د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۷

افغاني او پاکستاني سوداګر د دواړو هېوادونو د ترانزیتي لارو ژر تر ژره خلاصېدل غواړي

ننګرهار د تورخم دروازه (آرشیف)
ننګرهار د تورخم دروازه (آرشیف)

د افغانستان او پاکستان تر منځ له درې نیمو میاشتو د زیاتې مودې راهیسې د سوداګریزو او ترازیني لارو بندښت، د دواړو خواوو سوداګري له سختو ستونزو او سرګردانیو سره مخ کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د دواړو خواوو چارواکو شنبې د دلوې ۱۶ مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان او پاکستاني سوداګرو له دې امله خپلې په توکو بار موټرې بدیلو لارو ته انتقال کړي چې د څو چنده لوړ لګښتونو له امله، له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د دې خونې سلاکار او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دوکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل"د ري اکسپورټ (بېرته صادرولو) له ضرب الاجل وروسته یو شمېرو موټرو بیرته حرکت کړی دی، د پولې په اوږدو کې چې کوم موټر پاکستان لوري ته ولاړ وو، بیرته یې د کراچۍ خوا ته حرکت کړی تر څو له هغه ځای جبل علي او د بندر عباس له لارې افغانستان ته داخل شي، خو ځینې لا ولاړې دي ځکه سوداګرو سره پیسې نشته، په ځینو سوداګرو دومره بوج راغلی چې د مال له قیمته یې د ټرانسپورت لګښتونه زیات دي، چې دا هم د سوداګرو لپاره لویه ستونزه ده او هم د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ، خصوصي سکټور او ټرانسپورترانو ته د زیان لامل شوی دی."

ښاغلی مخلص احمد وایي چې د دې موټرو اټکلي شمېر تر دوو سوو پورې رسېږي.

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، له بدیلو لارو د مالونو د لېږد له کبله له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

همداراز د پاکستان خوا ته د دې ګډې خونې د مدیره پلاوي غړي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ لپاره د مشورتي سرحدي خونې مشر شاهد حسین هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته شکایت وکړ.

ښاغلي حسین وویل"د افغانستان لوري ته مو هم موټرې ولاړې دي، له منځنۍ اسیا څخه چې کوم مالونه بار شوي دي او پاکستاني سوداګرو چې هلته خریداري کړې ده، هغه مالونه منځنۍ اسیا خصوصا ازبکستان کې بند پاتې دي او هغه نور چې ترې راوتي، هغه سرحداتو کې بند پاتې دي، ځینو پاکستاني سوداګرو هم هڅې وکړې چې خپل دا مالونه له ترمیز لارې بخارا او بیا له هغه ځای په ترکمنستان لاره ایران او بیا پاکستان ته راوړي، خو هغوی ته مصارف زښته زیات شول چې اوس ګڼو زیانونو سره مخ دي، او افغانستان کې چې پاکستاني سوداګرو د میوو باغونو کې پانګونه کړې، دا پیسې هم هلته بندې پاتې دي."

شاهد حسین زیاته کړه چې له دواړو حکومتونو غوښتنه کوي چې لومړی دی دا لارې په خپلواک ډول خوشې کړي او که په دې هوکړه نه کوي، نو په خبره یې اوس لپاره دې یو ځل دومره دا لارې پرانیزي چې دواړه خواووې خپل بند پاتې مالونه انتقال او د کراچۍ په بحر کې د افغان سوداګرو لس زرو شاوخوا کې بند کانتینرونو مالونو تر لاسه کولو ته اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په دولسمه په یو بیان کې اعلان وکړ چې د افغانستان ټول ټرانزیټ سوداګریز توکي چې د کراچۍ او ګوادر په بندرونو او همدارنګه په سرحدي ګمرکي پوستو کې بند پاتې دي، د بېرته صادراتو لپاره خوشې شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د فدرالي عوایدو ادارې په دې برخه کې ځانګړې استثناء ومنله.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د تېرکال په اکتوبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته بندې شوې.

له دې پرېکړې وروسته د دواړو خواوو ځینو سوداګرو بدیلو لارو ته د بارونو انتقالولو هڅې پیل کړې چې اوس یې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چاروکي درنو مالي زیانونه سره د مخ کېدو خبره کوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ښاغلي مجاهد له دې مخکې په اکټوبر میاشت کې ویلی و، چې د دوی حکومت به تر هغه د پاکستان پر مخ هېڅ ډول ټرانزیټي او سوداګریزه لار خلاصه نه کړي تر څو چې په خبره، پاکستان دوی د دې تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي او نظامي ستونزو له امله نه تړي.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بندې شوې.

وروسته بیا د طالبانو حکومت د دې لارو له بیا پرانیستو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا لارې به یوازې هغه مهال خلاصې شي چې پاکستان دا تضمین ورکړي چې بیا به یې په یوې او بله پلمه نه بندوي.

تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو له امله د تورخم، سپین بولدک-چمن، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې بندرونه په مکرر ډول د پاکستان لخوا بند شوي چې مخکې ازادي راډیو سره د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو د خبرو پر بنسټ له امله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته لکونه ډالر زیانونه اوښتی دی.

اوس مهال یوازې له پاکستانه د تورخم او چمن - سپین بولدک له لارې افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول کېږي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان د دې ستونزو د حل لپاره د دواړو خواوو حکومتونو په دوحه، استانبول او ریاض کې سره مذاکرې هم وکړې او په ځينو موارد یې هوکړه هم وکړه خو د سوداګرۍ په برخه کې یې بیا کومه پایله ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG