د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

سویډن د افغانانو په ګډون د ځینو هېوادونو د پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر چټکوي

د سویډن د کډوالو وزیر ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د چټکولو لپاره به دوی د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) ته ۷۰ میلیون سویډني کرونه ورکړي.

د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه د لکونو افغانانو د ایستلو په دوام، دا ځل یوه اروپایي هېواد ویلي چې د افغانانو په ګډون د ځینو هېوادنو د پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر چټکوي.

د سویډن د کډوالو وزارت اعلان کړی چې ۷۰ میلیون سویډني کرونه به له دې هېواده خپلو هیوادونو ته د یوشمېر بې اسناده کډوالو په پر بېرته ستنولو ولګوي.

د سویډن د عدلیي وزارت د دې هېواد د کډوالو وزیر یوهان فورسل په حواله د چهارشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۸مه» خپور کړي بیان کې ویلي چې دا ځانګړې شوې پیسې چې د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) ته ورکول کېږي، له افغانستان، عراق، سومالیا، ازبکستان، سوریې، تونس او لیبیا څخه د غیر منظمې کډوالوۍ مخنیوي او د هغو کډوالو د بیرته ستنولو پر اسانتیا ولګول شي چې په سویډن کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

یوهان فورسل ویلي چې اوس مهال له هرو دریو پناه غوښتونکو یوازې یو یې د پناه غوښتنې قانوني معیارونه پوره کوي.

په دې بیان کې د ښاغلي فورسل په حواله زیاته شوې چې "دا مرستې د هغو کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي چې د خپل هویت تصدیق اسناد نه لري، ترڅو دوی سره خپلو هیوادونو ته بیرته راستنیدو کې مرسته وکړي، په دې کې د بېرته ستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوړو او طبي مرستې چمتو کول هم شامل دي ترڅو د دوی بیا مدغمېدو ته اسانتیا برابره شي، دا مرستې به په سویډن کې د جرمونو په تور محکوم شویو اشخاصو لپاره د ایستلو بهیر چټکولو کولو لپاره هم ولګول شي."

د سویډن حکومت دې اعلان یاد هیواد کې مېشت د یو شمېر افغانانو چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوي، خپلوان او د افغانانو ټولنې اندېښمنې کړي، دوی وایي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د سویډن حکومت باید د افغانانو اړوند دې پرېکړې باندې بیا غور وکړي.

له دې ډلې په سټاکهولم کې یو مېشت افغان چې په خبره یې ځینې خپلوان یې چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا دې هېواد ته کډوال شوي او د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي ازادي راډیو ته وویل، دې اعلان اندېښمن کړی دی.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ د «فبرورۍ په ۱۹مه» یې ازادي راډیو ته وویل:

" طالبان عملاً هېڅ اقتصادي شرایط برابرولی نه شي، سربېره پر دې ډېری کسان چې دلته او نورو هېوادونو ته کډوال شوي افغانستان کې یې ژوند ته جدي خطر دی، خصوصا څوک چې ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمېندو وروسته راغلي، له تریخ برخلیک؛ زنداني کېدو او شکنجې سره مخ کېدای شي، په ځانګړې توګه ښځې چې که په هر دلیل بیرته ستنولو ته مجبورې کړل شي، افغانستان دوی ته زندان دی، چې نه فعالیت کولای شي او نه یې لورګانې د ښوونځي د تګ اجازه لري، که دا بهیر شدید شي، زه ډېر ناهیلی یم چې وضعیت به افغانانو ته خورا بد شي."

د سویډن په سټاکهولم کې د افغانانو ټولنې یو غړی اختر محمد راسخ هم وایي چې دې اعلان د نورو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښمن کړی او وایي چې ورځ بلې ته د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات د زیاتېدو په حال کې دي:

"سویډن له هغو هېوادونو دی چې دلته د کډوال ژوند په کې له ستونزو سره مخ دی، دلته چې کډوال پناه غوښتنه کوي په سلو کې یې که یو قبول تر لاسه کړي نورو اکثریت ته دوی منفي ځواب ورکوي، دوی په نویو پرېکړو د کډوالۍ قانون او ژوند ډېر قید کړی دی."

د ده په خبره، دا مهال زرګونه افغانان په سویډن کې په بې برخلیک حالت کې دي، بې اسناده دي او د ډیپورتولو بهیر ته برابر شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د جرمني په ګډون یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم هغه افغانان چې دې هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلود یا په بېلابېلو جرمونو تورن وو، د قطر او ازبکستان په همکاریو بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

له ۲۰۲۱ کال راورسته له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، زرګونه افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون اروپایي ملکونو ته کډوال شوي او ډېریو یې لا د اوسېدو قانوني اسناد او قبولۍ هم نه دي تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG