خبرونه
ولسمشر ټرمپ د تعرفو په برخه کې د سترې محکمې پریکړه شرموونکې وبلله
ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه چې د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې د هغه د مخکنیو تعرفو یوه برخه غیرقانوني اعلان کړه؛ نوي اجرایي فرمانونه صادر کړل.
د دې فرمانونو له مخې د امریکا د تجارتي شریکانو پر ټولو وارداتو د یو سل او پنځوس ورځو لپاره لس فیصده تعرفه وضعه شوه.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په شپږو موافقو او دریو مخالفو راییو سره د ولسمشر ټرمپ هغه تعرفې رد کړې چې د بیړنیو حالاتو د قانون پر بنسټ لګول شوې دي. سترې محکمې وویل چې ولسمشر دا واک نه لرې چې د امریکا پر تجارتي شریکانو تعرفې ولګوي.
د سترې محکمې د رییس جان رابرټس په بیان کې د همدې تعرفو په اړه راغلې دي چې د امریکا په اساسي قانون کې دا واک کانګرس ته ورکړل شوی دی.
ښاغلي ټرمپ وويل، له نورو لارو او قوانينو به د تعرفو د عملي کولو لپاره کار واخلي او زياته یې کړه چې د هغه سياست پلي کولو ته به دوام ورکړی چې د امریکا د اقتصاد لپاره ګټور دی.
ولسمشر ټرمپ بیا د سترې محکمې دا پریکړه وغندله، هغه یې له شرمه ډکه وبلله او ویې ویل چې هغه تعرفې به په خپل ځای پاتې شي چې د ملي بیړنیو قوانینو تر چتر لاندې نه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال لوبډله د برونزو مډال ګټلو لپاره سیالي کوي
د افغانستان د فوټسال تر ۱۸ کلونو کم عمره لوبډله به د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» د برونزو پر مډال د ارجنټاین او مراکش د لوبې له بایلونکې لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان لوبډلې د دوشنبې په ورځ د سینیګال پلازمېنه داکار کې د ځوانانو په المپیک کې نیمه پایلوبه ۲-۰ پرتګال ته وبایلله او پایلوبې ته له لار موندلو پاتې شوه.
افغانستان تر دې وړاندې د ګروپي پړاو په سیالیو کې پاناما ته پنځه-صفر او سینیګال ته شپږ-صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه، خو ارجنټاین تهیې دوه د یوه پر وړاندې بایللې وه.
ترکیه کې د اقلیمي بدلونونو کنفرانس؛ ملګري ملتونه د بېړني اقدام غوښتنه کوي
«د کاپ ۳۱» په نوم د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوال کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د نومبر په نهمه) ترکیه کې پیل شو.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو په انتالیا کې د دې غونډې په پیل کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د ځمکې د تودوخې د مخنیوي لپاره خپل اقدامات چټک کړي.
د اقلیمي بدلونونو په چارو کي د ملګرو ملتونو استازي سایمون سټیل وویل چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې روان اقدامات کافي نهدي.
په همدې حال کې، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ۲۰۲۶ کال ښايي د ثبت شویو څلورو تر ټولو ګرمو کلونو په ډله کې وي.
ټاکل شوې چې د «کاپ ۳۱» غونډه د نومبر تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي او په ترڅ کې بهیې د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د کمولو، د پاکې انرژۍ د پراختیا او له اقلیمي بدلونونو سره د زیانمنو هېوادونو د مالي ملاتړ په اړه بحثونه وشي.
افغانستان هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له سختو زیانمنو هېوادونو څخه دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د غونډې په درشل کې وویل چې د دوی استازي به د څارونکو په توګه په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
د ترکیې د اوسپنې او فولادو یوه فابریکه کې چاودنې ۳ کسه وژلي او ۱۴ ټپیان دي
د ترکیې په لوېدیځ کې د اوسپنې او فولادو د تولید په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، ۱۴ ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور لادرکه دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د ازمیر ولایت د والي دفتر ویلي چې دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ، د نومبر په نهمه، د غرمې شاوخوا د علياغا ولسوالۍ د «هاباش» په نوم د اوسپنې او فولادو د تولید په فابریکه کې شوې ده.
د ځايي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي چې د درېیو تنو روغتیايي وضعیتیې نازک ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې، د هغو ۱۰ کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات روان دي چې د چاودنې له امله د فابریکې د نړېدلو برخو لاندې بند پاتې دي.
د ځايي رسنیو لهخوا خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې د فابریکې له سیمې څخه د خړ رنګه دوړو لویې لوړې ورېځې پورته کېږي.
د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په کابل کې پیل شوه
د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» د دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شوه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې پانګهوال، سوداګر، مالي، اداري او د پرمختګ اړوند شریکان په دې دوه ورځني مناسبت کې په افغانستان کې د انرژۍ ستونزې د حل پر لارو چارو خبرې کوي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په همکارۍ دایرېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشرې رباب فاطمې په دې مناسبت د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر پراختیا او د ژمنو په عملي کېدو ټینګار وکړ.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.
د اسرائیلو ولسمشر د نوي حکومت د جوړولو مأموریت د نتانیاهو رقیب ته ورکړ
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د «یاشار» د ګوند مشر، ګادي ایزنکوټ د نوي حکومت په جوړولو مکلف کړ.
ایزنکوټ د بنیامین نتانیاهو سیاسي رقیب دی.
هرتزوګ له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته، د یکشنبې په ورځ ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله.
د جمهوري ریاست دفتر وویل، په داسې حال کې چې د پارلمان ۶۷ غړو ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو د دندې د سپارلو ملاتړ کړی، ۴۶ نورو غړو د نتانیاهو ملاتړ کړی دی.
ایزنکوټ ۲۸ ورځې وخت لري چې د بېلابېلو ګوندونو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره نوی حکومت جوړ کړي.
دا موده ښايي ۱۴ ورځې نوره هم وغځول شي.
خو د نوي حکومت جوړول له ننګونو سره مخ دي، ځکه چې د ایزنکوټ سیاسي ائتلاف د پارلمان له ټولو ۱۲۰ څوکیو څخه یوازې ۴۸ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې د حکومت جوړولو لپاره د لږ تر لږه ۶۱ استازو ملاتړ ته اړتیا ده.
ایزنکوټ ویلي، هڅه به وکړي چې یو پراخ ائتلافي حکومت جوړ کړي.
که نوموړی د حکومت په جوړولو بریالی نهشي، ښايي د حکومت جوړولو فرصت یو ځل بیا بنیامین نتانیاهو ته ورکړل شي.
ملګرو ملتونو ویلي له هرو دریو افغانانو یو له سختې لوږې سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي د ژمي په درشل کې له هرو دریو افغانانو یو له سختې لوږې سره مخامخ دی.
اوچا په دې اړه د دوشنبې په ورځ یو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې میلیونونه افغانان لومړنۍ اسانتیاوې نه شي برابرولی.
ملګرو ملتونو د دې لوږې اغیزې په ماشومانو زیاتې بللي او خبرداری یې ورکړی چې کال ته به له پنځو کلونو کشران نږدې څلور میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.
ولسمشر ټرمپ وایي تر هغه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وي په ایران د برید اړتیا نه لیدل کېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر هغه چې د سولې په بهیر کې پرمختګ موجود وي، تر ډېره یې اړتیا نه لیدل کېږي چې پر ایران نوي هوایي بریدونه وشي.
ټرمپ د نومبر په اتمه له سي ای ان سره په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل: «دا په دې پورې اړه لري چې آیا [د ایران مذاکره کوونکي] یو ډېر پیاوړی تړون لاسلیک کوي او که نه. ځواب دا دی: ښايي ډېره ضروري نه وي»
ټرمپ دا هم وویل چې که بریدونه بیا پیل شي، امریکایي ځواکونو واردمخه د ایران ځینې مهم بنسټیز تاسیسات ټاکلی چې پکې ۳۸ پلونه هم شامل دي او په یوه ساعت کې به له منځه یوړل شي.
ټرمپ همدارانګه په تروث سوشیال کې د "Task Force Iron Gate" (د اوسپنیزې دروازې ځواک) په نوم د یوې ځانګړې ډلې یادونه کړې چې په خبره یې کسپین سمندرګي او نورو ځمکنیو لارو څخه د ایران د پرمختللو وسلو او بندیز لاندې توکو د لېږد رالېږد مخه به نیسي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې وخت کړي چې دواړه لوري لا هم د هرمز تنګي په سیمه او شاوخوا کې، پر سمندري بېړیو او ساحلي تاسیساتو محدود بریدونه کوي.
د ځوانانو په المپیک کې د افغانستان او پرتګال د فوټسال نیمه پایلوبه
دوشنبه مازیګر مهال د ځوانانو په المپيک لوبو کې افغانستان او پرتګاله د فوټسال نیمه پایلوبه کوي.
افغانستان په ګروپي دور کې سینیګال ۶ پر صفر مات کړی و.
تر هغه مخکې لوبه یې ۲ پر صفر پر ارجنټاین بایللې وه خو د ګروپي دور لومړنۍ لوبه یې ۵ پر صفر له پانامې ګټلې وه.
د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو المپیک لوبې د سینیګال په کوربه توب روانې دي.
د روسیې د بریدونو په سبب د اوکرایین د ختیځو سیمو برېښنا پرې شوې او ۶ لکه کسان په تیاره کې ناست دي
د اوکرایین پر بریښنايي تاسیساتو د روسیې د بریدونو په دوام د اوکرایین د ختیځمو سیمو شاوخوا شپږ لکه اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ له برېښنا بې برخې شوي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې د هېواد په پراخو سیمو کې خلک اوسمهال له برېښنا پرته د ژمي له سړې هوا سره مخ دي.
یوه ورځ مخکې، زیلینسکي پر خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین هم تور پورې کړی و چې غواړي په ابوظبي کې د راتلونکو خبرو په درشل کې، اوکرایین په تیارو کې کېنوي او پر دغه هېواد اعظمي فشار راوړي.
ټاکل شوې ده چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د روسیې، اوکراین او متحده ایالاتو ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شي.
امریکایي مذاکره کوونکي هڅه کوي چې د ژمي له پیل مخکې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په لور پرمختګ وکړي.
په ترکیه کې د ۶۳ افغان کډوال نیول کېدل؛ دا کډوال له ایران څخه ترکیې ته تر اوښتو وروسته نیول شوي
د ترکیې پولیسو ۶۳ افغان کډوال په سرحدي ولایت حکاري کې نیولي دي.
حکاري له ایران سره ګډه پوله لري. د دغه ولایت په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا افغان کډوال د جمعې په ورځ د ترکیې خاورې ته په ناقانونه توګه په اوښتلو سره د پولیسو له خوا ونیول شول.
همداراز یو کس د دوی د قاچاق په تور هم نیول شوی.
اخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په حواله هم راغلي چې په ګڼو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۰۰۰ کسان چې په غیر قانوني توګه اوسیږي تر څار لاندې نیولي.
د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.
افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.