د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۴

خبرونه

بریتانیا په لسو ایراني چارواکو او یو ارګان بندیزونه ولګول

بریتانیې د دوشنبې په ورځ دایران په لسو چارواکو او یو امنیتي ارګان بندیزونه ولګول.

اعلامیې وویل چې دغه بندیزونه د «بشري حقوقو څخه د جدي سرغړونو» لکه دبیان د ازادۍ او د سوله ایزو لاریونونو دځپلو او په ځینو مواردو کې د ژوند د حق څخه د محرومولو له کبله دایران په یو شمیر چارواکو او د امنیتي ځواکونو په قوماندانۍ ولګول شول.

د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او پانګوال او سوداګر بابک زنجاني د بندیزونو په لیست کې شامل دي.

اعلامیه زیاتوي چې دغه تنبیهي اقداماتو کې د پانګو کنګل او دویزو بندیز شامل دي.

لندن مخکې خبرداری ورکړی وو چې که دبشري حقوقو څخه سرغړونې دوام وکړي نو په ایران باندې خپلو بندیزونو ته به زور ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په افغانستان کې د پولیو ۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا د ګوزڼ د شپږو نویو پیښو خبر ورکوي.

د دې سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه‌ ییز دفتر پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې دغه نوې پیښې روانه اونۍ رپوټ شوي چې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دي.

له دغو نویو پیښو سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر ۴۲ ته ورسید.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په ټوله کې سږ ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه د پولیو ۴۸ پیښې ثبت شوي چې ۴۲ په افغانستان او ۶ پاکستان کې دي.

په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۵۲ موارد ثبت شوي وو چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ پاکستان کې و.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطحه هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې تراوسه له مینځه نه دی وړل شوی.

پولیو یا ګوزڼ ځانګړې درملنه نلري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي

د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.

د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.

خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله ‌والو ډلو د فعالیتونو او د نشه ‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډیر ژرپای ته ورسیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه به " ډېر ژر" پای ته ورسېږي او یوازې "وروستۍ پرېکړه" پاتې ده.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې "څنګه بریا ترلاسه کړو، له ښې لارې او که له هغې لارې چې ښایي ښه نه وي."

هغه دغه راز وویل چې ایران په نړۍ کې "د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی" دی او له همدې امله یې د ایران پر خاوره له برید کولو پرته بله چاره نه درلوده.

د امریکا ولسمشر په تېره یوه میاشت کې څو ځله ویلي چې له ایران سره جګړه به په یوه نه یوه بڼه "ډېر ژر" پای ته ورسېږي.

کریملین: پوتین به نن له ویټکاف سره وګوري

د کریملین یو سلاکاریوري اوشاکوف وایي چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین به نن چهارشنبې له غرمې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړی استازي سټیف ویټکاف سره وګوري.

نوموړی د چهارشنبې په سهار د روسیې سنټ پیټرزبورګ ښار ته رسېدلی، څو د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

دا سفر وروسته له هغه کېږي چې ویټکاف د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ویټکاف به د اوکراین له لوري وړاندیزونه له روسي چارواکو سره شریک کړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر به هم په مجازي ډول د ویټکاف او پوتین په خبرو ګډون وکړي.

سعودي عربستان: پنځه بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې چې پردې هیواد د بریدونو لپاره کارول شوې وې.

د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې دغه الوتکې د سعودي عربستان په ختیځه سیمه او مدینه منوره کې شنډې شوې دي. نوموړي نه دي ویلي چې دا الوتکې چا توغولې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید هم شامل دی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

حوثیانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې پر مکې مکرمې او مدینې منورې به بریدونه نه کوي.

تهران: ترهغو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي له واشنګټن سره به خبرې ونکړو

د ایران د پارلمان ریس وایي، ترڅو چې د تهران غوښتنې نه وي منل شوي، له واشنګټن سره به خبرې ونکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد باقر قالیباف په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیزعاصم منیرسره په کتنه کې ویلي چې امریکا باید د هرمزتنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران اوه شرطونه پوره کړي که نه د تهران باورنشي ترلاسه کولای.

د ایران په غوښتنو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.

د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د سې شنبې په ورځ په تهران کې له عاصم منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان په منځګړیتوب د جون په میاشت کې یوه لنډمهاله هوکړه هم شوې وه خو څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې بیا پیل شوې. دا د جون له میاشتې راهیسې ایران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پنځم سفردی چې ترسره کوي یې.

اوچا: ژمي کې به د خوړو ناامنۍ سره مخ افغانانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي

ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله کورنۍ
ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله کورنۍ

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي له ۱۹ میلیونو واوړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چرویکو، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "اټکل کېږي چې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي چې له دې ډلې به پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ وي چې دغه وضعیت له شدیدې لوږې یا قحطۍ څخه یو ګام فاصله لري."

نوموړې زیاتوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید اقدام وشي، نه تر هغه وروسته چې کورنۍ خپلې ټولې لارې چارې له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د خوړو روان بحران به په ۲۰۲۷ کال کې هم پر میلیونونو ماشومانو اغېز وکړي.

اوچا خبرداری ورکړی چې راتلونکی کال به له شپږو کلونو کم عمره څه باندې څلور میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د سپټمبر او اکټوبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر دې هم ناوړه ناامنۍ سره مخ و.

دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه؛ د مرستو پر دوام ټینګار وشو

ارشیف، د قطر بشري مرستې
ارشیف، د قطر بشري مرستې

قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.

هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاس‌نیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوس‌مهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان د همغږۍ ډله (اې‌سي‌جي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.

فارس خلیج کې پر انټرنټي کېبلونو د ایران احتمالي برید ته د قطر غبرګون

ارشیف، فارس خلیج
ارشیف، فارس خلیج

د قطر بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل چې د انټرنټ کېبلونو د پرې کولو په شمول له هغو بریدونو او ګواښونو چې د سیمې امنیت ګواښي، لاس واخلي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ کېبلونو په نښه کول به د سیمې هېوادونه زیانمن کړي.

قطر دغه غبرګون وروسته له دې څرګند کړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویاند په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ په اوه لویو کېبلونو د احتمالي برید خبره وکړه.

قطر غوښتنه وکړه چې نړیوالو قوانینو ته دې پاملرنه وشي، د بېړیو ازاد تګ راتګ دې ډاډمن او هرمز تنګی دې پرانیستی پرېښودل شي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ شخړه دې د خبرو له لارې حل شي.

قطر وايي د تهران او واشنګټن ترمنځ تماسونه او د پیغامونو تبادله دوام لري.

افغان کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې له ماتولو وروسته له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د درې اړخیزو سیالیو په دوام د چهارشنبې په ورځ بنګله‌دېش سره لوبه کوي.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د زېمبابوې په وړاندې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته ۲۹۵ منډې هدف ټاکلی و، خو سیاله لوبډله په ۱۳۶ منډو له لوبو ووته.

راشد خان په دې لوبه کې د څلورو وېکټو او فضل‌الحق فاروقي د دوو وېکټو په اخیستو سره د افغان لوبډلې په بریا کې وتلی رول ولوباوه.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه کې په دغې درې اړخیزه سیالیو کې چې د اکټوبر په ۱۹مه پیل او تر ۲۳مې دوام کوي، د افغانستان، بنګله‌دېش او زېمبابوې ټیمونه ګډون لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG