مجاهد وايي چې دوی تل په سوله ایز حل ټینګار کړی خو که پاکستان جنګ ته دوام ورکوي ، دوی به هم لاپریکنده عملیاتو ته مخه کړي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند وايی چې دوی تل په سوله ایز حل ټینګار کړی دی او اوس هم غواړي چې ستونزې د خبرو له لارې حل پیدا کړي.
ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته وویل چې ددوی ځواکونو د پاکستان د بریدونو په وړاندې غبرګون ښودلی او که چیرې پاکستاني ځواکونه جګړې ته دوام ورکوي نو د طالبانو د حکومت ځواکونه هم دا توان لري چې دوی به تعقیب کړي او ددوی په وړاندې به نورهم پریکنده عملیات ادامه پیدا کړي.
مجاهد زیاته کړه چې TTP یا تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان کې خپل موجودیت اعلان کړی او په وړاندې یې مخکې کلونو کې پاکستاني پوځ عملیات هم کړي دي.
هغه وړاندې وویل چې د پاکستان داخلي جګړه ددغه هیواد کورنۍ موضوع ده او دا کومه نوې مسئله نه ده. او په ټکو یې "دا هیڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپله پخوانۍ او کورنۍ ستونزه پر افغانستان ور واړوي."
سره لدې چې ذبیح الله مجاهد په خپلو نننیو خبرو کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې ګاونډیانو ته ډاډ ورکړل شوی چې دافغانستان خاوره به د هیچا خلاف نه کارول کیږي خو اسلام اباد له مودې راهیسې وايي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالو افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه کوي.
لندن د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي
بریتانیې، په افغانستان باندې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ددواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې د زیاتیدو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر یاویت کاپر د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل : "موږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي، ملکي وګړو ته د نور زیان رسولو مخه ونیسي، او د منځګړو په وساطت بیا خبرو اترو ته سره کیني ."
د طالبانو د حکومت د لوی درستیز نوې څرګندونې
د طالبانو ددفاع وزارت لوی درستیز په یو ویډیو پیغام کې ویلي چې تیره شپه یې ځواکونو د ډیورند کرښې پورې غاړې ته د پاکستان یو شمیر پوستې نیولي دي او سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
قاری فصیح الدین فطرت په دغه پیغام کې ويلي چې دهیڅ هیواد یرغل بې ځوابه نه پریږدي. هغه زیاتوي چې ځواکونه یې ددې وړتیا لري چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
دافغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې وروستی حال
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله ترار تایید کړې چې د پاکستان پر ایبټ اباد، صوابۍ، او نوښار باندې د ډرون بریدونو هڅه شوې ده.
ترار دغه بریدونه تحریک طالبان پاکستان یا ( ټي.ټي.پي) ته منسوب کړي او ادعا یې کړې چې ټول ډرونونه یې نسکور کړي دي.
خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دغه بریدونه د دوی هوایي ځواکونو کړي او وایي چې توانیدلي په اسلام اباد، نوښار،ایبټ اباد او جمرود کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې یو شمیر هیوادونو د جمعې په ورځ له کابل او اسلام اباد څخه د خبرو او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه .
بل لورته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان د افغانستان او پاکستان د تازه شخړې په تړاو له خپل افغان، پاکستاني، قطري او سعودي سارو سره خبرې کړي دي.
مخکې د جرمني خبري اژانس په کابل او اسلام اباد کې د چارواکو له قوله ویلي و چې د قطر، سعودي عربستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
تر دې مخکې نیمه شپه د پاکستان هوايي ځواک په کابل، پکتیا او کندهار کې ځینې سیمې په نښه کړې. طالب چارواکو ددغو بریدونو خبر تایید کړ خو ویې ویل چې مرګ ژوبله نلري.
طالب ځواکونو تېر ماښام په پاکستاني پوستو انتقامي بریدونه پیل کړل، چې د پاکستان له غبرګون سره مخ شول. سره لدې چې طالبانو وویل چې بریدونه یې د شپې دولس بجې پای ته ورسیدل خو وروسته لدې چې پاکستاني الوتکو افغانستان کې دننه بریدونه وکړل طالبانو وویل چې خپل عملیات یې بیا پیل کړل.
پاکستاني ځواکونه او طالبان دواړه یوبل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي او دواړو خواوو د څو پوستو او اډو د نیولو راپور ورکړی دی.