د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د کچې د لوړېدو له کبله هره ورځ نور ماشومان هغو کلینیکونو ته مراجعه کوي چې دا اداره یې ملاتړ کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام WFP زیاتوي چې دې افغانانو ته د خوړو د برابرولو ژوندژغورونکو عملیاتو ته دوام ورکوي او له میندو او ماشومانو سره یې مرسته کوي څو د سمدستي علاج د موندلو لارې چارې وروښيي.
له دې مخکې په تېره مرغومي میاشت کې د WFP مشر فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي و، چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.
زما د مېړه تنخواه د میاشتې پنځه زره افغانۍ ده. هغه زه په اوړو ورکړم، په غوړو یې ورکړم؟
د کندهار ولایت اوسېدونکې عایشې چې زوی یې له خوارځواکۍ کړېږي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې بېوزلي د دې سبب شوه چې ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شي.
عایشه وايي "زما د ماشوم پلار په ښاروالۍ کې کار کوي، تنخواه یې د میاشتې پنځه زره افغانۍ ده. هغه زه په اوړو ورکړم، په غوړو یې ورکړم، د ماشوم تر دوا یې ورسوم. وګوره دومره دوا ګانې پرتې دي. که مې پیسې ورته پیدا کړې، دوا ورته راړوم، که مې پیدا نه کړې، د الله رضا ته مې پریښی دی."
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د مرغومې میاشتې په وروستیو کې ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیون ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.
د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې یې په ټول افغانستان کې د تغذیې شاوخوا ۲۹۸ مرکزونه تړل شوي او د تغذیې د سیارو مرکزونو په شمېر کې د مالي مرستو د کمېدو له کبله د ۲۰۲۴ کال پرتله په سلو کې ۵۴ کموالی راغلی دی.
له قحطۍ مخکې د خبرداري د سیسټم شبکه راپور ورکوي چې تمه ده د فبروري او اپریل میاشتو ترمنځ خوړو ته د لاسرسي او د کورنیو د عوایدو په برخو کې په افغانستان کې محدودیتونه نور هم زیات شي. د دې ټولنې د جنوري میاشتې په راپور کې راغلي دي چې احتمالا په فاریاب، غور او ډایکنډي ولایتونو کې به خوړو ته لاسرسی او د کورنیو عواید محدود وي.
حتمالا په فاریاب، غور او ډایکنډي کې به خوړو ته لاسرسی او د کورنیو عواید محدود وي.
راپور زیاتوي چې په دې ولایتونو کې دېره کورنۍ له کرنیزو محصولاتو د ترلاسه شويو خوړو زېرمې نه لري او پر بازار متکي دي، په داسې حال کې چې د راپور له مخې د خوراکي موادو د پېرلو لپاره د کورنیو توان ډېر کم دی. د ملګروملتونو له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د افغانستان شاوخوا ۲۲ میلیون وګړي به په ۲۰۲۶ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
له بلې خوا د ملګروملتونو انکشافي پروګرام UNDP د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د لارو او سړکونو ناوړه وضعیت د دې سبب شوی چې په تېره په ځینو لېرې پرتو سیمو کورنۍله اړینو خدماتو او بېړنیو مرستو څخه بې برخې شي.
نوموړې اداره زیاتوي چې په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې د نورګل ولسوالۍ یو کلیوال سړک ویجاړ کړی دی چې په نتیجه کې یې څو کلیو ته د تګ راتګ لارې پرې شوې دي. په راپور کې راغلي چې UNDP د کوریا د جمهوریت په مالي مرسته د افغانستان په ختیځ کې د سړکونو او نورو تاسیساتو رغونه پیل کړې او د دې پروژې له لارې یې د سیمې اوسېدونکو ته د کار امکان هم برابر کړی دی.