دوی وايي، اختر او نوروز د خوښۍ ورځې دي نو ځکه غواړي خپلو خلکو ته د خپل هنر ډالۍ ورکړي.
ځوان سندغاړی سنګر سهیل به د مارچ په ۲۱ د بلجیم په ګینټ ښار کې له اختریزو او نوروزي ډاليو سره پر ستیج راڅرګند شي.
ښاغلی سهیل وايي، د دې کنسرت لپاره یې له پنځو میاشتو مخکې چمتووالی پیل کړی و.
ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل:
" له دې کنسرت نه هدف فقط دا و چې په بلجیم کې میشتو افغانانو ته د وطني موسیقۍ، د اختریزې موسیقۍ او د نوروزي موسیقۍ نه ډک یو ماښام ولرو او بل دا چې دلته کوم بلجیمیان اوسېږي هغوی ته د افغاني موسیقۍ په اړه یو څه معلومات وشي، چې مونږ ډیر ښکلی کلتور لرو، ډیره ښکلې موسیقي لرو، مونږ مناسبتونه لرو لکه اختر، نورز، چې مونږ په کې خوشحالي کوو او موسیقي کوو. "
بل ځوان سندغاړی او اکاردیون غږوونکی ساغر محبوبي هم وايي د اختر او نوروز لپاره ځانګړي هنري پروګرامونه لري.
ساغر د خپلو پروګرامونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
" په هالند کې په ۲۰ نېټه یو پروګرام دی په روتردام کې، ډیر لوی پروګرام دی، په ۲۱ نېټه بیا د جرمني په اېسن ښار کې د همدې نوروز او اختر په خاطر دی. "
په ورته وخت کې د اختر او نوروز لپاره یو شمیر نورو افغان ځوان سندغاړو هم د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې هم اروپا، امریکا او کاناډا د کنسرتونو او هنري پروګرامونو اعلان کړی دی.
په راپور کې مرکه شوي ځوان هنرمندان وايي، اختر او نوروز د خوښۍ ورځې دي نو ځکه غواړي خپلو خلکو ته د خپل هنر ډالۍ ورکړي.
د اختر او نوروز لپاره به مخکې په افغانستان کې دننه هم ځانګړي اختریز کنسرتونه او هنري پروګرامونه ترسره کېدل خو په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په تپه ولاړ دي.
طالبانو په افغانستان کې د موسیقۍ خپرول او اورېدل منع اعلان کړي او حرام یې ګڼلي دي.
خو له افغانستان بهر وخت په وخت دا پروګرامونه کېږي چې د افغانانو تر څنګ د کوروبه هیوادونو د فرهنګي بنسټوڼو یو شمیر غړي او لیواله وګړي هم په کې ګډون کوي.