د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۲

خبرونه

ټرمپ له ایران سره موافقې ته مهلت وټاکه

U.S. President Trump visits Georgia
U.S. President Trump visits Georgia

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې متحد ایالتونه باید له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پرېکړه کوي.

هم‌مهاله، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د واشنګټن د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که پوځي برید وشي، په سیمه کې د امریکا اډې او شتمنۍ به د تهران لپاره «مشروع هدفونه» وي.

ټرمپ د «غزې د سولې پلاوي» په لومړنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید دې هوکړې ته ورسېږي، که نه نو «بدې پېښې به رامنځته شي».

هغه خبرداری ورکړ چې که هوکړه و نه شي، واشنګټن «ښايي اړ شي یو ګام نور هم مخکې ولاړ شي» او زیاته یې کړه چې ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې پایله روښانه شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه

په افغانستان کې تر دې وړاندې دوې سختې زلزلې وشوې
په افغانستان کې تر دې وړاندې دوې سختې زلزلې وشوې

شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول.

د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمال‌ختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و.

تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ترکیه کې د دویجه ویله خبریال نیول شوی

یو ترک خبریال چې له دویچه‌وله سره همکاري کوي، د «ناسمو خبرونو خپرولو» او «د ولسمشر د سپکاوي» په تور نیول شوی دی.

د ترکیې څارنوالۍ ویلي چې علیجان اولوداغ د پنجشنبې په ورځ په انقره کې په خواله رسنیو کې د خپلو لیکنو له امله ونیول شو.

د هغه وکیل ویلي چې دا نیونه د هغه له هغو راپورونو سره تړاو لري چې په داعش پورې د تړلو وګړو د بېرته ستنولو په اړه یې چمتو کړي وو. د دویچه‌وله د راپور له مخې، دا تورونه په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې له یوې پخوانۍ لیکنې سره تړاو لري چې پکې د ترکیې پر حکومت نیوکه شوې وه.

پولیس هغه په خپل کور کې نیولی او شخصي وسایل یې هم ضبط کړي دي. ټاکل شوې ده چې هغه نن محکمې ته حاضر شي.

د «بې سرحده خبریالانو» ټولنې او د دویچه‌وله مشر دا نیونه غندلې او د نوموړي خبریال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

پاکستان ادعا کوي چې د باجوړ بریګر افغان و

پاکستان ادعا کوي چې په باجوړ کې پر پوځیانو انتحاري بریدکوونکی افغان و.

د روانې فبرورۍ په ۱۶ مه په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ووژل شول. د دې برید مسوولیت ټي ټي پی په غاړه واخیست.

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو د ادعا پر اساس لیکلي چې د دې برید عامل قاري عبدالله نومېده چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکی و.

پاکستان تر دې وړاندې هم د اکثرو بریدونو عوامل افغانان بللي او پر له پسې وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپورتر د بشري حقونو شورا ته وینا کوي

Richard Bennett
Richard Bennett

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ویلي چې د ښځو او نجونو د روغتیا حق په اړه به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

ریچارډ بېنټ، د پاکستان له وروستي سفر وروسته په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې هغه د شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او خپل راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه په جینیوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې چې په پام کې لري چې یوه شفاهي وینا هم وکړي، چې پکې به د بشري حقونو د هغو اندېښمنو پرمختګونو یادونه وکړي چې د ده په وینا د جدي اندېښنې وړ دي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د زده کړو د لومړني حق په شان د ښځو د بشري حقونو ګڼې سرغړونې کړي دي.

د بشري حقونو د شورا دا غونډه په داسې حال کې دایریږي چې نړیواله ټولنه لا هم پر دې بحث کوي چې د افغانستان د بشري حقونو له بحران سره څنګه چلند وشي.

طالبان وايي، د بندي امریکايي وګړو د مسلې حللارې لټوي

له طالبانو سره بندي امریکایان
له طالبانو سره بندي امریکایان

طالبانو ویلي چې د بندي امریکايي وګړو په اړه له متحدو ایالتونو سره په خبرو بوخت دي او د حل لارې لټوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه غږیز بیان کې چې د دولتي ملي ټلویزیون له لارې خپور شو، وویل: «موږ په دې موضوع له امریکایانو سره خبرې کوو او د حل لارې تر بحث لاندې دي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د چارو سرپرست، ډان براون، چې مرکز یې په دوحه کې دی، وویل طالبان لا هم بندیان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې د خبرو اترو د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

هغه په اېکسپاڼهکې لیکلي: «نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغو ناوړه تاکتیکونو له امله حساب کتاب وکړي.»

امریکايي چارواکو ویلي چې دوه امریکايي وګړي، ډینس کویل او محمود شاه حبیبي، د طالبانو په بند کې دي. کویل ۶۴ کلن دی، د ژبپوهنې څېړونکی او د پوهنتون استاد دی او نژدې یو کال کېږي چې بندي دی. محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې نیول شوی، خو تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی روښانه شوی او طالبان یې هم په اړه بې خبري څرګندوي.

د یرغمل شوو کسانو د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بوهلر، مخکې خبرداری ورکړی و چې طالبان باید هغه څه پای ته ورسوي چې نوموړي د یرغمل نیولو ټول ډولونه بللي دي.

همداراز، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سلاکار، سباستیان ګورکا، ویلي چې ولسمشر تمه لري طالبان د تښتونو او یرغمل نیولو لړۍ ودروي، که نه نو له عواقبو سره به مخامخ شي.

م.م. د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو پلاوی جوړ کړ

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش
د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې یو نوی پلاوی جوړ کړی، تر څو پر ټکنالوژۍ د انسان کنټرول پیاوړی کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د هند په نوې ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ په ډېر چټک ډول نامعلومې خوا ته روانه ده او اړتیا ده چې د وېرې او احساساتو پر ځای واقعیتونو ته پام وشي.

هغه زیاته کړه چې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال علمي پلاوي» لپاره ۴۰ غړي ټاکل شوي دي. د هغه په وینا، علمي مدیریت کولی شي دا ټکنالوژي لا خوندي او عادلانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو سره سره، ځینې جدي اندېښنې هم شته، لکه د کارونو له منځه تلل، آنلاین ناوړه ګټه اخیستنه او د برېښنا لوړ مصرف.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ مشران به نن د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د نوې ډیلي د مصنوعي ځیرکتیا د غونډې په پای کې د دې ټکنالوژۍ د خطرونو او فرصتونو په اړه خپل ګډ دریځ وړاندې کړي.

د بریتانیا د پاچا ورور د پولیسو له خوا تر توقیف وروسته بیرته خوشې شو

انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور
انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور

د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته بیرته له توقیفه ازاد شوی دی.

هغه د پنجشنبې سهار ۸ بجې ونیول شو او د همدې ورځې ماخوستن مهال تر لومړنیو څیړنو وروسته بیرته خوشې شو.

دغه پخوانی شهزاده او د بریتانیا پخوانی سوداګریز مسول تورن دی چې د رسمي دندې پر مهال یې احتمالي سرغړونې کړې دي.

بي بي سي لیکلي چې د هغه نیول کېدل د مړه شوي جنسي مجرم جېفري اېپسټین له دوسیې سره له تړلو رسوایۍ وروسته ترسره شوي دي.

پولیسو ویلي چې ماموران په انګلستان کې د هغه دوه ادرسونه پلټي چې یو هغه یې په ساندرینګهم کې د هغه استوګنځای دی.

ویڼدروز د هر ډول سرغړونې تور رد کړی دی.

پولنډ خپلو اتباعو ته: له ایرانه ژر تر ژره ووځی، بیا به د تخلیې فرصت نه وي

په پولنډ کې د ایران ضد وروستۍ مظاهره
په پولنډ کې د ایران ضد وروستۍ مظاهره

پولنډ له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي " ممکن څو ساعته وروسته فرصت نه وي"

د پولنډ صدر اعظم دونالډ توسک د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ۳۰مه) په ایران کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي.

د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، ښاغلي ټوسک په دغه خبرداري کې احتمالي پوځي شخړې ته په اشارې لیکلي، ممکن څو ساعته وروسته د خلکو د تخلیې امکانات نه وي.

که څه هم نوموړي دا وضاحت نه دی ورکړی چې دغه خبرداری یې له کوم احتمالي اقدام سره تړلی دی، خو په دې وروستیو ورځو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د احتمالي برید په اړه راپورونه خپریږي.

امریکایي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پوځ د ایران په اړه اقدام ته چمتو دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

افغان کریکټ لوبډلې د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله

د کریکټ په نړیوال شل اوریز جام کې افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له کاناډا څخه په ۸۲ منډو وګټله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

افغان لوبډلې کاناډا ته ۲۰۱ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو ډېرې یعنې ۸۷ منډې په کې د ابراهیم ځدراڼ وې.

کاناډا په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.

افغانستان په خپل ګروپ کې ۴ لوبې وکړې چې نیوزلنډ او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایلودې، خو له متحده عربي اماراتو او کاناډا څخه یې وګټلې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG