د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

خبرونه

په کاناډا کې یوې ښځې په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي

ټمبلر ریج سیمه چې پرون پکې ډزې شوې وې. ۱۱-۲-۲۰۲۶
ټمبلر ریج سیمه چې پرون پکې ډزې شوې وې. ۱۱-۲-۲۰۲۶

په کاناډا کې یوې ښځې نهه کسه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج سیمه کې رامنځته شوه. د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې وویل چې د ټپيانو شمیر اووه ویشتو ته رسیږي چې دوه یې مرګوني دي.

پولیسو د بریدګرې د هویت په اړه ډیر جزییات له رسنیو سره نه دې شریک کړي، دوی یوازې دومره ویلي دي چې برید کوونکې ځان وژلی دی.

تر دې پېښې وروسته د کاناډا صدراعظم چې ټاکل شوې وه نن په مونیخ کې په نړیوال امنیتي کنفرانس برخه واخلي، د دې پېښې په خاطر خپل سفر وځنډاوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې له جنوبي افریقا څخه په سوپر اوور کې مات شو

د افغانستان او جنوبي افریقا ننۍ لوبه. فبروري ۱۱-۲۰۲۶
د افغانستان او جنوبي افریقا ننۍ لوبه. فبروري ۱۱-۲۰۲۶

د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن جنوبي افریقا په دوهم ځانګړي اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د هند د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې د نریندرا مودي په ستر لوبغالې کې وشوه.

لومړی بټنګ جنوبي افریقا وکړ چې یو سل او اووه اتیا منډې یې جوړې کړې، په ځواب کې یې افغانستان هم یو سل او اووه اتیا منډې وکړې، په دې ډول لوبه ځانګړي اوور ته ووته چې په دې اوور کې افغانستان اوولس منډې وکړې او جنوبي افریقا دا رنزونه پوره کړل چې له دې سره لوبه دوهم سوپر اوور ته ووته. په دوهم ځانګړي اوور کې جنوبي افریقا درویشت منډې جوړې کړې او افغانستان نولس رنزونه وکړل.

په دې نړیوال جام کې نن بله لوبه د استرالیا او ایرلنډ ترمنځ روانه ده او د نن دریمه لوبه د انګلستان او ویسټ اینډیز تر منځ د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې شروع کیږي.

د اسراییل صدراعظم په واشنګتن کې له چارواکو سره د ایران په تړاو غږیدلی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم واشنګتن ته له رسیدو سره سم د سې شنبې په ماښام د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف او د ولسمشر ټرمپ له زوم جیرد کوشنر سره، چې د ایران او امریکا د روغې جوړې د خبرو مشري کوي، وکتل.

د دې خبرو اترو جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا خبرې د ډونالډ ټرمپ او نتنیاهو تر خبرو مخکې ترسره شوې دي. ټاکل شوې ده چې دا دواړه مشران نن په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

رویټرز اژانس د باخبره سرچینو په وینا راپور ورکړی چې اسراییل اندیښمن دی چې واشنګتن له تهران سره په خبرو اترو کې د محدود اټومي تړون په لټه کې دی چې پکې د ایران د بالیستیک توغندیو د پروګرام محدودیدل نه دې شامل همداراز د حماس او حزب الله په څیر د وسله والو نیابتي ډلو لپاره د تهران د ملاتړ پای ته رسول د دې خبرو برخه نه دي.

یوناما: په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په خواشینۍ لمانځو

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډیرې خواشینۍ سره لمانځو.

یوناما په خپل بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې شریک کړی دی زیاتوي چې یو زر شپږ سوه اووه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي.

یوناما په دې بیان کې یو ځل بیا په ټینګار سره له واکمنو چارواکو غوښتې دي چې دا بندیز لرې کړي.

د فبروري یولسمه په نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده چې په دې مناسبت د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د ټولې نړۍ له هیوادونو غوښتې دي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کارموندنې په لارو کې پراته خنډونه لرې کړي.

د کندهار ښار د غالیو په مارکېټ کې اور مالي زیان اړولی دی

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د کندهار ښار د غالیو په یوه مارکېټ کې پرون (د سلواغې ۲۱مه) اور ولګېد.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي دي چې د دې اورپېښې علت د بریښنا شارټي وه.

د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کندهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د دې اور په نتیجه کې ۲۸ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د غالیو په مارګېټ کې لګېدلی اور له نژدې دوو ساعتونو وروسته مړ شو.

۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې درس وايي، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

پاکستاني چارواکي پاکستان ته د هغو شاوخوا ۱۱ سوه محصلانو د ستنېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې زده کړې کوي.

دا محصلان وروسته له هغه له افغانستانه وځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیتي لارې بندې شوې.

د آی ان پي خبري سایټ د راپور له مخې د پاکستان د فدرالي حکومت د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلې ته وویل چې شاوخوا ۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې زده کړې کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیني لارو له بندېدو وروسته پاکستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۲۶ تنه یې د ځمکې له لارې او پاتې نور د هوا له لارې هلته رسېدلي دي.

ښاغلي چودري زیاته کړه چې ۹۴۷ پاکستاني محصلان لاهم په افغانستان کې دي. د هغه په وینا په کابل کې د پاکستان سفارت له پاتې محصلانو سره په تماس کې دی او د هغو د امنیت او هېواد ته د خوندي ستنولو لپاره لازم اقدامات کوي.

د تېرکال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې ترانزیتي لارې بندې کړې او وروسته د طالبانو حکومت وویل دا لارې به تر هغه وخته خلاصې نه شي چې اسلام آباد د هغو د بیا نه بندولو ضمانت نه وي ورکړی.

نتنیاهو وايي، د ایران مذاکرات به له ولسمشر ټرمپ سره د ده د خبرو مهمه برخه وي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو (آرشیف)
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو (آرشیف)

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د ده د خبرو مهمه برخه به له ایران سره د امریکا روان مذاکرات وي.

تمه ده چې ښاغلی نتنیاهو نن له ولسمشر ټرمپ سره وګوري. دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پیله تراوسه واشنګټن ته د هغه شپږم سفر دی.

نتنیاهو د دې سفر په درشل کې پرون ‎په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې له ټرمپ سره د ده په خبرو کې به د غزې او سیمې مسایل شامل وي خو هغه زیاته کړه چې له ایران سره خبرې "طبعا تر هرڅه مهمې دي."

اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په مسئله کې له متحدوایالتونو د کلک دریځ غوښتنه کوي.

تهران تردې دمه له واشنګټن سره په خبرو کې د اټومي پروګرام له اوسنۍ موضوع هاخوا د نورو مسایلو په اړه د خبرو احتمال رد کړی دی خو واشنګټن هم غواړي چې د ایران د بالستیک توغندیو او له سیمه ایزو وسله والو څخه د دې هېواد د ملاتړ مسئله د خبرو په اجنډا کې وي.

نتنیاهو او ټرمپ یوازې څو ورځې وروسته له هغه سره ګوري چې د ایران او امریکا استازو په عمان کې مذاکرات وکړل.

جاپان په افغانستان کې د پولیو پرضد د مبارزې له کمپاین سره مالي مرسته وکړه

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

جاپان په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف ته ۶،۳ میلیون ډالره بسپنه ورکړه.

یونیسیف پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د هغه یو کلن پروګرام په چوکاټ کې شوې چې له مخې یې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۲ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د پولیو د کومې نوې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی خو په ۲۰۲۵ کال کې په دې هېواد کې لږترلږه ۹ تازه موارد ثبت شوي وو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې پولیو لاهم پکې شته.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده چې علاج نه لري او یوازې واکسین یې مخنیوی کولای شي.

افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې له جنوبي افریقا سره لوبه کوي

عکس- د افغانستان کرکټ بورډ
عکس- د افغانستان کرکټ بورډ

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په دوام د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې نن چارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) سیالي سره کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو د ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلېږي.

دا په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغانستان خپله مخکینۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.

د دې سیالیو په لړۍ کې پرون نامیبیا هالنډ ته، نیوزیلنډ متحده عربي اماراتو او پاکستان متحدوایالتونو ته ماتې ورکړه.

کابل نن سې شنبې د دوحې د بهیرد یوې غونډې کوربه وو.

کابل نن سې شنبې د دوحې د بهیرد یوې غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتریوناما په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه بهیرپه چوکاټ کې د خصوصي سکتور پرموضوع خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د ځینو وزارتونو او د افغانستان بانک پراستازو سربېره، د یوناما استازي، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونواو نړیوالو او سیمه ‌ییزو سازمانونو استازو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوند کارپوهانو په حضوري او آنلاین بڼه ګډون کړی وو.

که څه هم د دې غونډې جزییات نه دي شریک شوي، خو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې غونډه په دوو برخو کې ترسره شوې؛ لومړۍ برخه پر ودې او شمولیت، او دویمه برخه پر همغږۍ او روڼتیا متمرکزه وه.

د دوحې بهیر د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوښت پیل شو، او موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو همغږي کول دي. د دې بهیر په دوو مخکینیو غونډو کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او بشري مرستو وضعیت ارزول شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG