افغانستان
د افغان او سوریايي کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو غونډه
د اروپايي ټولنې د کورنیوچارو وزیرانو د دې ټولنې له غړو هېوادو څخه سوریې او افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي.
اې پي اې خبري آژانس پرون (د سلواغې ۳مه) د اتریش د کورنیوچارو د وزیر ګرهارد کارنر له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، دا ډېره مهمه ده چې د کډوالو د ایستلو موضوع د اروپا په کچه تطبیق شي.
ښاغلي کارنر همداراز ویلي دي چې د اروپايي ټولنې ډېری غړي هېوادونه غواړي پوه شي چې اتریش څنګه وکولای شوای افغانستان او سوریې ته په مستقیم ډول د کډوالو د بېرته ستنولو چاره عملي کړي.
کارنر زیاتوي چې د تېرکال په ترڅ کې د سوریې شاوخوا زر تنه وګړي څه په خپله خوښه څه په جبري ډول سوریې یا نورو اروپايي هېوادونو ته ایستل شوي دي.
د اتریش د کورنیوچارو وزیر د هغو افغان کډوالو د شمېر له ښودلو ډډه وکړه چې په مستقیم ډول افغانستان ته استول شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر په دې غیررسمي غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې جوړه شوې وه وویل د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو په مسئله کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو په حال کې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راستانه شوي افغانان په سړه هوا کې سرپناه نه لري
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري وايي، د افغانستان سړې هوا د راستانه شویو افغانانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی.
دې ادارې پرون شنبې د (جنوري ۲۴مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره له پاکستان او ایرانه د هغوو راستنو شویو افغانانو ژوند انځور کړی چې د کابل په سړې هوا کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د دې ادارې په ټکو، دا کډوال نړیوال مرستو ته اړمن دي.
له ایران او پاکستانه په وروستیو څو میاشتو کې په زرهاوو افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.
یو این ایچ سي ار په داسې حال کې د راستانه شویو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلي چې په تیرو څلورو ورځو کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډيرو ښارونو کې واورې او بارانونه شوي دي.
د طالبانو حکومت پرون شنبې د واورو او بارانونو له کبله د شاوخوا ۶۰ کسانو مړینه او سلو ډیرو نورو ټپي کیدل تایید کړي وو.
وروستیو واورې او بارانونو د ځاني زیان سربیره خلکو ته مالي تاوانونه هم رسولي دي.
د بلیجم حکومت؛ د افغانو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې کوو
د بلجیم حکومت له طالبانو سره له دې هېواد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه خبرې کوي.
د بي ار اف په نوم یوې بلجیمي رسنۍ پرون شنبې د (جنوري۲۴مه) راپور ورکړی چې د بلجیم حکومت په دې غور کوي چې څنګه په دې هېواد کې "رد شوي او مجرم افغان کډوال" بیرته افغانستان ته ستانه کړي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو ادارې مشر فردي روزمونټ له یو شمیر نورو اروپايي چارواکو سره افغانستان ته له سفر وروسته ویلي،" بلجیم او شل نور اروپايي هېوادونه غواړي د هغوو افغانانو په اړه چې په دې هېوادونو کې يې د منل کیدو دوسیې رد شوي د بیرته ستنیدو او اخراج د پروسیې په اړه له طالبانو خبرې اترې وکړي".
روزمونټ تیره اونۍ کابل ته سفر درلود.
د هغه په ټکو، دوی هغه افغانان هم اخراجوي چې په اروپايي هېوادونو کې مجرم پیژندل شوي دي.
تراوسه د طالبانو حکومت په اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې د جرمني حکومت دوه ځلې د دوی په ټکو مجرم افغانان له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته افغانستان ته ستانه کړل.
د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې
د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده.
د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي.
نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي.
دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي.
د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.
اروپایي ټولنه: په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې حق دی
اروپایي ټولنې نن د جنوري څلرویشتمه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې بنسټیز حق وباله.
په کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیکي استازولۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی له بیلابیلو موسسو سره په ملګرتیا پانګونه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم د تعلیم له حق څخه محروم نه شي.
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شپږ میلیونه یورو یې په افغانستان کې د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي.
له بلې خوا، اروپايي ټولنه وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغانستان لپاره د یونسکو د دفتر له لارې ۴.۷ میلیونه یورو مصرفوي چې اووه زره پنځه سوه ځوانانو او لویانو ته لیک لوست ورزده کړي او له مسلکي مهارتونو سره یې اشنا کړي.
په کابل کې د سنوبورډ په لوبو کې په سلګونو لوبغاړو ګډون وکړ
د کابل په واورینو غرونو کې د سنوبورډ لوبې ترسره شوې. د افغانستان د سنوربوډ فدراسیون چارواکي وايي چې د روزنیزو سیالیو دا پروګرام د ژمنیو لوبو د ودې او د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتوالي په هدف د جمعې په ورځ د قرغ غرونو په لمنو کې ترسره شو.
په دې لوبو کې په لسګونو لوبغاړو برخه واخیسته.
د افغانستان سنوبورډ لوبغاړو به پخوا تر ډیره خپل تمرینات په بامیان کې ترسره کول خو په کابل او شاوخوا سیمو کې د تیرې اونۍ درنې واورې دې ته زمینه برابره کړې ده چې دا لوبې په کابل کې هم وشي.
بنګلدېش افغانستان ته د باکیفیته درملو د صادرولو ژمنه کړې
د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنعت چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته به هغه درمل نه صادروي چې د اعتبار د مودې پای ته یې لږ وخت پاتې وي.
د منځني ختیځ آنلاین خبري شبکې منا د بنګلدېش د روغتیا وزارت د یو بیان په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د درملو د تنظیم د چارو د رییس حافظ نعمت الله ایوبي او د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنایعو د ټولنې د عمومي منشي ذاکرحسین په کتنه کې همداراز موافقه شوې چې بنګلدېش به د لوړ کیفیت لرونکې درمل په مناسبه بیه افغانستان ته صادروي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي هم پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی چې د طالبانو د پلاوي د سفر پرمهال د بنګلدېش د درملو د جوړولو د شرکتونو چارواکي هڅول شوي دي چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ خپل ډېره برخه دارو درمل له بهر څخه واردوي او د طالبانو دحکومت د مالیې وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستانه د درملو پر وارداتو ممنوعیت به د روانې سلواغې میاشتې له شلمې نېټې څخه عملي شي.
په افغانستان کې د سختې واورې او باران له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي
نن د طالبانو د فواید عامې وزارت په سالنګونو کې د دوو کسانو مړینه تایید کړې.
پرون او وړمه ورځ هم د واورې، توپان او بارانونو په سبب د ۱۴ کسانو مړینه تایید شوې وه او یو شمېر نور ژوبل وو.
د تازه ارقامو له مخې په سالنګونو کې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي.
هلته په واورو کې یو شمېر ایسار خلک ژغورل شوي او نږدې روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي.
په سالنګونو سربېره، په بامیان، دایکندي، غور، خوست، پکتیا،میدان وردک او غزني کې یو شمېر لارې تړل شوي دي.
ټرمپ: د ناټو عسکر افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې شاته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ناټو عسکر په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې نه وو.
ښاغلي ټرمپ دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه ویلي: «هغوی ټولو ویلي چې ډېر عسکر یې افغانستان ته لیږلي. هغوی دا کار کړی دی. [مګر] هغوی شاته وو، له لومړۍ کرښې لږ شاته»
د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو د بريټانوي سیاستوالو غبرګونونه او نیوکې پارولي.
منتقدینو په افغانستان کې د بریټانیا د ۴۵۷ عسکرو د وژل کېدو خبره یاده کړې.
د بریټانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځي چې افغانستان کې یې هم د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ خدمت کړی ویلي :«د ښاغلي ټرمپ ادعا له هغه واقعیت سره سر نه خوري چې په افغانستان کې خلکو د خدمت پر مهال تجربه کړی.»
د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا شل کلن حضور درلود.
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۱۰ ملیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې لس میلیونه یورو مرستې به د ښځو لپاره کوچینۍ تصدۍ جوړې شي.
د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د پراختیایي ادارې( یو این ډي پي) له لورې ولګول شي. بیان زیاتوي چې له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.
یو این ډي پي ویلي دي چې په افغانستان کې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې طالبان بیا ځلي واکمان شوې دي، نړیوالې مرستې کمې شوې او پر ښځو محدودیتونه زیات شوې چې له امله یې په اقتصادي ډګر کې د دوی هلې ځلې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.