خبرونه
جاپان یو وار بیا له افغانستان سره بشري مرسته اعلان کړه
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف نن اعلان وکړ چې جاپان د ۴.۴ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده، او په دې پیسو به شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته، چې نیمایي یې ماشومان دي، ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې شي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې بشري کړکېچونه او جبري کډوالۍ زیاتې شوې دي.
یونیسف تایید کړې چې د جاپان له لوري ورکړل شوې دا ۴.۴ میلیون ډالره به د افغانستان هغو خلکو ته د بیړنیو او حیاتي خدمتونو په برابرولو ولګول شي چې د طبیعي پېښو او بیړنیو حالاتو له امله زیانمن شوي دي.
د دې بودجې له لارې به مستقیم ډول ۶۰ زره کسانو ته مرسته ورسېږي، چې له دې ډلې به کابو ۳۰ زره ماشومان د روغتیا، تغذیې او ساتنې مهم خدمات تر لاسه کړي.
په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونه زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دې چارې پر بشري مرستو او خدمتونو لا زیات فشار راوستی دی.
پرلهپسې کړکېچونو د افغانستان د ماشومانو د ساتنې سیستمونه کمزوري کړي دي. د یونیسف د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې یوازې یا له کورنیو بېل شوي ۱۳ زره ۸۹ ماشومان پېژندل شوي، چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.
د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.
هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:
«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې
د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د راپور له مخې، نوې پېښې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ثبت شوې دي.
د دغو ناروغانو د ناروغۍ نښې د اپرېل په ۱۴مه او د مې په ۷مه څرګندې شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې بومي پاتې دی.
د راپور له مخې، افغانستان د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو شپږ پېښې او پاکستان درې پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د شمېرو له مخې، افغانستان سږ کال تر دې دمه ۳۴ مثبتې چاپېریالي نمونې او پاکستان ۹۰ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر: ټرانسافغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانسافغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.
افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمهییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی
د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.
ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.
ټرمپ: که ایران خپل چلند بدل نه کړي، بیا به یې بمباري کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره د شوې هوکړې له پایلو راضي نه وي او تهران خپل چلند اصلاح نه کړي، امریکا به یو ځل بیا پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په فرانسه کې د جي-۷ هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:
«دا یوازې یو تفاهملیک دی. که زه ترې راضي نه وم او هغوی خپل چلند بدل نه کړ، نو موږ به بیا پرې ډزې وکړو او بمونه به ورباندې وغورځوو.»
د امریکا ولسمشر هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې واشنګټن به د یاد تفاهملیک له مخې په ایران کې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه وکړي. خو نوموړي زیاته کړه چې امریکا به د نورو هېوادونو له لوري په ایران کې د پانګونې مخه ونه نیسي.
د تفاهملیک بشپړ متن لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی، خو د ځینو امریکايي رسنیو لهخوا د خپرو شویو مسودو له مخې، په یوه ماده کې راغلي چې:
«متحد ایالتونه ژمنه کوي چې له خپلو سیمهییزو شریکانو سره په ګډه د ایران د اقتصادي بیارغونې او پراختیا لپاره یو هر اړخیز او د دواړو لورو لهخوا منل شوی پلان جوړ کړي او د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو تمویل تضمین کړي. د دې پلان د عملي کولو میکانیزم به د وروستۍ هوکړې د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې ترتیب شي.»
خو ټرمپ ټینګار وکړ چې په تفاهملیک کې داسې کومه ماده نشته چې له مخې یې امریکا ایران ته مستقیمې پیسې ورکړي. هغه همداراز دا ادعا هم رد کړه چې په سند کې د ایران پر وړاندې د بندیزونو د فوري لغوه کېدو کوم بند شامل دی.
د امریکا ولسمشر ویلي چې هر ډول احتمالي اقتصادي اسانتیاوې یا د بندیزونو نرمښت به د ایران په ژمنو او راتلونکي چلند پورې تړلی وي.
ټرمپ ګواښ کوي که چیرې ایران له هوکړې سره سم چلند ونه کړي نو پوځي عملیات به بیا پیل شي
په داسې حال کې چې دنړۍ مشرانو دایران او امریکا ترمینځ د هوکړې هرکلی وکړ د متحدو ایالاتو ولسشمر وايي که چیرې ایران له هوکړې سره سم چلند ونه کړي نو واشنګټڼ کیدای شي بیا پوځي عملیاتو ته مخه کړي.
دونالد ټرمپ فرانسه کې د جي ۷ یا اوو صنعتي پرمختللیو هیوادونو غونډه کې چې دمصر ولسشمر عبدالفتاح سیسي یې ترڅنګ ولاړ وو خبریالانو ته وویل دغه تفاهم لیک یواځې مقدماتي توافق دی او ګواښ یې وکړ که چیرې ایران هغه څه چې امریکا یې تمه لري ترسره نه کړي نو پوځي عملیات به بیا پیل شي.
ټرمپ هغه رپوټونه چې وايی امریکا به دهوکړې سره سم ایران کې ۳۰۰ ملیارډ ډالر پانګونه وکړي هم رد کړل. خو دايی هم وویل چې واشنګتن به نور هیوادونه ایران کې له پانګونې منع نه کړي.
تمه ده چې دامریکا او ایران استازي دغه تفاهم لیک د راتلونکې جمعې په ورځ سویس کې رسما لاس لیک کړي.
د نړۍ د فوټبال ستوری لیونل مسي د نړیوال جام لوبه کې تیره شپه یو ځل بیا وځلید
د نړۍ د فوټبال ستوری او د ارجنتین د ټیم کاپیتان لیونل مسي تیره شپه د نړیوال جام په لوبو کې یوځل بیا وځلیده.
د ارجنتین ټیم د الجزایر ټیم ته ۳-۰ ماته ورکړه اوپه دې سره د مسي نوم د نړیوال جام په تاریخ کې یوځل بیا ثبت شو.
۳۸ کلن مسي تیره شپه لومړنۍ لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په ۶ دورو کې ګډون کوي.
هغه د تیرې شپې لوبه کې هتریک یا درې ګولونه وکړل او په نړیوالو جامونو کې یې د خپلو ګولونو شمیر ۱۶ ته ورساوه.
مسی دغه راز دنړۍ لومړنۍ هغه لوبغاړی شو چې پنځو پرله پسې سیالیو کې ګولونه کوي.
فرانسه د لسګونو کډوالو د ډوبېدو د پېښې په تړاو ۱۴ تورن کسان محاکمه کوي
فرانسه ۱۴ تورن کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق اتباع دي، مانش کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له پېښې سره په تړاو محاکمه کوي.
دا پېښه د ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې شوې چې په کې ۲۷ کډوال ،مانش کانال کې د کښتۍ دډوبېدو له امله مړه شول.
د فرانسې څارنوالانو د سېشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۶مه، اعلان وکړ چې دغه ۱۴ کسان د انسان دقاچاق، غیرعمدي قتل او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د غړیتوب په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.
د چارواکو په وینا، تورن کسان د کډوالو د لېږد لپاره د موټر چلولو څخه نیولې د غیرقانوني سفرونو تر تنظیمولو پورې د دې عملیاتو په بېلابېلو برخو کې دخیل وو .
د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کردان وو، او داسې انګېرل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.
فرانسوي چارواکو تر اوسه د دې محاکمې د پیل دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.
فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یوه مهمه لار ده چې هڅه کوي د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
هند کابل سره د یوې بلې طبي مرستې خبر ورکوي
هند پنځه ټنه نور ضروري درمل کابل ته سپارلي .
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیرجیسوال د چهارشبنې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دغه درمل د افغانستان د خلکو د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره استول شوي دي.
هغه زیاتوي چې هند دیادو درملو په لیږلو سره یوځل بیا د افغانستان له ولس سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.
هند تردې مخکې د غبرګولې په لومړۍ نیټه د کوچنیانو د واکسین اړوند ۲۰ ټڼه درمل کابل ته لیږلي وو.
نوې ډهلې په دې وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته واکسینونه ، درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.
هند او افغانستان کې د طالبانو حکومت دې وروستیو کې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د ایران د خامو تېلو درې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي
د امریکا لخوا د سمندري محاصرې له پیل راهیسې، د ایران د خامو تېلو لومړنۍ تیل وړونکې درې بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي.
دا خبره د چهارشنبې په سهار د بېړیو د څارنې یوې وېبپاڼې اعلان کړه.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د را تلونکې جمعې په ورځ ، د ایران او امریکا لوړپوړي استازي د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویس کې یوه هوه کړه لاسلیک کړي.
د «ټانکر ټرېکرز» (Tanker Trackers) په نوم وېبپاڼه، چې د تېلو د زېرمه کولو او د نفتي محمولو د لېږد بهیر څاري، د سپوږمکۍ د انځورونو او ډیجیټلي معلوماتو پر بنسټ، «په تېرو دوو میاشتو کې د ایران د خامو تېلو لومړنی صادرات» تأیید کړي دي.
یادې وېبپاڼې په ایکسپاڼه لیکلي چې لږ تر لږه د ایران د ملي نفت وړونکو بېړیو شرکت اړوند دوو ټانکرونو په ټولیز ډول ۳.۸ میلیونه بېرله خام تیل بار کړي او خپلو ټاکل شویو مقصدونو ته روان دي.
ټانکر ټرېکرز همدارنګه خبر ورکړی چې درېیم ایرانی نفتوړونکی ټانکر هم د امریکا د سمندري محاصرې له ساحې څخه تېر شوی دی.