په افغانستان کې د واورو له پرلپسې ورښتونو او د خلکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه د بېلابیلو نړیوالو ادارو د اندېښنو په دوام، تازه د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) ویلي، په افغانستان کې د درنې واورې ورښت د دې هیواد بشري ناورین داسې مهال نور هم بدتره کړی چې له ګاونډیو هیوادونو زرګونه کورنۍ خوړو، سرپناه او نورو بنسټیزو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته خپل هیواد ته راستنېږي.
موږ هېڅکله د سرپناه برابرولو توان نه لرو، موږ هیڅکله خوړو، زده کړو او محافظت ته لاسرسی نه لرو،
په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشر جکوپو کریډي په خپل ویډیویي پیغام کې چې د چهارشنبې په ورځ «د سلواغې/دلوې اتمه» یې د دې شورا پر ایکس پاڼه خپره کړې ویلي:
"په ډیری ځایونو کې له یو متر څخه ډیره واوره شوې، په دې شرایطو کې زرګونه کسان اړ دي چې بیرته افغانستان ته را وګرځي، موږ هېڅکله د سرپناه برابرولو توان نه لرو، موږ هیڅکله خوړو، زده کړو او محافظت ته لاسرسی نه لرو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ په ګډون په ټول هېواد کې واوره اورېدلې ده چې د تېر اوړي د سختې زلزلې له امله اغېزمن شوي، خلک لاهم هلته په خیمو کې ژوند کوي او د دې سخت ژمي تېرولو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري."
هغه زیاته کړې چې د بودجې کمښت افغانستان ته د مرستو پر رسولو شدید اغېز کړی او اړتیاوو ته په پام ۷۰ سلنه تشه موجوده ده.
«ان ار سي» ټینګار کړی چې د بیړني ملاتړ پرته، زیان ګالې کورنۍ په ځانګړي توګه ماشومان، زاړه او هغه کسان چې په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي، د ژمي د یادو شرایطو له امله له لوړ خطر سره مخ دي.
دې شورا له نړیوالو مرستندویانو او تمویلوونکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې له افغانستان سره په دې کړکېچن وضعیت کې مرسته وکړي او دوی ته دې بودجه ورکړي.
دا په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته تازه ستانه شوي افغان کډوال هم وایي، له هېڅ ډول اسانتیا پرته په جبري ډول راستانه کړل شوي، له سخت بشري وضعیت سره مخ او راتلونکي ته اندېښمن دي.
د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالته تازه راستون شوي ۵۰ کلن غنچه ګل چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ مشر دی، د پنجشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۲۹مه» یې له تورخم ازادي راډیو ته وویل:
"موږ دلته سرپناه نه لرو، خو بس د خدای په هیله ور روان یو. پولیسو ډېر ځورولو او نیولو یې. مجبور شوم. خپله بې وزله یم او له دې وېرې چې اولادونه مې ونه نیسي، را روان شوو. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سره دې مرسته وشي، له واورې بچ یو سرپناه دې راکړي. ډېر اندېښمن یو چې اوس به دا ژمی دلته څنګه تېروو."
دغه شان له بل ګاونډي هېواد؛ د ایران له تهرانه خپل هیواد ته ستون شوی ۳۵ کلن نصیر احمد چې له راستنېدو یې درې اوونۍ کېږي او اوس په مزار شریف ښار کې مېشت دی، وایي، له سختو ننګونکو سره مخ دی:
"۲۰ کاله مو ایران کې تېر کړل، اوس چې افغانستان ته راغلي یو، نه سرپناه، نه کار او نه نورې اسانتیاوې لرو. ستونزې مې ډېرې دي. ۵ مې یوازې ماشومان دي. دلته تقریباً ۲۰ ساتنې واوره شوې، هوا ډېر سړه ده، شپه او ورځ په یو برقي منقل ځانونه تودوو، خو ډېری وخت چې برق نه وي، زغال ږدو. مېرمن مې په سرطان اخته ده، موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. پر پوله مې یو سیم کارت په ډېرو زاریو اخیستی دی."
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) یو کارکوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي هم تاییدوي چې اوس راستنېددونکو ته مرستې کمې او ان یوازې تر ناروغانو او معلول لرونکو کورنیو محدودې شوې دي.
تر شنه اسمان لاندې به چاره وشي خو اوس دې سړو شپو ورځو کې ورته ډېره سخته ده
ده ازادي راډیو ته وویل: "کله چې موږ کډوالو نه پوښتنه کوو، دوی وایي چې موږ دلته (افغانستان) کې هېڅ ځای نه لرو، اکثره یې هېڅ دلته بلد نه دي. که چېرې دوی ته د کوربه هېوادونو لخوا یوه یا دوه میاشتې وخت ورکړل شوی و ښه به وه ځکه تر شنه اسمان لاندې به چاره وشي خو اوس دې سړو شپو ورځو کې ورته ډېره سخته ده. بل زموږ پیسې هم ډیرې کمې شوې دي. د « یو ان اچ سي ار» او «ای او ام» لخوا خو مرستې بیخي په کټګوریو وېشل شوي. یوازې هغو کډوالو ته مرستې ورکوي چې ښه شدید ناروغان یا معلولین ولري، نورو عامو کډوالو باندې پیسې قطع شوي دي، ځکه چې موږ سره بودجه نشته."
هڅه مو وکړه چې د راستانه شویو کډوالو د وروستي وضعیت او ستونزو ته یې د رسېدو په اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت نظر هم ولرو خو ویاند عبدالمطلب حقاني د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د طالبانو حکومت بېلابېلې ادارې هر ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه د زرګونو کډوالو د ستنېدو راپورونه ورکوي.
د یادونې ده چې مخکې یو شمیر نورو نړیوالو ادارو هم په افغانستان کې په دې ساړه ژمي کې په ځانګړي ډول د راستنو شویو د وضعیت په اړه په وار وار اندېښنې څرګنې کړې دي.