د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

امریکايي سناتوران: دافغانستان دبیارغونې لپاره اختصاص شوي ۶۳۱ میلیون ډالر به بیرته خزانې ته را ورګرځول شي

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر جیم ریش، ارشیف
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر جیم ریش، ارشیف

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپل وروستي اقدام کې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسو ته د طالبانو د لاسرسي قطع کولو لایحه تصویب کړې ده. خو طالبانو دا رد کړې چې ګواکي د متحدو ایالاتو پیسې یې تر لاسه کړي وي. په عین حال کې افغانستان کې یو شمیر کسان وايی ولس دغو مرستو ته اړ دی.

د امریکا د سنا جرګې دبهرنیو اړیکو کمیټې په خپل وروستي اقدام کې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسو ته د طالبانو د لاسرسي قطع کولو لایحه تصویب کړې ده.

د متحدو ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو کمیټې مشر جیم ریش د دې لایحې تر تصویب وروسته د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل دا لایحه، ډاډمنوي چې:

د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو یو ډالر هم په افغانستان کې ترهګرو سازمانونو لکه طالبانو ته نه ځي.


ښاغلي ریش پر خپله ایکس پاڼه د «جنورۍ په ۲۹مه» په یو ویډیویي پیغام کې ویلي:

"دا لایحه په ساده ډول دا واضح کوي چې د هغو کسانو پیسې چې په امریکا کې مالیه ورکوي، نباید د یوې ترهګرې ډلې لاس ته ولوېږي، دا یو پر ځای او سم اقدام دی،"

د دې لایحې یو مهم ملاتړي او د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي، ټیم برچټ ویلي چې دا قانون به ډیر ژر د رایې ورکولو لپاره سنا جرګې ته وړاندې شي.

د یادونې ده چې جمهوري غوښتونکي به د دې لایحې د تصویب لپاره د ډیموکراتو سناتورانو رایو ته اړتیا ولري.

بلخوا بل جمهوري غوښتونکي سناتور رنډ پال پر خپله ایکس پاڼه د پنجشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۲۹مه» لیکلي چې که دا لایحه په قانون بدله شي، هغه ۶۳۱ میلیونه ډالر به چې افغانستان ته د بیا رغونې لپاره ځانګړي شوي وو، بیرته د امریکا د دولت خزانې ته وروګرځول شي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا منابع باید د هیواد په دفاع متمرکزې شي، او زیاته کړې یې ده چې "د ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو د ډالرو ورکولو پرې کېدو قانون" په بهر کې د ناکامو ماموریتونو ملاتړ دروي او د امریکایي مالیه ورکوونکو امنیت به د سیاستونو او پالیسو مرکز وګرځوي.

د امریکا دغه سناتور ټینګار کړی چې هر هغه هیواد یا غیر دولتي سازمان چې د طالبانو ملاتړ کوي هم باید هیڅ کله د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالر ترلاسه نه کړي.

رنډ پاول لیکلي چې

امریکا باید هغو کسانو ته پیسې ورنه کړي چې د دوی د دښمنانو سره ولاړ دي.


خو د طالبانو حکومت دا رد کړې چې کواګي دوی د امریکا پیسې تر لاسه کړې وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیام افغان په نوم یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، امریکا په مستقیم ډول دوی ته هېڅ پیسې نه دي ورکړي بلکې په خبره یې نړیوالو ادارو ته یې دې هېواد کې د بشري مرستو لپاره بودجه استولې ده.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې تر اوسه د امریکا هېڅ سرچینې دوی ته پیسې نه دي استولي.

که څه هم دموکراتانو مخکې افغانستان ته د امریکا د مرستو د بشپړ بندولو مخالفت کړی دی، خو لا روښانه نه ده چې د جمهوري غوښتونکو په ملاتړ جوړه شوې لایحه به په سنا جرګه کې څومره رایې ترلاسه کړي.

یو شمېر عام افغانان چې بشري مرستو ته اړ دي، وایي که دا محدودې مرستې هم پر خلکو ودرېږي، ستونزې به یې لا ډیرې شي:

له دې ډلې د کابل ښار اوسېدونکي رحیم الله ازادي راډیو ته وویل:

امریکا د طالبانو پر ضد ډېرې نورې لارې لري، خو افغانان اوسنیو شرایطو کې بشري مرستو ډېر اړمن دي، باید په هېڅ ډول دا مرستې ونه درول شي


"امریکا د طالبانو پر ضد ډېر نورې لارې لري، خو افغانان اوسنیو شرایطو کې بشري مرستو ډېر اړمن دي، باید په هېڅ ډول دا مرستې ونه درول شي او په شفافه ډول تر عامو افغانانو ورسول شي، که هم څه دا وخت مرستې ډیرې کمې شوي خو افغانانو سره باید په لوړه کچه مرستې وشي، که دا مرستې هم بندې شي دا به افغانانو ته لوی زیان وي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي خیراباد خیرخواه شینواري، ورته خبره کوي:

"زموږ غوښتنه له دوی او ټولو هېوادونو دا ده چې عامو افغانانو سره دې بشري مرستې نظامونو او سیاستونو پورې ونه تړي."

د کونړ ولایت اوسېدونکی او د بشري مرستو د وېش په برخه کې د ځینو نړیوالو ادارو سره رضا کاره نثار احمد احمدي هم ټینګار کوي چې د امریکا په ګډون هېوادونه دې د خپلو سیاستونو او پرېکړو لپاره عام افغانان نه اغیزمنوي:

"

دا امریکا د سنا مجلس دا پرېکړه یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه بلکې د میلیونونو افغانانو پر ژوند ژوره اغېزه لري، ځکه افغانان بې وزلۍ، بې کارۍ او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او بشري مرستې یې د ژوند مهمه برخه جوړوي

، زموږ غوښتنه له امریکا او نورو هېوادونو دا ده چې که سیاسي فشارونه زیاتوي هم خو عامو افغانانو ته باید بشري مرستې ورسېږي، مرستې باید هېڅ کله د سیاست قرباني نه شي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش عمومي ادارې (سیګار) چې فعالیتونه یې د جنوري له ۳۱ ختمیږي څه موده مخکې په خپل وروستي راپور کې ویلي وه چې متحده ایالاتو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره له ۳.۸۳ میلیارد ډالرو څخه ډیرې بشري او پرمختیایي مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG