د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۳

خبرونه

ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ

 ولسمشر ټرمپ په داووس کې د  (WEF) کلنۍ غونډې ته دوینا په مهال
ولسمشر ټرمپ په داووس کې د (WEF) کلنۍ غونډې ته دوینا په مهال

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.

د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.

ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.

دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.

ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."

هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.

ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: نورستان کې نیول شوې وسلې د ډیورند کرښې له هغې خوا راوړل شوي

ارشیف
ارشیف

په نورستان کې د وروستیو پوځي تحرکاتو په دوام کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د تلې/میزان ۶) د یوې وېډیو په خپرولو سره ادعا وکړه چې هلته‌یې له وسله‌والو مخالفینو څخه لسګونه میله درنه او سپکه وسله او مهمات نیولي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې دغه وسله د ډیورند کرښې له پورې غاړې راوړل شوې ده.

د خپلواکو سرچینو له‌خوا د دغې ادعا تأیید ګران دی.

اسلام‌اباد په نورستان کې وروستیو تحرکاتو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د نورستان په کامدېش کې د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومتي ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د حکومت د یوې مخالفې وسله‌والې ډلې ترمنځ جګړه وشوه.

دواړو لورو یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل چې د وسله‌والو مخالفینو څخه‌یې چې له کرښې را اوښتي وو ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور ژوندي نیولي دي.

د «افغانستان د ازادۍ د جبهې» په نوم د طالبانو وسله‌والو مخالفینو هم ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۵ طالب سرتېري یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه‌شي تأییدولی.

د پاکستان حکومت: تحریک انصاف دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو انتخاب کړي

د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان
د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، په داسې حال کې چې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، د یاد ګوند مشران له افغانستان سره په خواخوږۍ تورن کړل او ورباندې یې غږ وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

عطاءالله تارړ د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ترڅنګ په اسلام‌اباد کې د دوشنبې ورځې خبري غونډې ته څرګندونو کې چې وېډیو یې په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې وویل چې خیبر پختونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په ځای د دې چې جدي امنیتي ستونزو ته رسیدګي وکړي د خپل مشر د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو د شنبې په ورځ خپل هغه لوی لاریون چې د یکشنبې ورځې لپاره‌یې اسلام‌اباد کې پلان کړی و، یوه اوونۍ وځنډاوه.

پاکستاني چارواکو د لاریون د مخنیوي لپاره لسګونه زره امنیتي ځواکونه پلازمېنه کې ځای پر ځای کړل او مهمې لارې یې په کانټینرونو تړلې وې.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن‌یې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمېر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګېزه لري.

کندز کې د فوټبال یو معیاري میدان جوړېږي

ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک
ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کندز کې د فوټبال د یو معیاري میدان د جوړولو خبر ورکوي.

یاد فدراسیون د دوشنبې په ورځ په خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې د کندز په مرکز کې د ورزش د ادارې اړوند ۱۰ جریبه ځمکه د دغې پروژې لپاره ځانکړې شوې ده.

ټاکل شوې چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په مالي ملاتړ د دغه میدان د جوړونې عملي کار په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي دغه پروژه په افغانستان کې د فوټبال د زېربناوو د پیاوړتیا او پراختیا د هلو ځلو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسېد

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.

شهزاده فیصل بن فرحان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې د ریاض او د یمن د حوثیانو ترمنځ شخړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکوي چې شهزاده فیصل به خپل امریکايي ساري سره د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په هکله خبرې وکړي.

سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت د حوثیانو په وړاندې چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړه، خو واشنګټن سره له دې چې له مستقیمو بریدونو ډډه وکړه، مګر دا یې ومنله چې ریاض ته استخباراتي معلومات وړاندې او د اهدافو په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري

د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.

د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.

بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.

افغانستان د اسیايي لوبو د کرکټ له سیالیو ووت

د افغانستان د کرکټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو د نارینه وو د کرکټ له سیالیو څخه بهر شوه.

ټاکل شوې وه افغانستان نن په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي، خو د سخت باران له امله لوبه ترسره نه شوه او لغوه اعلان شوه.

د سیالیو د اصولو له مخې، هند د لوړې درجه‌ بندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته لار وموندله او افغانستان له سیالیو ووت.

هند به په نیمه پایلوبه کې د سریلانکا او نیپال ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.

په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ اومه تېلو د هر بیرل بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته.

د تېلو بیې وروسته له هغې پورته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د اوو ورځو لپاره د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه و.

د تېلو بیې د جمعې په ورځ د ایران د وړاندیز له خپرېدو وروسته څه باندې دوه سلنه راټیټې شوې وې، خو د دوشنبې په ورځ بېرته لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده او د دې لارې بندېدو د تېلو پر نړیوالو بیو فشار زیات کړی دی.

پاکستان د لومړي ځل لپاره فضا ته د خپل ستور مزلي د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي

د پاکستان د فضايي ادارې چارواکي وايي، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې روزنه ویني چې له هغوی څخه یو به د دغه هېواد د لومړي ستورمزلي په توګه د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د څېړنې او روزنې په مرکز کې روزنه ویني.

دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ له سیسټمونو سره د کار، د بې‌ وزنۍ له شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه کوي.

چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دغو دوو پیلوټانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او ماموریت به کله ترسره کېږي، خو پاکستاني چارواکي وايي، تمه ده وروستۍ پرېکړه د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.

ټاکل شوی پاکستاني فضانورد به شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي.

دا به لومړی ځل وي چې چین خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی ستورمزلی لېږدوي.

د پاکستان او چین فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. ټاکل شوې د پاکستان له خوا جوړه شوې د سپوږمکۍ یوه وسیله یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګ‌اې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.

ټرمپ: له ایران سره خبرې ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي

PGA: Presidents Cup - Final Round
PGA: Presidents Cup - Final Round

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې له ایران سره خبرې اترې په راتلونکې اوونۍ کې بیا پیل شي.

ټرمپ د سپټمبر پر ۲۷مه له اکسیوس سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، ایران غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو هغه وړاندیز چې تهران کړی، د ده لپاره د منلو وړ نه دی.

ټرمپ د سپټمبر پر ۲۵مه د ایران هغه وړاندیز رد کړی و چې له مخې یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېده.

اکسیوس د خبرو له بهیر څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې ښايي د قطر په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د سپټمبر پر ۲۸مه بیا پیل شي.

د هند د کرکټ لوبډلمشر: افغانستان او بله هیڅ ډله باید کمزورې ونه ګڼل شي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ د آسیايي لوبو د نارینه‌ وو د کرکټ په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي.

دا لوبه د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي.

د هند لوبډلمشر شریاس ایر د دې مهمې لوبې په درشل کې ویلي چې افغانستان او هېڅ بله لوبډله باید کمزورې ونه ګڼل شي. هغه وویل، له جاپان سره د هند وروستۍ سختې لوبې وښوده چې په روانو سیالیو کې د هرې لوبډلې پر وړاندې باید پوره چمتووالی ونیول شي.

افغانستان، نیپال، مالیزیا او هانګ کانګ د مقدماتي پړاو له سیالیو وروسته کوارټر فاینل ته رسېدلي، خو هند، پاکستان، بنګله ‌دېش او سریلانکا د مخکښو لوبډلو په توګه مستقیماً د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.

د افغانستان او هند د دوشنبې ورځې د لوبې ګټونکې لوبډله به د اسیايي لوبو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG