د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت پاتې شویو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې پر امریکا د ځوابي ضربې له وهلو ډډه وکړي.
ښاغلي ټرمپ نن سهار وختي پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل، ایران همدا اوس اعلان وکړ چې غواړي موږ ته پر پخوانیو هغو سخته ضربه راکړي. خو ده لیکلي چې دا کار دې نه کوي ځکه که داسې وشي نو داسې سخته ضربه به ورکړل شي چې تراوسه به یې نه وي لیدلې.
د ایران حکومت د شنبې ورځې په ماښام له څو ساعته ځنډ وروسته تایید کړه چې د اسلامي جمهوریت لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د امریکا او اسراییلو د حملو په لومړۍ څپه کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د خامنه يي له وژل کېدو وروسته د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني امریکا ته د خبرداري جلا پیغامونه ورکړل.
لاریجاني له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډو ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې امریکا او صهیونیستي رژیم [اسراییل] د ایران د ملت زړه ته اور واچاوه او ایران به هم د هغوی زړه وسوځوي. نوموړي زیاته کړه چې د ایران وسله وال ځواکونو ژمن دي چې دې بهیر ته به دوام ورکوي.
همداراز قالیباف وویل چې ایران ټولو سناریوګانو ته چمتو دی او حتی د امام خامنه یي له مړینې د وروسته دورې لپاره هم پلانونه چمتو شوي دي.
په عین حال کې د ایران حکومت نن یکشنبې تایید کړه چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزیر د امریکا او اسراییلو د حملې په لومړۍ څپه کې وژل شوي دي.
راډیو فردا خبر ورکوي چې لوی درستیز عبدالرحیم موسوي او دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د هغو جګپوړو ایراني چارواکو پر اوږد لیست ورزیات شول چې د شنبې په ورځ وژل شوي دي.
له دې مخکې ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د لوی مشر محمدپاکپور او د لوی مذهبي مشر د سلاکار او د دفاع د شورا د منشي علي شمخاني هم د وژل کېدو خبر هم تایید کړی و.
سپاه پاسداران ته د نژدې تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې دا چارواکي ټول د دفاع د شورا په غونډه کې وژل شوي دي.
پخوا څو نورو سرچینو خبر ورکړی و، چې د شنبې ورځې په ناڅاپي حملو کې د ایران د حکومت څلویښت چارواکي وژل شوي دي، خو دا ارقام تراوسه رسمي چارواکو نه دي تایید کړي.