د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

خواجه آصف د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د بلوچستان د ناآرامیو پړه پر افغانستان واچوله

شنبې د جنوري ۳۱مه، د بلوچستان مرکز د کوټې ښار
شنبې د جنوري ۳۱مه، د بلوچستان مرکز د کوټې ښار

په بلوچستان ایالت کې له پراخو حملو او د ګڼ شمېر سرتېرو، وسله والو او ملکي وګړو له مرګ ژوبلې وروسته د پاکستان دفاع وزیر په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره یوځل بیا تور ولګاوه چې د بلوچستان په وروستیو ناآرامیو کې د افغانستان لاس دی.

د شنبې په ورځ بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پراخې حملې وکړې. د دې حملو پړه بلوچ لېبرېشن ارمي بي اېل اې چې متحدایالات یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني ومنله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دفاع وزیر خواجه آصف پرون (د سلواغې ۱۴مه) د پارلمان له ودانۍ بهر خبریالانو ته وویل هغه تروریستان به د بلوڅانو په مرسته وځپل شي چې د افغانستان له خاورې په بلوچستان کې فعالیت کوي.

خواجه آصف ټینګار کوي چې د بلوچستان په ناامنیو کې هغه وسله وال لاس لري چې له افغانستانه هلته ورغلي دي.

هغه زیاته کړه چې دښمن عناصر له هغو ځواکونو کار اخلي چې د افغانستان له ملاتړ څخه برخمن دي څو بلوچستان ناامنه کړي. خواجه آصف له بلوڅ بېلتونپالو سره چې د پاکستان له خاورې د بلوچستان د آزادۍ لپاره جګړه کوي د خبرو امکان رد کړ او ویې ویل که تروریستان د بهرنیو مزدوران وي نو څوک به له هغوی سره خبرې وکړي؟

د پاکستان دفاع وزیر وویل چې پاکستان له بهره د تروریستانو له ګواښ سره مخامخ دی خو هغه ډاډ وښود چې سوله به د ډله ایزو هڅو له لارې ټینګېږي.

ښاغلي آصف د دوشنبې په ورځ هم تور لګولی و، چې د بلوچستان په حملو کې د افغانستان او هند لاس دی خو پرون یې یوازې افغانستان ته ګوته ونیوله.

خواجه آصف پر افغانستان او هند په لفظي حملو مشهور دی او په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته یې په واروار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په تروریستي حملو کې افغانستان او هند لاس لري.

خو آیا دا خبره د خواجه آصف خپل نظر دی او که د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت د نظر څرګندونه هم کوي؟

د ځینو راپورونو له مخې په بلوچستان کې په وروستیو وسله والو حملو کې په ټوله کې ۲۲۷ کسان وژل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په ایالتي اسمبله کې د وزیرستان پخوانی استازی میرکلام وزیر په دې نظر دی چې دا د پاکستان د پوځ د تورونو یوه برخه ده خو پوځ غواړي د خواجه آصف له خولې یې واوروي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه“خواجه آصف په دې باندې هېڅ هم پروا نه لري چې ما پرون څه ویلي دي، آبله ورځ مې څه ویلي دي او نن څه وایم. نو زما خیال دا دی چې (پوځ) ځکه په ده دا بیانونه کوي چې خبره وروستي ایکسټریم ته ولاړه نه شي او غواړي چې یو بیان جوړ کړي، نو ځکه دا بیانونه په خواجه آصف ورکوي. نو د خواجه آصف چې په دې اړه څومره بیانونونه دي د پاکستان د ریاست او ملکي حکومت واضح بیانونه دي او په دې کې به د ده خپله ذاتي ځاني رایه ډېره کمه وي.“

د شنبې ورځې په حملو کې د بلوچستان په مرکز کوټه او نوشکي، تمپ، پاسني، دالبندین، خاران، پنجګور، ګوادر او نورو سیمو کې پوځي اهداف په نښه شول. بي ایل اې په دې حملو کې د ۸۴ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا وکړه.

په پاکستان کې د سي پک په اقتصادي کریدور کې د چین د لسګونه میلیارد ډالر پانګونو یوه برخه د ګوادر بندر رغونه ده.

د یکشنبې په ورځ د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ادعا وکړه چې په دې نښتو کې ۱۷ سرتېري، ۳۱ ولسي وګړي او ۱۴۵تنه وسله وال وژل شوي خو د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې په دې حملو کې په ټوله کې ۲۲۷ کسان وژل شوي دي. آزادي راډیو له خپلې خوا د تلفاتو دا ادعاوې نه شي تاییدولای.

د طالبانو حکومت تل ویلي چې پاکستان دې په امنیتي برخه کې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي او خپلې امنیتي ستونزې دې په خپله حل کړي.

XS
SM
MD
LG