د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۷

د سیمې هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل هڅې پیل کړې دي

د طالبانو یو سرتېری د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د وروستیو نښتو پرمهال
د طالبانو یو سرتېری د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د وروستیو نښتو پرمهال

سعودي عربستان او قطر د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خونړیو نښتو د پای ته رسولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د دې هڅو له بهیر څخه یوې باخبره سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط پرون جمعه (د کب ۸مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې سعودي عربستان له قطر سره په همغږۍ کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دې کړکېچ د حل لپاره هڅه کوي.

په همدې حال کې د سیمې ځینو هېوادونو هم د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې؛ د ایران د بهرنیوچارو وزارت پرون د طالبان پر حکومت او پاکستان غږ وکړ چې د تشدد له زیاتوونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي.

دې وزارت په یوه بیان کې له دواړو لورو وغوښتل چې د یوبل ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او داسې اقدامات ونه کړي چې کړکېچ پراخ کړي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په بهرنیوچارو کې د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز بن صالح الخُلیفي د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلفوني خبرو کې د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړي.

د بیان له مخې دا تماس ښاغلي متقي نیولی و، او دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت له لوري د خپاره شوي بیان له مخې ښاغلي متقي هم ویلي دي چې افغانستان هېڅکله د تاوتریخوالي پلوي نه دی او غوره ګڼي چې مسایل تل د متقابل درک او درناوي پربنسټ حل شي.

ښاغلي متقي همداراز له خپل ترک سیال هاکان فیدان سره هم په دې اړه خبرې کړي خو ویلي یې دي چې دا هڅې به یوازې هغه مهال نتیجه ورکړي چې مقابل اړخ خپلې ژمنې صادقانه عملي کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت د ښاغلي فیدان له قوله لیکلي دي چې وايي ترکیه له ښکېلو هېوادونو سره په تماس کې ده څو د ګډو هڅو د همغږۍ له لارې روان کړکېچ راکم کړي.

موږ د ټولو هغو هېوادونو د هڅو مننه کوو چې په دې برخه کې یې منځګړتوب کړی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې مخه ونیسي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې په بهرنیوچارو کې د دولت وزیر د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر اسحق ډار سره هم د دې کړکېچ د حل پر لارو چارو تلفوني خبرې کړې دي.

همداراز سعودي عربستان په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم له ښاغلي ډار سره خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کې د دې ترڅنګ چې د خبرو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ، ويې ویل چې د دوی حکومت په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو د هڅو هرکلی کوي.

ښاغلي مجاهد وویل، موږ د ټولو هغو هېوادونو د هڅو مننه کوو چې په دې برخه کې یې منځګړتوب کړی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې مخه ونیسي څو په سیمه کې امنیت ټینګ وي. هغه زیاته کړه چې طالبانو خپله ونډه ترسره کړې او خبرو ته ژمن دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان سره له نښتو وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان سره له نښتو وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال

په عین حال کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې لوی رییس میرجانا سپولجاریک د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د پراختیا د مخنیوي غوښتنه کړې.

ډیورنډ کرښې ته د نژدې پرتو سیمو اوسېدونکي هم غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ژر پای ته ورسېږي.

زموږ د ټولنیز او فرهنګي جوړښت ډېرې برخې یوشان دي. خو له دې سره سره د تروریزم د اړوندو مسایلو په اړه بحث کېدای شي. ټول مسایل باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.

د سیمې یو اوسېدونکی قاسم ابرار وايي"نښتې نه زموږ په ګټه دي نه د هغوی په ګټه. زموږ ټولنې له یوبل سره له نژدې په تماس کې دي او زموږ د ټولنیز او فرهنګي جوړښت ډېرې برخې یوشان دي. خو له دې سره سره د تروریزم د اړوندو مسایلو په اړه بحث کېدای شي. ټول مسایل باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي."

په همدې حال کې باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون ماسپښین راپور ورکړ چې د طالبانو ځواکونو د خوست ولایت په علیشیر، ځاځي میدان او تیریزیو ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د حملو نوې څپه پیل کړې ده.

د سعودي عربستان او قطر له لوري ډيپلوماتیکې هڅې داسې مهال پیل شوي چې د ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د تېرې اونۍ له حملو وروسته د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پنجشنبې په شپه د پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، خوست، کونړ او نورستان په ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر سرحدي ځواکونو د غچ اخیستنې عملیات پیل کړل.

په ځواب کې یې پاکستان هم اعلان وکړ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پوځي عملیاتو سربېره یې پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې هم هوايي حملې کړې دي.

پاکستان اعلان کړی چې د طالبانو ۲۷۴ وسله وال یې وژلي دي په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت بیا د ۵۵ پاکستان پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

په عین حال کې پاکستان په دې نښتو کې د خپلو ۱۲ او د طالبانو حکومت د خپلو ۱۳ سرتېرو مړینه تایید کړې ده. آزادي راډیو د مرګ ژوبلې دا ارقام په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.

اسلام آباد د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د هغو وسله والو پرضد اقدام نه کوي چې په پاکستان کې حملې کوي خو طالبان دا تور ردوي.

د تېرکال په اکتوبر میاشت کې له هغو خونړیو نښتو وروسته چې په ترڅ کې یې له دواړو خواوو له اویا ډېر کسان ووژل شول، د قطر او ترکیې په منځګړتوب د دوی ترمنځ اوربند ټینګ شو خو له هغه مهاله په دوحه او استانبول کې د خبرو له څو پړاوونو وروسته لاهم دواړه لوري د سولې کوم دوامدار توافق ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG