خبرونه
کرکت؛ افغانستان او ایرلنډ ۵ یو ورځینۍ سیالۍ کوي
د ایرلنډ د کرکټ اداره، کرکټ آیرلنډ (CI) وايي چې سږ کال به د څو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو کوربه شي.
د ایرلنډ د نارینهوو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي.
همداراز په پام کې ده چې آیرلنډ د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډله هم په بلفاست کې سیالیو ته وروبولي.
د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او تراوسه پورې یې په جلاوطنۍ کې څو سیالۍ کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی
د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی.
دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې.
د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته کړې، "موږ په پاکستان کې د امریکا د کونسلګریو پر ضد په لاریونونو کې د ښکېلو ځوانانو د بخښلو غوښتنه وکړه خو عاصم منیر رد کړه."
۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده
تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي.
دوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی.
په ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر تاسیساتو بریدونه په کلکه غندل شوي دي. دغو هېوادونو د ایران له خوا د هرمز تنګي د «عملي بندېدو» په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.
د راپورونو له مخې، په دې اعلامیه کې متحده عربي امارات، بحرین، بریتانیا، فرانسه، جاپان، حرمني، ایټالیا، هالند، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لیتوانیا، سلوانیا، استونیا، ناروې، سویډن، فنلنډ، چک جمهوریت، رومانیا او استرالیا شامل دي.
دغو هېوادونو له ایران څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره پر کښتیو بریدونه، د ماینونو ایښودل او د دې مهمې سمندري لارې د بندولو هڅې ودروي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي
د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلاماباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو.
هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي.
رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي، د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان د افغانستان پر ضد داعش ته پناهځایونه ورکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې، چې څلور اوونۍ پخوا پیل شوې وې، د کمکي اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړتوب وقفه راغلې ده.
دا وقفه لږ وروسته له هغه اعلان شوه چې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په برید کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول. خو پاکستان دا خبره نه تاییدوي چې د دوی په بمباري کې ملکیان وژل شوي.
اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي
د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي.
هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي.
له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده.
دواړه هېوادونه وايي چې تر دې دمه یې په ایران کې تر ۱۶ زره زیات هدفونه ویشتي دي.
له بلې خوا، ایران هم پر اسرائیل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. همداراز د خلیج سیمې پر اقتصادي زیربناوو اغېز او د هرمز تنګي بندېدو د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړیوال مالي بازارونه یې اغېزمن کړي دي.
ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی.
نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي".
هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.
اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.
دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.
له العربیه او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.
پر کابل د پاکستان د وروستي برید لسګونه مړي لا هم عدلي طب کې دي او پیژندنه یې نه کیږي
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي.
پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول.
پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و.
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې برید پر ملکي تاسیساتو شوی او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اړولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ یې رویټرز ته یاده پیښه کې د ۱۴۶ ملکیانو مړینه تایید کړې وه.
په ایران کې د اختر لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ د مجتبی خامنه یي په غیاب کې ادا شو
په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو.
د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو.
د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته.
پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه.
په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني د جنازې مراسم هم ترسره کیږي، هغه د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.
ټرمپ وايي په ایران کې هیڅ داسې کوم مشر پاته نه دی چې ورسره خبرې وکړي
په ایراني چارواکو او اهدافو باندې دامریکا او اسراییل بریدونو سره همهاله ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل په ایران کې هیڅ داسې مشر پاتې نه دی چې د جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي.
ټرمپ د یوې وینا په ترځ کې د ایراني مشرانو وژل کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "موږ غواړو چې ورسره خبرې وکړو، مګر هیڅوک نشته چې ورسره خبرې وکړو. موږ هیڅوک نلرو چې ورسره خبرې وکړو."
دایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای د کب په نهمه د امریکا او اسراییلو د ګډ برید په لومړیو ساعتونو کې د ایران د یو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په خپل دفتر کې ووژل شو.
څو ورځې وروسته یې زوی مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکل شو، خو هغه تراوسه په عام محضر کې څرګند شوی نه دی او نه یې کوم نوی تصویر خپورشوی.
همدارنګه، د روانې جګړې په جریان کې، اسراییلو په هدفي بریدونو کې د ملی امنیت د شورا دمنشی علی لاریجاني ، د استخباراتو د وزیر او بسیج قواوو دقوماندان په شمول یو شمیر ایراني سیاسي او امنیتي چارواکي وژلي دي.