د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال پاول کپور اعلان کړی چې د دې هیواد د حکومت مختلفې ادارې د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې پالیسۍ په جوړولو کار کوي.
ښاغلي کپور چې د چهارشنبې په ورځ «د سلواغې ۲۲مه» د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د فرعي کمیټې په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې پالیسۍ په اړه وویل"دا یوه روانه پروسه ده او دغه شان د ادارو ترمنځ یوه پروسه ده، نو ډیری متحرک لاملونه او برخې په کې ښکیل دي. زه دقیقاً نه پوهیږم چې مهال ویش یې څه وخت دی یا یې مهال وېش په څه ډول وي."
کپور ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي لا نه ده ټاکل شوې او نهايي کول یې نور غور او اضافي ګامونو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې دی به په مناسب وخت کې د دې پالیسۍ په اړه د یادې کمیټې غړو ته معلومات ورکړي.
امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان لپاره د واشنګټن نوې پالیسي نور غور او اضافي پړاوونو ته اړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې غونډه کې له افغانستانه دې هیواد ته د افغانانو د ایستلو اړوند هم خبرې وکړې.
هغه د کانګرس د یوه غړي د پوښتنې په ځواب وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت تر اوسه پورې هیڅ افغان بیرته افغانستان ته نه دی استولی.
خو هغه تایید کړه چې واشنګټن له نورو هیوادونو سره له "۱۱۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ افغانانو" د منلو په اړه په خبرو اترو بوخت دی چې دا مهال د قطر په څیر هیوادونو کې د متحده ایالاتو د حکومت تر پاملرنې لاندې دي، چیرې چې دوی د افغانستان د تېر حکومت له ړنګیدو وروسته لیږدول شوي وو.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمیټې د دې استماعیه غونډې په ترڅ کې یو شمیر استازو په افغانستان کې د پخواني حکومت اړوند ښځو او اشخاصو، په ځانګړې توګه د پوځیانو د برخلیک په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه، چې د دوی په وینا طالبانو یې پر وړاندې له واک ته رسیدو وروسته غچ اخیستونکي اقدامات کړي دي.
مخکې له دې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د سلواغې په ۱۹ مه ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر، نومبر او ډسامبر میاشتو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لږترلږه ۱۴ پخواني غړي وژل شوي دي.
یو شمیر کارپوهان وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې پالیسۍ کې ممکن د ښځو د حقونو او بشري حقونو په برخه کې ځینې نیوکې موجودې وي، خو د دوی په خبره داسې اغیزناک موارد به په کې نه وي چې ان په افغانستان کې د رژیم د بدلون لامل شي.
افغانستان د ډونالډ ټرمپ د ادارې د ملي امنیت د ستراتیژۍ د سند په هیڅ یوه برخه کې نه دی یاد شوی.
له دې ډلې کارپوهانو حمید عزیزي ازادي راډیو ته وویل"زما په اند څرنګه چې امریکا اوس د نړۍ له نورو هیوادونو په ځانګړې توګه ایران، روسیې، چین او جنوبي امریکا سره بوخته ده نو په افغانستان کې د کوم بدلون په اړه به پریکړه ونه کړي. دا طبیعي ده چې د ښځو د زده کړو او کار، بشري حقونو او نورو مسایلو په اړه به په ستراتیژۍ کې نیوکې وي، خو په عمل کې زه فکر نه کوم چې دا به په افغانستان کې کوم ځانګړي بدلونونه راولي."
ښاغلی عزیزي زیاتوي چې متحده ایالاتو په خپله ملي امنیتي ستراتیژۍ کې چې دوه میاشتې مخکې یې خپره کړه د افغانستان یادونه نه ده کړې، او دا ښیي چې افغانستان اوس مهال په نړیوالو اړیکو او معادلو کې د متحده ایالاتو لپاره د پام وړ ځای نه لري.
په ښکاره ډول افغانستان د ډونالډ ټرمپ ادارې لخوا د متحده ایالاتو د ملي امنیت ستراتیژۍ په سند کې په هیڅ برخه کې نه دی څرګند شوی، په داسې حال کې چې دا هیواد په تیرو دوو لسیزو کې د واشنګټن د بهرني او امنیتي پالیسۍ یو له خورا مهمو ټکو څخه و.
په دې ۳۳ مخیز سند کې، اصلي تمرکز د کډوالۍ کنټرول، چین سره سیالي، د روسیې مخنیوی او د متحده ایالاتو امنیت پیاوړی کول وو، خو د سویلي اسیا او منځني ختیځ یوازې یادونه وشوه.
امریکایي چارواکو په داسې حال کې د افغانستان په اړه د هیواد د نوې پالیسۍ د چمتو کولو اعلان کړی، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې په خپل وروستي اقدام کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د نغدي مرستو د بندولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس جیم ریش د دې لایحې له تصویب وروسته په یوه بیان کې وویل چې دا لایحه ډاډ ورکوي چې "د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو یو ډالر هم" په افغانستان کې د طالبانو په څیر ترهګرو سازمانونو ته نه رسیږي.
دوه میاشتې وړاندې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې غړو هیوادونو د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۰مه نیټه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او بشري ناړرین هم د اندیښنې وړ وباله او د طالبانو په پالیسیو کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.
د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ډیری ګډونوالو په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت او بشري ناورین د اندیښنې وړ وباله او د طالبانو د حکومت په چلند کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.