خبرونه
له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډله به نن چهارشنبې د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ له تانزانیا سره مخامخ شي۔
دا لوبه به د نامیبیا د پلازمینې ویندهوک د کرکټ په لوبغالي کې د کابل په وخت له غرمې مخکې په یولسو بجو پیل شي۔
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیزاوجنوبي افریقا ته ماتې ورکړې اوتراوسه په خپل ډي ګروپ کې د جدول په سرکې دی. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي چې پایلوبه به یې د فبروري په ۶ وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.
د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.
امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي
د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي.
د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله.
امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي.
امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.
پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي
په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.
سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.
د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.
له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.
د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.
د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.
واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.
نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.
هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي
د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.
ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.
د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.
د امریکا پر دریو پوځي کښتیو د ایران توغندیز بریدونه؛ ټرمپ وايي بریدونه شنډ او کښتۍ له هرمز تېرې شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، درې امریکايي پوځي کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلې دي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه Truth Social کې لیکلي چې "زموږ پر کښتیو راکټونه فیر شوي خو تر ډزو لاندې او په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې دي"
هغه ویلي چې ایراني توغندي او ډرونونه د دوی له خوا شنډ شول.
ټرمپ خبرداری هم ورکړی چې که ایران ژر هوکړه لاسلیک نه کړي تر پخوا به لا په سختۍ تر برید لاندې راشي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام هم د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې دوی د ایران دننه پوځي اهداف ویشتي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي ایران تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ کسان اعدام کړي
د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې په ایران کې د اعدامونو مخه ونیسي.
د دغه سازمان یوې څېړونکې بهار صبا په یوه بیان کې ویلي چې تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ تنه په ایران کې د سیاسي تورونو په خاطر اعدام شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره دا کسان ټول د هغو محاکمو له خوا په اعدام محکوم شوي چې پکې د "د تورنو خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او له ټولو یې په زور اعتراف اخیستل شوی.
د ملګرو ملتونو سازمان هم خبر ورکړی چې د جګړې له پیله ایران لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام او ۴۰۰۰ تنه نیولي دي.
واشنګټن د عراق د نفتو مرستیال وزیر او څوکسه شیعه ملېشو باندې بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې او د بهرنیو چارو وزارتونو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن د ایران د حکومت د ملاتړ په تور د عراق د نفتو مرستیال وزیر او څوکسه شیعه ملېشو باندې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د خزانې وزارت، علي معارج البهادلي تورن کړ چې ګواکې له خپل مقام څخه یې د ایران او ددغه هیوادو له ملاتړه برخمنوملیشو په ګټه د خرڅلاو لپاره د تیلو په لیږد کې ناوړه استفاده کړې.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د ایران پلوه ملېشو «کتائب سید الشهداء» او «عصائب اهل الحق» درې لوړپوړو مشرانو باندې یې هم بندیزونه لګولي دي.
د بندیزونو په اساس ،په امریکا کې د دغو کسانو هر ډول شتمني کنګل کیږي او امریکایان ورسره هیڅ ډول معامله نشي کولی.
امریکا،اسراییلو سره په ایران له ګډ برید راهیسې پر تهران اقتصادي فشارونه او بندیزونه پراخ کړي دي.
ریچارد لیندسي :د نجونو د حقوقو څخه د نارینهوو ملاتړ مهم دی
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي وايي د ښځو او نجونو د زدهکړې د حق په ملاتړ د نارینهوو درېدل د افغانستان د ټولو وګړو د پرمختګ لپاره مهم دي.
ښاغلي لیندسي د پنجشنبې په ورځ ( غویي په ۱۷مه)، د مطیعالله ویسا لخوا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د ګټلو په مناسبت، په اېکسپاڼه لیکلي چې دا بریا ښيي چې د افغانستان نارینه د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي.
مطیعالله ویسا د چهارشنبې په ورځ د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د نږدې ۱۹ زره ځوانانو په رایو د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.
دا جایزه د فرانسې د نورماندي سیمې او د نړیوالو بشري حقونو او سولې انسټیټیوټ له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.
طالبانو واک ته له ستنیدو وروسته، تقریبا پنځه کاله کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونواو ښځو پر مخ تړلي.
سوداګره میرمن لیلما بدخشان کې په ډزو ووژل شوه
یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمهییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسلهوال کس له خوا وژل شوې ده.
د جنازې په ویډیو کې سیمهییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.
دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړه، خوماشوم یې ژوندی پاته شوی.
د سرچینې په وینا، لیلما په دې بازار کې د یوه رستورانت مدیره او د خیاطۍ د یوه ورکشاپ مسؤله وه چې د آغاخان دفتر له خوا جوړ شوی و.
تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی.
د یوناما د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.