د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

روبیو پر ایران د بریدونو دفاع کوي، او خبرداری ورکوي چې " ترټولو سخت ګوزارونه" لا هم پر لاره دي

د متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف
د متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف

دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي متحدو ایالاتو امریکايي ځواکونو ته د یو "قریب الوقوع" ګواښ د مخنیوي لپاره په ایران بریدونه کړي دي. خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې متحد ایالات د اسراییلو په ا ستازیتوب په خپله خوښه جګړې ته داخل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایران کې پر اهدافو د بریدونو لپاره د واشنګتن له پریکړې دفاع وکړه او دا بریدونه یې له "یو قریب الوقوع" ګواښ څخه د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره یو وار له مخې اقدام وباله.

روبیو خبرداری ورکړ چې د امریکا پوځ تر اوسه " سختو ګوزارونو ته لا نه ده مخه کړې."

روبیو د مارچ په دویمه نیټه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "په بشپړ ډول یو قریب الوقوع ګواښ و."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کانګرس غړو ته د بندو دروازو ترشا په غونډه کې د "قریب الوقوع ګواښ" او پر وړاندې یې د وار دمخه اقداماتو په هکله توضیحات وړاندې کړل.

موږ پوهیدو چې اسراییل به برید کوي. موږ په دې پوهیدو چې په نتیجه کې به یې پر امریکايي ځواکونو برید کیږي.


روبیو زیاته کړه : " موږ پوهیدو چې اسراییل به برید کوي. موږ په دې پوهیدو چې په نتیجه کې به یې پر امریکايي ځواکونو برید کیږي. که د دوی تر بریدونو مخکې موږ برید نه وای کړی، موږ ته به ډیر تلفات وارد شوي وای. نو په هرډول شرایطو کې دا اقدام ضرور و."

امریکا د اسراییل په استازیتوب په خپل انتخاب جګړې ته داخل شوې ده


د روبیو د بیان په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سه شنبې په ورځ د مارچ په درېیمه نیټه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو څرګندونې ښیې چې امریکا "د اسراییل په استازیتوب په خپل انتخاب جګړې ته داخل شوې ده."

متحده ایالاتونو او اسراییل د فبروري په ۲۸مه نېټه پر ایران په پراخو بریدونو کې د دغه هیواد لوړپوړي چارواکي، د توغندیو ځایونه او پوځي زیربناوې په نښه کړې. دا هوايي بریدونه له کلونو راهیسې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترټولو سختې مخامخ نښتې ګڼل کیږي چې سمدلاسه سیمې ته وغځېدې.

ایران په ځوابي اقدام کې د خلیج فارس په څو هیوادونو کې امریکايي اډې په توغندیو وویشتې چې د جګړې لمن د ایران او اسراییلو له دښمنیو پراخه شوه او د سیمه ایزې جګړې د پيل اندیښنه یې رامنځته کړې ده.

سره لهدې چې په سیمه کې ځینو امریکايي اډو د مرګ ژوبلې او زیان راپور ورکړی دی خو امریکايي چارواکو ویلي چې د اکثرو ایراني توغندیو مخه په هوا کې ونیول شوه او نسکور کړای شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې اشاره کړې چې نور اقدامات به هم وشي. ټرمپ امریکايي رسنیو ته په څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې د بریدونو "لویه څپه" را روانه ده او زیاته یې کړه چې وروستي بریدونه د ایران پر وړاندي د دوامداره کمپاین پیل و چې هدف یې د ایران د پوځي وړتیاوو کمول دي.

XS
SM
MD
LG