه پورې ۲ میلیونه ۱۳۲ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوی دي.
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي
د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي.
د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول.
موږ هڅه وکړه چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه د ملي لوبډلې د ګول کیپر ویس عزیزي په ګډون چې په ډیرو سیالیو کې لوبیدلی د یوشمیرکسانو نظرواخلو خو په دې کاربریالي نشو.