خبرونه
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازي د ایران په تړاو وویل چې ولسمشر ټرمپ به خپلې ژمني عملي کړي
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازي خبرداری ورکړ چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ خپلې ژمنې عملي کوي او ښکاره یې ویلي دي چې په ایران کې د وینو د بهیدو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه په میز ورته پراته دي.
مایک والټز د پنجشنبې په ماښام( د جنوري ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران د زړورو خلکو ترڅنګ دریدلی دی.
هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر ضد د تاوتریخوالي او ځپلو کچه کولی شي د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي پایلې ولري.
ښاغلي والټز د ایران هغه ادعاوې رد کړې چې وايي دا اعتراضونه د بهرنۍ توطیې برخه ده. نوموړي بیا وویل چې د ایران رژیم اوس تر بل هر وخت کمزوری دی او همدا علت دی چې دا ډول درواغ وایي.
ښاغلي والټز همداراز وویل، د ایران حکومت ادعا کوي چې له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو کړنې یې بل څه ښيي.
د امنیت شورا د دې غونډې په پیل کې، چې د امریکا په غوښتنه جوړه شوې وه یوشمیر ایراني فعالانو هم خبرې وکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه پیل شوه چې پر خلکو د موټر په وسیله په برید تورن دی
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه نن (جمعه د مرغومي ۲۶مه) پیل شوه چې په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله په برید، د یوې دوه کلنې ماشومې او د هغې د مور په وژنه او د ګڼو کسانو په ټپي کولو تورن دی.
دا افغان وګړی چې د فرهاد ن په نوم معرفي شوی دی او په کابل کې زېږېدلی دی، د دوو کسانو د قتل او د نورو ۴۴ کسانو د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي. څارنوالان وايي چې نوموړي دا کار د مذهبي انګېزې له مخې کړی، د برید پرمهال یې د الله اکبر نارې وهلې او غوښتل یې په برید کې خپله دی هم مړ شي.
فرهاد چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې د برید پرمهال ۲۴ کلن و، تورن دی چې خپل موټر یې په عمدي ډول د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروستی دی.
دا برید په داسې وخت کې وشو چې په جرمني کې انتخاباتي کمپاینونه روان وو او هغه مهال یې د کډوالو په مخالفت کې تادوه بحثونه وپارول.
د خوړو د نړیوال پروګرام اټکل: په نوي کال کې بېوزلي ښايي پر افغان ښځو او ماشومانو ناوړه اغیز وکړي
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام WFP جګپوړی چارواکی وايي چې د خوارځواکۍ بحران پر هغو افغان ښځو او نجونو ناوړه اغېز کړی چې نړیوالې ټولنې هېرې کړې دي.
د WFP د افغانستان د څانګې مشر جان ایلییف د فرانسپرس خبري آژانس دې پوښتنې ته چې په نوي میلادي کال کې به څه پېښ شي په ځواب کې وویل چې په راروانو ۱۲ میاشتو کې به د افغانستان نژدې پنځه میلیون ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره چې د دوی ژوند به وګواښي، مخامخ شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې نژدې پنځه میلیون افغان ماشومان به په روان کال کې د خوارځواکۍ علاج ته اړتیا ولري.
ښاغلي ایلییف د نړیوالو مرستو د کمېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې که مرستې ونه رسېږي نو نتیجه به یې د خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو مړینه وي.
د ملګروملتونو دا اړونده اداره افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي خو د دې مرستو کچه په تېرو څو کلونو کې راکمه شوې ده ځکه نړیوال د طالبانو پر حکومت له دې کبله انتقاد کوي چې نجونه زده کړو ته او ښځې کار ته نه پرېږدي.
د کرکټ د نولس کلنو په نړیوال جام کې افغانستان له جنوبي افریقا سره مخامخیږي
د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو د پنځوس اورونو په نړیوال جام کې نن د افغانستان لوبډله خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.
دا جام پرون د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شو. تیره ورځ ویسټ اینډیز تانزانیا ته د پنځو ویکټو په توپير ماتې ورکړه. بله لوبه د زیمبابوې او سکاټلنډ تر منځ د باران له امله مساوي شوه او په دریمه لوبه کې هند په شپږو ویکټو امریکا ته شکست ورکړ.
نن به په دې نړیوال جام کې پاکستان او انګلستان، همداراز استرالیا او ایرلنډ هم مخامخ شي.
د نولس کلنو د لږ عمره کرکټ د دې نړیوال جام پایلوبه به د فبروري په شپږمه ترسره شي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته ځي
ملګرو ملتو تایید کړه چې د سولې او سیاست په چارو کې د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو به د جنوري تر اخره افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک پرون خبرې غونډې ته په نیویارک کې وویل چې د ترتیباتو له بشپړیدو وروسته به دقیقه نیټه اعلان شي.
دوجاریک د دې سفر د هدف په اړه وویل چې د دووحې پروسیې تعقیبول دی.
دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پیل کړې وه.
د طالبانو سفیر په مسکو کې ولسمشر پوتین ته باور لیک وړاندې کړ
په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر ګل حسن حسن ، ولسمشر ویلادیمیرپوتین ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
روسیه یواځنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.
ښاغلی حسن د روان هجري شمسي کال په چنګاښ میاشت کې په مسکو کې سفیر وټاکل شو.
ولسمشر پوتین د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د ۳۴ هیوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو په مراسمو کې وویل چې هیواد یې یو متحد، خپلواک، او سوله ییز افغانستان غواړي چې له جګړې، ترهګرۍ او د مخدرو موادو له قاچاق څخه پاک وي.
د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ
د افغانستان پاسپورټ د لسم پرله پسې کال لپاره د نړۍ په کچه ترټولو کم اعتباره پاسپورټ وپیژندل شو.
د هنلي د موسسې د طبقه بندي په اساس د افغانستان پاسپورت دهیوادونو د پاسپورټونو د اعتبار په لیست کې ترټولو ټیټه درجه کې راغلی دی.
د دغې ارزونې له مخې ، د افغانستان د پاسپورټ لرونکي یواځې ۲۴ هیوادونو ته کولای شي پرته له ویزې سفر وکړي.
له افغانستان وروسته ، د سوریې ، عراق ، یمن ، پاکستان اوڅو نورو هیوادونو پاسپورټونو ترنورو کم اعتبار لري.
د پاکستان پاسپورټ لرونکي یواځې ۳۱ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
خو بلخوا د سنګاپور پاسپورت د لیست په سر کې دی او د دغه پاسپورټ لرونکي ۱۹۲ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
هنلي موسسه وايی د نړۍ د ترټولو پیاوړي او کمزوري پاسپورت ترمینځ واټن په وروستیو کلونو کې زیات شوی.
دغه موسسه هرکال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو پاسپورټونه د بې ویزې سفر د امکان او د هوايی ترانسپورت د نړیوالې ټولنې د معلوماتو په اساس ارزیابي کوي.
طاهر اندرابي: له افغانستان څه راټوکیدونکې ترهګري اصلي ستونزه ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د سرحداتو تړل له امنیتي اړخه یوه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۵ مه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو د پولو له تړل کیدو سره سوداګري ته زیان اوښتی خو که چیرې د دغې پریکړې په نتیجه کې د تروریستی بریدونواو تلفاتو مخه نیول شوي وي نو له امنیتي اړخه دا کار د توجیه وړ دی.
ښاغلي اندرابي ټینګار وکړ چې په وینا یې له افغانستان څخه را ټوکیدونکی تروریزم د دواړو هیوادونو ترمینځ یواځنۍ لانجمنه مسئله ده.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د اړیکو رغول غواړي خو په دې شرط چې د افغانستان خاورې څخه د تروریستي بریدونو لپاره کار وانخیستل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا تورونه په مکرر ډول رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان له خاورې بل هیواد ته ګواښ متوجه کړي.
د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ د تیراکتوبر د یوولسمې له سختو نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمینځ ټولې تجارتي لارې تړل شوي دي.
سره لدې چې د دواړو هیوادونو استازیو د اختلافاتو د حل لپاره په دوحه ، استانبول او ریاض کې خبرې وکړې خو کومه مشخصه نتیجه یې نه ده ورکړې او تجارتي لارې تراوسه هم بندې پاتې دي.
انقره هڅه کوي چې د ریاض او اسلام اباد له دفاعي ایتلاف سره مل شي
د ناټو د غړي هیواد، ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان او سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی چې د دغو دوو هیوادو له دفاعي ایتلاف سره یوځای شي. اسلام اباد او ریاض د سپتمبر په میاشت کې په خپلو کې دفاعي تړون کړی و.
هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل : « اوسمهال خبرې روانې دي خوتراوسه کوم توافق نه دی لاسلیک شوی. »
ښاغلي فیدان زیاته کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نسبتا لوی پلتفورم د رامینځ ته کولو لپاره پراخ اوجامع نظرلري.
بلخوا د پاکستان د دفاعي صنایعو وزیر رضا حیات هراج د چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو درې قدرتونو ترمینځ دغه محتمل توافق، د پاکستان او سعودي عربستان له هغه توافق څخه جلا دی چې تیر کال اعلان شو.
هغه زیاته کړه د درې اړخیز توافق د نهايی کولولپاره د انقرې ، ریاض او اسلام اباد ترمینځ اجماع ضروري ده.
د ریاض او اسلام اباد ترمینځ توافق، دهند او پاکستان ترمینځ د مې په میاشت کې له څلور ورځني سخت جنګ څو میاشتې وروسته لاسلیک شو.
څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول
د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.
دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.
د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.
مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.