د خامنه يي مېرمنې هم ساه ورکړه
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د خامنه يي میرمن د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ، د مارچ په لومړۍ نیټه د ایران د وژل شوي رهبر ایت الله علي خامنه يي د مېرمنې منصوره خجسته باقرزاده مړینه تایید کړه.
د راپور له مخې، د علي خامنه يي میرمن د شنبې په ورځ د ایران د رهبر په استوګنځي کوما ته تللې وه او اوس یې ساه ورکړې ده.
منصوره خجسته باقرزاده په ۱۳۴۳ کال کې له علي خامنه يي سره واده کړی و، چې له هغې څخه یې شپږ ماشومان درلودل: مصطفی، مجتبی، مسعود، میثم، بشری او هدی.
د شنبې په ورځ په برید کې، د علي خامنه يي یوه لور، نږور، زوم او لمسی هم د هغې سره وژل شوي.
د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی.
د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی.
د تهران په شمال لویدیځ کې د شهران د تیلو زیرمې، همداراز په اقدسیه او سوهانک سیمو کې د تیلو زیرمې او چاڼځایونه او د کرج فردیس چاڼځای ویشتل شوي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند د تیلو څو زیرمې هدف ګرځولي دي.
نن سهار د تهران په اکثرو سیمو کې اسمان له دود او لړو ډک وو.
"د ایران د بشري حقونو کمپاین" دا ډیپوګانې "ملکي" بللي او اندېښنه یې ښوولې چې څنګلوري استوګنیز او سوداګریز ودانۍ ممکن اور واخلي.
ایران هم بېرته په سعودي عربستان، کوېټ او بحرین باندې ډرون بریدونه کړي دي.
سعودي خبر ورکړی چې شپږ ډرونونه یې نسکور کړي.
په کوېټ کې بیا نړیوال هوايي ډګر هدف ګرځولی.
بحرین کې د سلمان بندر هدف ګرځول شوی چې ورسره د دې بندر یوه برخه اور اخیستې.