د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸
د تیرې شپې د بریدونو یو انځور
د تیرې شپې د بریدونو یو انځور

د افغانستان او پاکستان د پوځي شخړې وروستی حال

پاکستاني چارواکو تایید کړه چې په دغه هیواد کې هوايي بریدونه شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دغه بریدونه د دوی هوایي ځواکونو کړي او وایي چې توانیدلي په اسلام اباد، نوښار،ایبټ اباد او جمرود کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

۱۷:۲۳ ۸.۱۲.۱۴۰۴

د پاکستان اردو د تلفاتو ارقام وړاندې کړل

د پاکستان اردو وايي چې افغانستان کې یې هوايی بریدونو کې ۲۲ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

رویترز خبري اژانس د پاکستان د اردو د ویاند احمد شریف چودري له قوله رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي له تیرې شپې راهیسې په نښتو کې لږترلږه ۱۲ پاکستاني عسکر او ۲۷۴ طالب جنګیالي وژل شوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دتیرې شپې په ۴ ساعته جګړه کې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او د ځینو جسدونه ددوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي او یوشمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.

طالبان وايی په دغو نښتو کې ددوی ۱۳ جنګیالي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

۱۸:۲۱ ۸.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا شارژادفیر وايی وضعیت له نږدي څاري

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي " د طالبانو او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې جګړې خبر دي" او په خبره یې وضعیت له نژدې څاري.

ډان براون چې دفتر یې په دوحه کې دی دا څرګندونې نن جمعه ( د کب ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه کړي دي.

نوموړي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغسې وضعیت کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د سفر د بندیز په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د کورنۍ نارامۍ، جرمونو، ترهګرۍ ، توقیف او اختطاف خطرونه شته دي.

پر امریکا سربیره د قطر، ایران، سعودي عربستان ، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو او ډيپلوماتانو له دواړو لورو د زغم او جوړجاړي غوښتنه کړې.

۱۹:۲۳ ۸.۱۲.۱۴۰۴

ریاض او قطر د اوربند لپاره هلې ځلې کوي

یوې باخبره سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان او قطر د پاکستان او افغانستان ترمینځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره هلې ځلې کوي.

دغه دیپلوماتیکې هلې ځلې په داسې حال کې ترسره کیږي چې وروسته لدې چې تیره شپه د پاکستان الوتکو په کابل او د افغانستان په څو نورو ولایتونو بمونه وغورځول او اعلان یې وکړ چې له افغانستان سره د "څرګندې جګړې" په حال کې دی ، د جګړې د پراخیدو اندییښنې زیاتې شوې.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې اژانس ته ویلي چې: "سعودي عربستان، قطر سره په همغږۍ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هڅې کوي،"

سرچینه زیاتوي چې هدف دادی چې "وضعیت ارام شي او له کنټرول څخه یې د وتلو مخه ونیول شي."

بلخوا قطر وویل د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر له مشر مذاکره کوونکي محمد الخلیفي سره د جمعې په ورځ ټیلیفوني خبرې وکړې.

دغه راز د سعودي عربستان یوې اعلاميې وویل چې ددغه هیواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره خبرې کړي.

سرچینه زیاتوي چې"ریاض او دوحه د دواړو خواوو سره په لوړه کچه په تماس کې دي، او موږ هیله لرو چې شخړه به ژر تر ژره پای ته ورسیږي،"

۲۰:۴۶ ۸.۱۲.۱۴۰۴

مصر د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي


د مصر بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطی د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټیلیفوني تماس کې له دواړو خواوو وغوښتل چې له زغم کار واخلي.

د "اهرام" خبري سایټ د معلوماتو له مخې، د مصر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي عبدالعاطی د وروستیو پرمختګونو او په سیمه کې د وضعیت په اړه له ښاغلي دار څخه مفصل معلومات ترلاسه کړل.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې مصر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او د هر هغه اقدام مخه ونیسي چې سیمه بې ثباته کولی شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG