افغانستان
د هندوانو او سیکانو استازو طالب چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړې
حمد الله فطرت د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند دچهارشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د هندوانو او سیکانو د شورا رئیس منجیت سنګ لامبه د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع سره په غونډه کې د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو ، برښنا او دیوناني طبابت د جواز ترڅنګ ، د کابل شوربازار کې د درمسال په اړه چې د سړک د نقشې لاندې راغلی خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
خبر زیاتوي چې ډاکټر ملا عبدالواسع ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی دی چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو او مسئولینو سره شریکې کړي.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې د هندوانو او سیکانو د هغو جایدادونو او ملکیتونو د ازادولو لپاره چې د تیرو حکومتونو په مهال غصب شوي د عدلیې وزارت لخوا یو ځانګړی کومیسیون جوړ شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان تیر کال په خپل راپور کې د هندوانو او سیکانو په شمول په افغانستان کې د لږکیو د حقوقو د نقض خبره کړې وه.
د افغان هندوانو او سیکانو اقلیت چې پخوا کلونو کې یې شمیر لسګونو زرو کسانو ته رسیده پلازمینه کابل او نورو لویو ښارونو کې کار اوبار او تجارت کاوه خو د تیرو درې لسیزو د جګړواو ناکراریو له امله ددوی ګڼ شمیرکسان له افغانستانه بهرته کډه شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو حکومت په سرحداتو کې د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره له ملګرو ملتونو د سکنرونو غوښتنه وکړه
د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونود مبارزې د دفتر مشر پولیک اوک سیري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت معین شیخ عبدالرحمن منیر سره ولیدل.
د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت معین په غونډه کې له دغه نړیوال چارواکي د سرحدونو دلاښه کنټرول لپاره د مجهزو سکنرونو غوښتنه کړې ده.
خبر زیاتوي چې ښاغلي سیري د نشه یې توکو په وړاندې د لاس ته راوړونو ستاینه کړې او د سکنرونو د برابرولو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې.
د مخدرو موادو او جرایمو په وړاندې دملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) تیره میاشت په یو راپور کې وویل چې افغانستان کې له مصنوعي مخدرو موادو او د طبي درملو څخه د ناوړه استفادې ترڅنګ ، دودیز مخدر موادهم ډیر کارول کیږي.
د پاکستان حکومت په صوابۍ کې د افغان کډوالو د یوه کمپ اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ
پاکستاني چارواکو د خیبرپښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د افغان کډوالو د یوه کمپ ټول دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړلي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د صوابۍ د پولیسو د مرکزي قرارګاه مرستیال مشرې الینا شکیل پرون له برکای کمپ څخه د لیدنې پرمهال افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان حکومت رسما دا کمپ بند کړی دی.
مېرمن شکیل له ټولو کډوالو غوښتي دي چې د اسلام آباد له پالیسیو سره سم د کډوالو د خپلې خوښې ستنېدو په چاره کې له چارواکو سره همکاري وکړي.
د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي خو په وروستیو میاشتو کې یې دا لړۍ چټکه کړې ده.
د تېرکال د سپټمبر په ۲۵مه د پاکستان د ایالتونو او سرحدونو چارو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې خبرداری ورکړ چې په خیبرپښتونخوا، سند او پنجاب کې د افغان کډوالو شپاړس کمپونه تړل کېږي.
ډېری دا کمپونه د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې جوړ شوي او تراوسه هم هلته لسګونه زره کډوال ژوند کوي.
پر افغانستان له حملو وروسته په پاکستان کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
په پاکستان کې وروسته له دې چې د دې هېواد الوتکو پر افغانستان هوايي برید وکړ، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د کورنیوچارو وزارت مرستیال طلال چودري نن وویل، پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د شنبې ورځې له حملو وروسته په پاکستان کې چارواکو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي دي.
ښاغلی چودري زیاتوي چې کله هم دوی په افغانستان کې، د ده په وینا پر وسله والو ډلو برید کړی نو هغو غبرګون ښودلی. چودري رویټرز ته ویلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي څو د احتمالي بریدونو مخنیوی وکړي.
په پاکستان کې په وروستیو کې څو تروریستي حملې وشوې. په دې ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او د پنجاب په بهکر سیمو کې حملې وشوې چې په یوه کې پنځه پولیس او دوه ملکیان او په دوهمه کې دوه پولیس ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي دا حملې د پاکستاني طالبانو په ګډون هغه ډلې کوي چې مرکزونه یې په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت وايي هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د کوم هېواد امنیت وګواښي او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او پاکستاني چارواکو پرون تایید کړه چې ځواکونو یې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کړې دي.
ریچارډ بینېټ: د طالبانو پالیسیو د افغان نجونو او مېرمنو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر وايي چې د طالبانو پالیسیو د افغان مېرمنو او نجونو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.
ریچارډ بینېټ په خپل تازه راپور کې چې نن چارشنبې (د کب ۶مه) خپور شو ویلي دي چې طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته د جنسیت پربنسټ د تبعیض داسې یو منظم سیسټم رامنځ ته کړی چې زده کړو، کار، صحي پاملرنې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ښځو ګډون محدودوي. بینیټ دا سیسټم له بشري ضد جرمونو سره انډول بللی دی.
راپور ټینګار کوي چې دا تبعیضي پالیسي نه یوازې د ښځو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې کوي بلکې د هېواد په کچه د روغتیايي سیسټم پایښت هم ګواښي.
ښاغلي بینیټ د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره د بېړني او دوامداره نړیوال اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که داسې ونه شي نو افغانستان به یې له اوږدمهاله ناوړه عواقبو سره مخامخ شي.
طالبانو د ښاغلي بینېټ د تازه راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د نوموړي راپورونه له حقایقو لیرې بللي او افغانستان ته یې د هغه پر تګ راتګ هم بندیز لګولی دی.
د طالبانو او پاکستان چارواکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې تایید کړې دي
طالبانو او پاکستاني چارواکو تایید کړې ده چې ځواکونو یې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کړې دي.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط بېګا ناوخته ازادۍ راډیو ته تایید کړه چې د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې د دوی د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه چې نښته پاکستاني لورې پیل کړه او د طالبانو ځواکونو ځوابي ډزې وکړې. د سرچینې په وینا نښته پای ته رسیدلې او مرګژوبله نه لري.
بل خوا د پاکستان د صدراعظم یوه ویاند مشرف زیدي تېره شپه پر ایکس شبکې ولیکل چې د طالبانو ځواکونو په تورخم او تیرا سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بې دلیله ډزې کړي چې امنیتي ځواکونو يې سمدستي ځواب ورکړی دی.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا نښتې وروسته له هغه کېږي چې تېره شنبې د پاکستان جنګي الوتکو په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي حملې وکړې. دې حملو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوړله.
د روغتیا وزارت؛ د درملو پر وارداتو مو ترکیې سره خبرې کړي
په کابل کې د ترکیې سفارت شاررژدافیر د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزیر په کتنه کې د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیز همکاریو خبرې کړي.
دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د (فبروري۲۴مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،"سادین اییلدیز له نورجلال جلالي سره د روغتیا په برخه کې د کارکوونکو د روزنې، د زړه په ناورغۍ د اخته ماشومانو لپاره په روغتونو کې د امکاناتو په زیاتیدو او په لیرو پرتو سیمو کې د روغتونو د جوړیدو په اړه خبرې وکړې".
په اعلامیه کې راغلي، "دواړو لورو له ترکیې څخه افغانستان ته د دوا او درملو د وارداتو په اړه هم خبرې کړي دي".
د طالبانو حکومت په وروستیو کې له پاکستان څخه د هر ډول درملو په وارداتو بندیز لګولی دی.
بل پلو، عام افغانان په کلینیکونو او درملتونو کې د دوا له کمښت او بې کیفیتي څخه شکایت لري.
یو شمیر افغان او نړیوالو مدني بنسټونه د م.م د بشري حقونو شورا ته؛ د طالبان له خوا د بشري حقونو د نقض مخه ونیسئ
یو شمیر افغان او نړیوالو مدني بنسټونو په یوه ګډ بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ کړی چې د طالبانو نویو قوانیو د پخوا پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکچین شوی دی.
په دغه کډ بیان کې چې ۸۲ کورنیو او ۱۳نړیوالو بنسټونو د سه شنبې په ورځ د (فبروري۲۴مه) ملګروملتونو ته استولی راغلي،"د طالبانو د جزايي محاکمو اصولي نامې پلي کیدو د بشري حقونو وضعیت بدتر کړی دی".
په بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو نوی قانون محکوم کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي.
تمه ده د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي.
د طالبانو حکومت د روان کال په جنورۍ کې د محاکمو جزايي اصول نامه په لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې تصویب او د دوی د لوی مشر ملا هبیت الله اخوندزاده له خوا توشیح شوه.
په اصولو نامه کې د پخوا پرتله د ښځو په ګډون په عامو خلکو د قوانینو پلي کیدل سخت شوي دي.
یوناما؛ په تیرو دوو کلونو کې پنځه میلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وايي،"په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي".
دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د (فبروري۲۴مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې ویلي،"یوازې په ۲۰۲۵کال کې نژدې درې میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي".
د یوناما په ټکو، په دغه لوړ شمیر د کډوالو بیرته راتګ په افغانستان کې په شته اسانتیاو او د خدمتونو په وړاندې کولو فشار اچولی دی.
دغه سازمان وړاندې ویلي،" نړیواله ټوله دې له راستنو شویو کډوالو سره بشري مرستې وکړي".
ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د نوي سر روزونکي په توګه ټاکل شوی
کرکټ بورډ اعلان وکړ چې ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د نوي سر روزونکي په توګه وټاکل شو.
ریچارډ پایبس په څه باندې شل کلنه روزنګرۍ کې د ویسټ اندیز، بنګله دیش، جنوبي افریقا او پاکستان د ملي ټیم د مشر روزونکي او د مهارتونو د لوړولو د مشر په توګه دندې ترسره کړي.
دی د انګلستان د هېواد دی.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د پخواني مشر روزونکي جاناټان ټراټ دنده په روان نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان له وروستۍ لوبې سره سم پای ته ورسېده.