خبرونه
اروپایي ټولنه: په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې حق دی
اروپایي ټولنې نن د جنوري څلرویشتمه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې بنسټیز حق وباله.
په کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیکي استازولۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی له بیلابیلو موسسو سره په ملګرتیا پانګونه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم د تعلیم له حق څخه محروم نه شي.
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شپږ میلیونه یورو یې په افغانستان کې د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي.
له بلې خوا، اروپايي ټولنه وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغانستان لپاره د یونسکو د دفتر له لارې ۴.۷ میلیونه یورو مصرفوي چې اووه زره پنځه سوه ځوانانو او لویانو ته لیک لوست ورزده کړي او له مسلکي مهارتونو سره یې اشنا کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې
د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده.
د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي.
نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي.
دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي.
د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.
په پاکستان کې ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷ تنه ووژل
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ډیره اسماعیل خان کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوې دي.
د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر محمد عدنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې دا ځان مرګی برید و چې د جمعې په ورځ د واده د مراسمو پرمهال وشو او پکې د امن کمیټې د مشر وحیدالله جګري په شمول اووه تنه ووژل شول.
د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یوه کوټه نړیدلې ده چې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او ښایي تلفات زیات شي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
په کابل کې د سنوبورډ په لوبو کې په سلګونو لوبغاړو ګډون وکړ
د کابل په واورینو غرونو کې د سنوبورډ لوبې ترسره شوې. د افغانستان د سنوربوډ فدراسیون چارواکي وايي چې د روزنیزو سیالیو دا پروګرام د ژمنیو لوبو د ودې او د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتوالي په هدف د جمعې په ورځ د قرغ غرونو په لمنو کې ترسره شو.
په دې لوبو کې په لسګونو لوبغاړو برخه واخیسته.
د افغانستان سنوبورډ لوبغاړو به پخوا تر ډیره خپل تمرینات په بامیان کې ترسره کول خو په کابل او شاوخوا سیمو کې د تیرې اونۍ درنې واورې دې ته زمینه برابره کړې ده چې دا لوبې په کابل کې هم وشي.
بنګلدېش افغانستان ته د باکیفیته درملو د صادرولو ژمنه کړې
د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنعت چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته به هغه درمل نه صادروي چې د اعتبار د مودې پای ته یې لږ وخت پاتې وي.
د منځني ختیځ آنلاین خبري شبکې منا د بنګلدېش د روغتیا وزارت د یو بیان په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د درملو د تنظیم د چارو د رییس حافظ نعمت الله ایوبي او د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنایعو د ټولنې د عمومي منشي ذاکرحسین په کتنه کې همداراز موافقه شوې چې بنګلدېش به د لوړ کیفیت لرونکې درمل په مناسبه بیه افغانستان ته صادروي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي هم پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی چې د طالبانو د پلاوي د سفر پرمهال د بنګلدېش د درملو د جوړولو د شرکتونو چارواکي هڅول شوي دي چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ خپل ډېره برخه دارو درمل له بهر څخه واردوي او د طالبانو دحکومت د مالیې وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستانه د درملو پر وارداتو ممنوعیت به د روانې سلواغې میاشتې له شلمې نېټې څخه عملي شي.
ایران خپلو اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو مفتشانو د بیا پرېښودلو لپاره شرط وړاندې کړ
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشانو د راستنېدو اجازه له دې شرط سره تړلې ده چې دا اداره په تېر دوبي کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل او امریکا د حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي.
د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې ایراني رسنیو پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د رییس محمد اسلامي له قوله راپور ورکړ چې وايي، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشان باید لومړی د دې حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي او له هغه وروسته به تهران پر دې غور وکړي چې دې زیانمنو اټومي تاسیساتو ته د ملګروملتو مفتشان پرېږدي که نه.
د تېرکال په دوبي کې د اسراییلو او متحدوایالتونو په حملو کې د ایران ځینې اټومي تاسیسات زیانمن شول.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې له دریو زیانمنو تاسیساتو نظنز، فردو او اصفهان پرته دا اداره د ایران نورو ۱۳ اټومي تاسیساتو ته لاسرسی لري.
د اوکراین، روسیې او امریکا استازو په ابوظبي کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي
روسي او اوکرایني مرکچیانو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې په اړه د مهمو خبرو په ترڅ کې له امریکايي چارواکو سره کتلي دي.
د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دا غونډه پرون په ابوظبي کې جوړه شوې وه او پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته دا لومړی ځل و، چې د روسیې او اوکراین چارواکو له امریکايي چارواکو سره مخامخ خبرې کولې.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ له یوه پلاوي سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین له کتنې وروسته کریملین په اوکراین کې د خپلې ارضي ادعا په مسئله کې په خپل دریځ کې هېڅ راز نرموالی نه دی راوستی.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د ژمي په سختو سړو شپو ورځو کې د بریښنا د نشتوالي له کبله تپه تیاره ده او د روسیې حملې لاهم روانې دي.
روسیه د اوکراین په دونباس سیمه کې د درنو تلفاتو په منلو سره د نورو سیمو د نیولو لپاره د سوکه پرمختګ په حال کې ده. ولسمشر پوتین او نورو روسي چارواکو ویلي چې که مسکو له ډیپلوماتیکو لارو د دې سیمو د نیولو هدف ترلاسه نه کړي نو نورې ډېرې سیمې به د زور په کارولو سره ونیسي.
د افغان او سوریايي کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو غونډه
د اروپايي ټولنې د کورنیوچارو وزیرانو د دې ټولنې له غړو هېوادو څخه سوریې او افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي.
اې پي اې خبري آژانس پرون (د سلواغې ۳مه) د اتریش د کورنیوچارو د وزیر ګرهارد کارنر له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، دا ډېره مهمه ده چې د کډوالو د ایستلو موضوع د اروپا په کچه تطبیق شي.
ښاغلي کارنر همداراز ویلي دي چې د اروپايي ټولنې ډېری غړي هېوادونه غواړي پوه شي چې اتریش څنګه وکولای شوای افغانستان او سوریې ته په مستقیم ډول د کډوالو د بېرته ستنولو چاره عملي کړي.
کارنر زیاتوي چې د تېرکال په ترڅ کې د سوریې شاوخوا زر تنه وګړي څه په خپله خوښه څه په جبري ډول سوریې یا نورو اروپايي هېوادونو ته ایستل شوي دي.
د اتریش د کورنیوچارو وزیر د هغو افغان کډوالو د شمېر له ښودلو ډډه وکړه چې په مستقیم ډول افغانستان ته استول شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر په دې غیررسمي غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې جوړه شوې وه وویل د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو په مسئله کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو په حال کې دي.
په افغانستان کې د سختې واورې او باران له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي
نن د طالبانو د فواید عامې وزارت په سالنګونو کې د دوو کسانو مړینه تایید کړې.
پرون او وړمه ورځ هم د واورې، توپان او بارانونو په سبب د ۱۴ کسانو مړینه تایید شوې وه او یو شمېر نور ژوبل وو.
د تازه ارقامو له مخې په سالنګونو کې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي.
هلته په واورو کې یو شمېر ایسار خلک ژغورل شوي او نږدې روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي.
په سالنګونو سربېره، په بامیان، دایکندي، غور، خوست، پکتیا،میدان وردک او غزني کې یو شمېر لارې تړل شوي دي.
ټرمپ: د ناټو عسکر افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې شاته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ناټو عسکر په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې نه وو.
ښاغلي ټرمپ دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه ویلي: «هغوی ټولو ویلي چې ډېر عسکر یې افغانستان ته لیږلي. هغوی دا کار کړی دی. [مګر] هغوی شاته وو، له لومړۍ کرښې لږ شاته»
د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو د بريټانوي سیاستوالو غبرګونونه او نیوکې پارولي.
منتقدینو په افغانستان کې د بریټانیا د ۴۵۷ عسکرو د وژل کېدو خبره یاده کړې.
د بریټانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځي چې افغانستان کې یې هم د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ خدمت کړی ویلي :«د ښاغلي ټرمپ ادعا له هغه واقعیت سره سر نه خوري چې په افغانستان کې خلکو د خدمت پر مهال تجربه کړی.»
د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا شل کلن حضور درلود.