د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اوسیدونکی قومي مشر کفتر خان وایي، د چهارشنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو یو ځل بیا نښتې وکړې او جګړې تر شپې دوام وکړ.
کفترخان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس وضعیت ارام دی، خو یو شمېر ځايي اوسیدونکو د زیانونو اوښتو او د جګړې د بیا پیل له وېرې خپل کورونه پریښې دي.
ښاغلی خان زیاتوي"پرون تر ماښام وروسته په پوله کې جګړه ودرېده، مرمۍ راتلې خو ځاني تلفات یې نه دي اړولي، فعلاً خیریت دی خو ځینو خلکو د دې لپاره چې مرمۍ راتلې، خپل کورونه یې پریښي دي."
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي عبدالحق هم وویل چې"پرون خلکو له دور بابا کډه راوکړه، ډېر په تکلیف شول، فعلاً نښته درېدلې ده او ستونزه نشته."
دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ مخکې، د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.
د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي د چهارشنبې په ماسپښین د شویو نښتو په اړه څه ونه ویل، خو تایید یې کړه چې د دوی ځواکونو د سې شنبې په ورځ له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې ده.
ښاغلي محمدي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې وضعیت اوس مهال ارام دی او نښتو کې کوم زیان نه دی اوښتی. نوموړی زیاته کړه"د هغوی لخوا ډزې شوې وې، موږ انتقامي حمله نه ده کړې، بلکې د برید په ځواب کې مو عمل وکړ."
ډزې د پاکستان له خوا شوې وې. خو موږ انتقامي حمله نه ده کړې، بلکې د هغوی د برید په ځواب کې مو اقدام وکړ.
پر ننګرهار سربېره، د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي هم د پاکستاني ځواکونو تر برید لاندې راغلې وه.
د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو پر دې ولسوالۍ څو د هاوان مرمۍ وویشتلې.
هغه زیاته کړه"جګړه تیزه شوې نه ده، خو پرون مازدیګر څلور بجې وې چې د پاکستان له خوا یو دوه هاوانونه راغلل او له دې لوري هم پرې یو څو ډزې وشوې، خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."
ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ماسپښین د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبل سیمه کې نښته شوې ده.
خو د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ کومه نښته نه ده شوې.
په ورته وخت کې، د پاکستان پوځ په یو رسنیز بیان کې ویلي چې دوی د "ترهګرو" یوه ډله په شمالي وزیرستان کې پیژندلې چې هڅه یې کوله له افغانستانه دې هیواد ته ننوځي او په نښته کې یو افغان وګړی وژل شوی دی.
مرمۍ راتلې خو تلفات یې نه دي اړولي. اوس کراري ده. ځینو خلکو د دې لپاره چې مرمۍ راتلې، خپل کورونه پریښي دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا نښتې وروسته له هغه کېږي چې د تیرې یکشنبې په شپه د پاکستان جنګي جیټ الوتکو په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هوايي برید لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل، چې په کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي هم شامل وو.
د وژل شویو کسانو له ډلې، څلور مړي لا تر اوسه نه دي موندل شوي.
خو د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په دې حمله کې یې په ننګرهار او پکتیکا کې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګې اړوند اوه مرکزونه په نښه کړي، چې ۷۰ کسان په کې وژل شوي.
د طالبانو حکومت دې بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
تازه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو، ټلویزیون د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مرکې په حواله چې العربیه خبري شبکې سره یې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوایي حملو په غبرګون کړې ویلي، د دوی ځواب به ورته "پوځي وي؛ خو جزئیات یې محرم دي."
مجاهد په دې مرکه کې ټینګار کړې چې د داعش سره د مبارزې پر ځای، پاکستان دوی ته خوندي پټنځایونه ورکړي او د افغانستان په وړاندې یې په ځینو ویجاړونکو بریدونو کې کارولي دي.
د طالبانو حکومت دغه شان د تحریک طالبان پاکستان په اړه په وار وار ویلي چې (ټي ټي پي) د هغه هیواد داخلي مسله ده او د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.