د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۲

یوناما امنیت شورا کې دافغانستان او پاکستان ترمینځ  د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه

 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف

جورجیت ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، سرپرستې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې دامنیت شورا غونډې ته د  هیواد د وضعیت په هکله وینا کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه. هغې وویل چې دغې جګړې بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي.

جورجیت ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، سرپرستې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې دامنیت شورا غونډې ته د هیواد د وضعیت په هکله وینا کې وویل چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ وسله والې شخړې بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي.

میرمن ګانیون د شخړې د تشدید او په ولسې خلکو باندې یې د اغیزې په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي اندیښنه یوځل بیا څرګنده کړه او د جګړې د سملاسي درولو غوښتنه یې وکړه.

نوموړې په دواړو هیوادونو غږ وکړ چې اختلافات له دیپلوماتیکو لارو حل کړي او پرته له ځنډه بیا اوربند ستانه شي او دولسي خلکو ساتنه وکړي.

دیوناما مشرې یوځل بیا غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو مخه پرانیستل شي.

میرمن ګانیون په افغانستان باندې په منځني ختیځ کې دروانې جګړې د اغیزو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې اوسمهال دا ګرانه ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د نتایجو اټکل وشي خو دغه جګړه فعلا په افغانستان اغیز کوي.

په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ پولې تړل شوي دي ، ایران د سوداګرۍ یوه بدیله لار برابره کړه چې هغه هم اوس د روانې جګړې له امله ترډیره بریده ډاډمنه نه ده.


" په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ پولې تړل شوي دي ، ایران د سوداګرۍ یوه بدیله لار برابره کړه چې هغه هم اوس د روانې جګړې له امله ترډیره بریده ډاډمنه نه ده. د اساسي موادو بیې مخ په لوړیدو دي چې د افغانستان نازک اقتصاد یې نورهم ترفشار لاندې راوستلی دی. "

میرمن ګانون زیاته کړه چې د افغانستان اوږدو پولو ته څیرمه په سیمه کې نا ارامي د افغانستان ثبات کمزوری کوي.

هغې تینګار وکړ چې له نړیوال نظام څخه دافغانسان انزوا یوه اساسي ستونزه ده چې د اقتصادي بسیا، امنیتي همکاري ، د تروریزم ضد ژمنود ترسره کولو، د بشري حقوقو اندیښنو او د بشري ناورین دستونزو د حل لپاره د هلوځلو مخه نیسي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیرمایک والتز د چې دغونډي مشري یې کوله د طالبانو په پالیسیو انتقاد وکړ.

طالبان په خپلو پالیسیو د افغانستان ولس ته اوږدي ستونزې او زیانونه رامینځ ته کوي ، خدماتو او ډیرو ابتدايي حقوقو ته لاسرسی یې محدود کړی دی


" طالبان په خپلو پالیسیو د افغانستان ولس ته اوږدي ستونزې او زیانونه رامینځ ته کوي ، خدماتو او ډیرو ابتدايي حقوقو ته لاسرسی یې محدود کړی دی ، په ښځو باندې د نامعقولو اوڅرګندو کرکجنو محدودیتونو په شمول دبشري حقوقو نقض ته دوام ورکوي. دغو ظالمانه پالیسیو انساني فاجعه او اقتصادي ناورین رامینځ ته کړی دی."

ښاغلي والتز زیاته کړه چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو اساسي اولویت دامریکايی اتباعو ساتنه ده او داچې ټول هغه کسان چې بې دلیله بندیان شوي دي ازاد شي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیت شورا کې ددغو تازه څرګندونو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG